افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
سهارماښام
ترخه ترخه راته ووايه چې لرى درنه وګـــــــــــرځـــم
سترګوکې پوهيږم نه داعادت زه نــــــــــــه لـــــــــرم
ته شه رانه لرى مانورپريږده ارمـــــــــانــــــــــــوسره
ويره چې نه کړى داوجــــــــــــــدان زه نـــــــــــــه لــرم
ستافکرکې ناست سرپه زنګون يمه سهارمــاښام
دامى کارو باردى نور جانانه څــــــــــه کـــــارنه لرم
ته کوى اقرار هميش چې زمــــــــــــادرسره نه لګى
زه دى دىخبروتــــــــه جانانـــــــه ځــــــــــواب نه لرم
ته که رانه لرى شوى ژوندون ته دپاى ټکى ګږدم
ځکه دخوبانو کلکسون کـې زه يــــــــارنـــــــــه لرم
تاسره مى مينه ده دابـــــــــــه رانــــــــه اورى تـــــل
نوردزړګۍ سره څه اقـــــــــرار اوګفتار نــــــــه لرم
ما(امين زى) سراومال قمار ايښى ستامينه کى
نور نوله رقيب سره څه داراومــــــــدار نــــــــه لرم