د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي فهیم الله امین زي شعرونه

اوبياهم ياره

مه لټوى زړه مې پــــــــــــرهــــــــــــارى يـــــاره
پريږده پرې زخمونه پخـــــــــــــوانـــــــۍ يـاره

څنګه دې زه هـــــــيــــره کــــــــــړم هيـريږې نه
تاپسې مې کـــــړي دي خـــــــــواري يـــــــــاره
نه به درته وايم په مــــــــاڅـــــــــــه وشـــــــــوه
تاچــــــــې درقيـــــــــب کـــــــــړه پلـــــوي ياره
تابه ورته څـــــــــــــه ويـــــــــل دانـــــه پوښتم
 ودې کړه لـه مــــــــــــاځيـــــــــنې دوري ياره
بس په زوره ووايــــــــــه چـې يار دې يــــــــم
نورمې نو کم زورمه ازمــــــــــــيه يــــــــــاره
ته چې زمانه منې زه څــــــــــــه وکــــــــــــړم
تل کوې له مـــــــــانــــــــه ســـــــرکشي ياره
مه ګرځه په ډډه رانـــــــــــه مـــــــــــه ګـــرځه
راشه راسره وکــــــــړه دوســـــــــتي يــــــاره
څه وشوه زماپه ليـــــــــلاڅـــــــه وشـــــــوه
ماسره يې وکړه بــــــــــيوفـــــــايــــــــي ياره
دانوراته مه وايه چې صـــــــــــــبرشـــــــــــم
دامې دټـــــــــــول عمرده خـــواري يــــــــاره
ورشه رقيب ورټـــــــــــــه او وي رټـــــــــــــه
بيانوماته پـــــــــريــــــــــږده سر زوري ياره
نارې کړه دکلي منځ کې نــــــــــــارې کــــړه
وايه درسره يمه اشـــــــــــــتي يــــــــــــــــاره
نه راځي زما احـــــــــــــوال تـــــــه نه راځي
دامې د ليلاده بې ننـــــــــــګي يـــــــــــــاره
نه راځى احوال مې ديـــــــــار نـــــــه راځى
اوس يم ورپسى ډيـــــــــرســــــودايي ياره
لاړه بيوفــــــــــــاشـــــوه رانـــــــــــــــه لاړله
نورې به راوکړى څه کـــــــانـــــــــــــي ياره
نه مې ورته ښه نه ورتـــــــــــه بــــــــدوکړه
ماسره يې څه وه دښــــــمنــــــي يــــــــــاره
ووايه احوال يې راتــــــــــــه ووايــــــــــــه
تاته يې څه کــــــــــړى بهــــــانــــــــي ياره
نه مې شته په خواکې مې يار نشته دى
يارځيــــــنې دورې مــــــــې ځوروي ياره
ليکي درته څو کرښې بـــــــه وليـــــکي
داد(امين زى) ده شــــــــــاعــــــــري ياره
د شاعر نور شعرونه ←