د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالا حد پیغام شعرونه

دخيال پرهرونه

ستا دښايست دګل په سيوري كې مې خيال ويده دى

لكه شبــــــنم چـــې هــــرسحر د مرګ په حال ويده دى
 

زما د ياغي جنــــــــون د زړه لـــــــــه اوره هــــم خبــر يې

چې په سينه كې مې لمبـه لمبـــه جــــمال ويــــــده دى 
 

داجنتي شپه مې دكوم ښــــــــايــــــست په ټال زنګوي 

كه مې پر سترګو ستا د تورو زلـــــــفوشـال ويـده دى 
 

اوس مــــې نغمــــــوتــــه فـــــرشتې د حسن هم نڅيږي

چې دآواز په زيروبم كې مــــــــې بـــــــلال ويــــــده دى 
 

نن مــــې دشعــــر پـــــه ګريوان څاڅكي دالفت وريږي

چې د غزل پر شونــــډوستــــا دشـونډو خال ويده دى 
 

نــــــورمــــــــــې دخيــــــال دپـــرهرونولمبې مه ويښوه

پيغامــه ! زړه كې مې دعشــق رنګين مشال ويده دى

      عبدالاحد پيغام _ كابل

۱۲،۹،۱۳۸۵

د شاعر نور شعرونه ←