د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالا حد پیغام شعرونه

لكه لمبه دګلا ب

لكه لمبه چـــــــې دګــــــــلا ب غېږ كې  شبنم واخلي

داســــې نـــــظر مـــــــې كـــــله كـــــله  دصنـــم واخلي 

اوس به يې هم په مستو سترګو كې خمار پاتې وي ؟

چې په خـــــرام  خـــــرام  قـــــد م  په پيچ وخم  واخلي 

جا نانه ستا تصوير به زه پــــخپـــــلو وينــــوجوړكړم

كه مې دزړه نقاش  په ګوتوكې قـــــــلم واخــــــــــــلي 

لا مـــې دژونـــــــد دويـــــنوڅاڅكي دريدلـي نه  دي

كه نــــــــه د ظلــــــم جنـــــــازه بـــــــــه دم په دم واخلي 

دلته دمرګ قاصد ومــــــــا تــــــــه مخـامخ دى  ولاړ

هلته زما قــــــــاتــــــــل زمــــــاپه ســـــرقســم واخلي 

پيغــــامــــه !اوښــــــكه شه دګل ګريوان كې وځليږه

چې دلمر څــــاڅــــــكي دې لــه ځانه سره سم واخلي 
 

كابل دچنګاښ ۲۸نيټه

د شاعر نور شعرونه ←