پښتو ادب · شاعران
فهیم الله امین زي
د فهیم الله امین زي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
فهيم الله (امين زي) داسدلله (امين زي) ځوي په کال ١٣٦٦ لمريز کې دميدان وردګوولايت دنرخ ولسوالي دتوکرک دحاجي مصلى باباپه کلي کې زېږېدلي دى. لومړنۍ اومنځنۍ زده کړې يې دشهيدقاضي ګل محمداودمحمدموسى شهيدپه متوسطه کې ترسره کړي اوپه ١٣٨٣لمريزکال کې دکابل ښاردنادريې له عالي لېسې څخه په اعلى درجه فارغ اودکال دکانکوردآزموينې ترګډون وروسته دکابل ښوونې اوروزنې پوهنتون ته بريالي شوچې همدامهال ددې پوهنتون ادبياتودپوهنځى دانګليسي څانګې محصل دى. همداشان دميدان ځوانانوټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې فعال غړى اودميدان ځوانان دمجلې دليکنې اوکتنونکې ډلې څخه دى.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
سهارماښامبشپړ شعر ولولئ
سهارماښام
فهیم الله امین زي
ترخه ترخه راته ووايه چې لرى درنه وګـــــــــــرځـــم
سترګوکې پوهيږم نه داعادت زه نــــــــــــه لـــــــــرم
ته شه رانه لرى مانورپريږده ارمـــــــــانــــــــــــوسره
ويره چې نه کړى داوجــــــــــــــدان زه نـــــــــــــه لــرم
ستافکرکې ناست سرپه زنګون يمه سهارمــاښام
دامى کارو باردى نور جانانه څــــــــــه کـــــارنه لرم
ته کوى اقرار هميش چې زمــــــــــــادرسره نه لګى
زه دى دىخبروتــــــــه جانانـــــــه ځــــــــــواب نه لرم
ته که رانه لرى شوى ژوندون ته دپاى ټکى ګږدم
ځکه دخوبانو کلکسون کـې زه يــــــــارنـــــــــه لرم
تاسره مى مينه ده دابـــــــــــه رانــــــــه اورى تـــــل
نوردزړګۍ سره څه اقـــــــــرار اوګفتار نــــــــه لرم
ما(امين زى) سراومال قمار ايښى ستامينه کى
نور نوله رقيب سره څه داراومــــــــدار نــــــــه لرم
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
فهیم الله امین زي
کرکه کـــــــــــــــوم لـــه مينې دامې عادت شوى دى
له ښکلوګرځم لرې دامې عـــــــــــــادت شـــــوى دى
پروادهيڅ نه کوم دخپل پــــــردي نـــــــــــه منـــــــــــم
له کلى ځم چې لرې دامـــــــــــې عـــــــادت شوى دى
ظلم زغملاي نشم،مظلـــــوم ليـــــــــــدلاي نــــــــشم
نه شم ويلاي اغابلې دامـــــــــــى عـــادت شوى دى
له چاڅه نه غواړمه نه له چـــــــــــا تمــــــــــــه کـــووم
نه کړم تقديرځينې شکوې دامې عادت شويــــدي
کاروان ډېر لرې تللي پسې روان بــــــــه يــــــــــمــــه
جاري چې ساتم هڅې دامې عادت شــــويــــــــدي
که سيم اوزرراکوي يا ځاي لږ بــــــــــــرراکـــــــوي
نه چې غولېږمه پرې دامې عادت شــــــــويـــــدي
مورهېرولاي نشم،خاوره پـــــــلــــــــــــورلاي نشم
دايې راکړي چې شدي اوس مې عادت شويدي
د(امين زي) دنيا چې چـــــــــــــا ورانــــــــــــــــه کړه
که ورته ځېرشي وروره تل به نفرت ترينه کـــوي
اوبياهم يارهبشپړ شعر ولولئ
اوبياهم ياره
فهیم الله امین زي
مه لټوى زړه مې پــــــــــــرهــــــــــــارى يـــــاره
پريږده پرې زخمونه پخـــــــــــــوانـــــــۍ يـاره
څنګه دې زه هـــــــيــــره کــــــــــړم هيـريږې نه
تاپسې مې کـــــړي دي خـــــــــواري يـــــــــاره
نه به درته وايم په مــــــــاڅـــــــــــه وشـــــــــوه
تاچــــــــې درقيـــــــــب کـــــــــړه پلـــــوي ياره
تابه ورته څـــــــــــــه ويـــــــــل دانـــــه پوښتم
ودې کړه لـه مــــــــــــاځيـــــــــنې دوري ياره
بس په زوره ووايــــــــــه چـې يار دې يــــــــم
نورمې نو کم زورمه ازمــــــــــــيه يــــــــــاره
ته چې زمانه منې زه څــــــــــــه وکــــــــــــړم
تل کوې له مـــــــــانــــــــه ســـــــرکشي ياره
مه ګرځه په ډډه رانـــــــــــه مـــــــــــه ګـــرځه
راشه راسره وکــــــــړه دوســـــــــتي يــــــاره
څه وشوه زماپه ليـــــــــلاڅـــــــه وشـــــــوه
ماسره يې وکړه بــــــــــيوفـــــــايــــــــي ياره
دانوراته مه وايه چې صـــــــــــــبرشـــــــــــم
دامې دټـــــــــــول عمرده خـــواري يــــــــاره
ورشه رقيب ورټـــــــــــــه او وي رټـــــــــــــه
بيانوماته پـــــــــريــــــــــږده سر زوري ياره
نارې کړه دکلي منځ کې نــــــــــــارې کــــړه
وايه درسره يمه اشـــــــــــــتي يــــــــــــــــاره
نه راځي زما احـــــــــــــوال تـــــــه نه راځي
دامې د ليلاده بې ننـــــــــــګي يـــــــــــــاره
نه راځى احوال مې ديـــــــــار نـــــــه راځى
اوس يم ورپسى ډيـــــــــرســــــودايي ياره
لاړه بيوفــــــــــــاشـــــوه رانـــــــــــــــه لاړله
نورې به راوکړى څه کـــــــانـــــــــــــي ياره
نه مې ورته ښه نه ورتـــــــــــه بــــــــدوکړه
ماسره يې څه وه دښــــــمنــــــي يــــــــــاره
ووايه احوال يې راتــــــــــــه ووايــــــــــــه
تاته يې څه کــــــــــړى بهــــــانــــــــي ياره
نه مې شته په خواکې مې يار نشته دى
يارځيــــــنې دورې مــــــــې ځوروي ياره
ليکي درته څو کرښې بـــــــه وليـــــکي
داد(امين زى) ده شــــــــــاعــــــــري ياره