پښتو ادب · شاعران
عبدالا حد پیغام
د عبدالا حد پیغام پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
دخيال لمبېبشپړ شعر ولولئ
دخيال لمبې
عبدالا حد پیغام
چې مې دخيال لمبې دحسن تراسمانه رسي
اوس مې دردونه په نغموكې ترجانانه رسي
نن مې دغم په ښاركې اوښكواعتكاف كړى دى
چې هريوڅا څكى يې دښكلوترګريوانه رسي
كاشكې شبنمه! زه هم ستا په شان دځان قاتل واى
چې جنازه دې دګلاب ترزنخد انه رسي
ستا دښايست درڼا داسې توپان واخيستمه
چې مې لاسونه اوس دنور تركهكشانه رسي
ستړى كاروان ، خونړۍ لاره ، قتل شوى مزل
زړګيه وايه ! دا به څنګه ترآرمانه رسي
پيغامه ! ګل غوندې خاموشه شه د زړه په كوركې
چې فر يادونه دې دعشق ترلامكانه رسي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالا حد پیغام
داڅنګه ليــــــونــــــــي دي مشـــاْ لـونه وړي په لاس كې
په سپينه رڼا ورځ چې څــــراغــــونـــــه وړي په لاس كې
دګل دلمبو غېږته په شبكورو ستـــــــرګـــــــــــو ورشي
داڅاڅكي دشبنم چې خپل سرونه وړي پـــــــه لاس كې
يوه شيبه يې اوښكوكې دمرګ تصوير تــــــــه ګـــــــوره
غاټول غـــــونــــــدې دوينوګريوانونه وړي په لاس كې
قربان له داسې ښـــــــــار شم چې يې هرسړى عاشق دى
منصور دى يامجنون دى ځنځيرونه وړي پــه لاس كې
داڅوك دى چې ماوژني اوپه ما بـــــاندي مــــــــين دى
داهغه جادوګر دى چې اورونه وړي پــــــــــــــه لاس كې
دازما ليونى خيال دى كه دلمر په مخ ميــــــــــن شـــوم
چې ذهـــــــــــن مې دستوروكاروانونه وړي په لاس كې
۱۳۸۵كال دثور دمياشتې لسمه نيټه
دخيال پرهرونهبشپړ شعر ولولئ
دخيال پرهرونه
عبدالا حد پیغام
ستا دښايست دګل په سيوري كې مې خيال ويده دى
لكه شبــــــنم چـــې هــــرسحر د مرګ په حال ويده دى
زما د ياغي جنــــــــون د زړه لـــــــــه اوره هــــم خبــر يې
چې په سينه كې مې لمبـه لمبـــه جــــمال ويــــــده دى
داجنتي شپه مې دكوم ښــــــــايــــــست په ټال زنګوي
كه مې پر سترګو ستا د تورو زلـــــــفوشـال ويـده دى
اوس مــــې نغمــــــوتــــه فـــــرشتې د حسن هم نڅيږي
چې دآواز په زيروبم كې مــــــــې بـــــــلال ويــــــده دى
نن مــــې دشعــــر پـــــه ګريوان څاڅكي دالفت وريږي
چې د غزل پر شونــــډوستــــا دشـونډو خال ويده دى
نــــــورمــــــــــې دخيــــــال دپـــرهرونولمبې مه ويښوه
پيغامــه ! زړه كې مې دعشــق رنګين مشال ويده دى
عبدالاحد پيغام _ كابل
۱۲،۹،۱۳۸۵
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
عبدالا حد پیغام
اى د مغرورحسن دګل ښــــــايــــــسته ! اور دې كړمه
دخپل خوږمـــــــن زړه د پـــــرهر د لمبو شور دې كړمه
زره زره دګل پرپاڼوچې ځــــــــــان وغــــــــــــــــــــوړوي
لكه شبنم دانه دانه داســــــې شب كــــــور دې كـــړمه
لا مې په سترګو د بهار مستي لــــــــيدلــــــــې نـــه وه
لكه غاټول پخپلــــــــو ويـــنوكــې سمسور دې كړمه
زما دبې رحمه درد علاج ته دې اورونـــــــه بـــــــل كړه
په چيغوچيغو د لمبو غيږكې ټــــــــكور دې كــــــړمه
ورځه آبـــــاد اوســـــــــې زمــــــــا اى ليــــــونى قاتله !
داســـــــې دې مړكړم چې نيكنام دكلي كوردې كړمه
قسمته ! اوس بــه مې داوښكو پيغام چيرته يوسم ؟
دځوانيمرګ آرمــــــان دتـــــوروشيبـــــوګور دې كړمه
عبدالاحد پيغام _ كابل
۲۶،۹، ۱۳۸۵
لكه لمبه دګلا ببشپړ شعر ولولئ
لكه لمبه دګلا ب
عبدالا حد پیغام
لكه لمبه چـــــــې دګــــــــلا ب غېږ كې شبنم واخلي
داســــې نـــــظر مـــــــې كـــــله كـــــله دصنـــم واخلي
اوس به يې هم په مستو سترګو كې خمار پاتې وي ؟
چې په خـــــرام خـــــرام قـــــد م په پيچ وخم واخلي
جا نانه ستا تصوير به زه پــــخپـــــلو وينــــوجوړكړم
كه مې دزړه نقاش په ګوتوكې قـــــــلم واخــــــــــــلي
لا مـــې دژونـــــــد دويـــــنوڅاڅكي دريدلـي نه دي
كه نــــــــه د ظلــــــم جنـــــــازه بـــــــــه دم په دم واخلي
دلته دمرګ قاصد ومــــــــا تــــــــه مخـامخ دى ولاړ
هلته زما قــــــــاتــــــــل زمــــــاپه ســـــرقســم واخلي
پيغــــامــــه !اوښــــــكه شه دګل ګريوان كې وځليږه
چې دلمر څــــاڅــــــكي دې لــه ځانه سره سم واخلي
كابل دچنګاښ ۲۸نيټه