د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدالله کمال

د محمدالله کمال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

محمدالله کمال د جنت ګل زوی په کال ۱۳۵۳ل د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې  زېږیدلی دی. له آره د وردګو ولایت، چک ولسوالۍ د اله خېلو د کلي دی، خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د چک ولسوالۍ په شهید احدي ښوونځي او د حضرت عمر فاروق عالي لېسه کې ترسره کړي دي چې له همدې لېسې څخه یې د دولسم ټولګي بریلیک ترلاسه کړی دی.

د محمدالله کمال آثار:

د خیالونو جزیره (شعري ټولګه)

د توپان پر اوږو ژباړه او را ټولونه (د ۲۰۰۲م کال د سپتمبر د میاشتې د خونړیو پېښو اړوندې لیکنې او معلومات)

یونلیکونه (خواره واره چاپ)

چاپ ته چمتو:

ادبي نثرونه (ناچاپ)

بله شعري ټولګه (ناچاپ)

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

19 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

دغه یم مخ ته دې ولاړ یم ستـــــا پـــــام نـــشته نــــــشته
که دې په سترګو کې د میــــــنې ســــلام نــــشته نشته

نن خاموشي ده، ته مبــــــهوت یې زه حیران دریان یم
ستا د وړو وړو خبــــــــــرو دوام نـــشتـــــه نــــــشتــــــه

چې را په یاد شې نو زړګـــي تــــه دا تــــسل ورکــــوم
دلته د دغه رنګ احســــاس احتــــــرام نـــــشته نشته

چې تر لمانځه وروسته به زه ستا په دیدن پسې تلم
هغه شېبې د مازدیګر او ماښام نــشـــته نـــشــــــته

دغه کوڅه وه پورې بام و، تې پــــر ســــــــــــر ولاړه
د تور جهاز له ړوند ګوزاره اوس بام نشته نــــشته

کماله هغسې یې نشت کړې د جــــنـــګونــو کفار
لکه په زړونو چې زمونږه آرام نــــشتــه نــــشــــته


جون ۲۲- ۲۰

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

د نـــــګاه غـــــشی دې وار لـــــــــــه ادا راشـــي
زړه ته کیف د عشق د ښکلې موســــکا راشي

ټوله ورځ نه وي چې شپه شي را پــــیدا شـــي
یار د ستوري خوی اخیستی بېـــــګا راشــــي
 
څک شم وایم بس جانان کېدای شـــي دا وي
چې کوم وخت د زنځیرونو شرنــــګا راشـــي
 
توره شپه د جدایۍ بیا سپیــــنــه ورځ شــــي
چې لمر مخی یار هم کله پــــر مــــــا راشــــي
 
زنده ګي شي د ســـــرور لـــــه نغمـــــــــو ډکه
چې یو خیال دې بس د خیال په سحرا راشي
 
ستا کمــــال بـــه هغه دم نیست او نابود وي
که میلان یې ستــــــا پر ځای په دنیا راشي
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

زه د خاموشۍ په انتها کې را پـــــــیدا شـــــــــومـــــه
وای پر ما دې څه وکړل جـــانـــانــــــه په غوغا شومه

روغ ومه رنځور دې کړم د مینې لېونــــی رنــــــځور
داسې چې مثال د هر زمان په دا دنـــــــــیا شـــــــومه

راغلمه بېخوده او بې ســـــــده ستــــــا تـــــر دره جان
درومم په مستۍ کې چې واری دې لــه خندا شومه

ستا د پام نظر ته دویم وارې حــــــاجـــت پېښ نشو
ځار دې په لومړي ځل په وړه غونــــــدې ادا شومه

ورک شوم لکه ښاخ د وچې ونې خو پیدا شوم بیا
زه په دغه ډول د جــــانـــــان د لاس امـــــسا شومه

مینه کې د مینې تـــــــر کمــــــالــــه رسېـدلی شم
ځکه ایله نن خو له غزل ســــــــره اشنــــــا شـــومه


جون ۱۹ ، ۲۰۰۶

خوببشپړ شعر ولولئ

خوب

محمدالله کمال

ما خوب لیدو
ته وایه ښه دې لیدو
ښه دې په ایمان شه ما خوب لیدو چې
ژوند ته ژوند ویل کېږي
ژوند د امن
محبت زانګو بلل کېږي
انسان ته د انسانیت مقام ورکړل شوی وي
روح د سولې او ارامۍ په شاتو
د مینې په رنګینیو
د محبت په خوږلنیو خوږ وي
ما خوب لیدو
ته وایه ښه دې لیدو
ښه دې په ایمان شه ما خوب لیدو چې
د ښکلي ښار په دروازه
د سولې سپینه ښاپېرۍ
د ژوند په ډولۍ کې
را ننوځي
او زموږ د ژوند ټول ارمانونه
د سترګو په رپ کې پوره کېږي
زه خوب وینم
زه ویده یم
ما راویښ کړئ
چې د ژوند ټول سندریز خوبونه
په رڼو سترګو
په ویښه پوره کړم
زه ویښ شوم
خو
ژوند مې د لیدلي خوب تعبیر نه شو
ژوند د اور، وینو او ساندو کندهار شو
چې هره ورځ پکې د ناخبره انسان وینې توئېږي

۲۰۰۶ جنوری

له مینې تېښتهبشپړ شعر ولولئ

له مینې تېښته

محمدالله کمال

زه له مینې تښتېدمه
ټپرېدمه
چېرته نه چې بیا مین شم
په زخمي زړه بیا خوږمن شم
نو زه مخکې
مینه شاته
سرګردانه
لالهانده مې نفرت د جهان ولید
د نفرت په ګردله کې په توپان کې
زړه مې وسولید د مینې یوه نظر ته
د خوږمن زړګې دلبر ته
ما وې راشه
د دنیا کارونه پرېږده
نفرت پرېږده مینه خپله کړه جانانه
بېرته راغلمه په تللې لار راستون شوم
خو والله چې جګرخون شوم
ډېر زړه ستړی او پرخون شوم
مینه مخکې او زه شاته
چې دا ټول غرونه رغونه
سمې دښتې او سیندونه
مې غلبېل کړه
مینه مخکې وه زه شاته
هغه تېر واټن ددواړو تر منځ پاته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

چې مړ وم، را ژونـــــدی شوم، ښايي لاس د یارانې و
دا څـــــه عجــــب مسیــح غوندې احساس د یارانې و
 
 
بېلتون و، زه روان وم، خو تر اوسه پرې پوه نه شوم
هر څاڅکی ستا د اوښکو که المــــاس د یـــــارانې و

یوازې وم، که نه، خو شیطانان مې ټول چــــپه کړل
یوازې مې له روح سره شـــــابــــــاس د یـــارانــــې و

د سترګو رپ کې داسې د غـــزني زیارت ته ولاړم
چې واک مې بر په ښکلي غـــوندې آس د یارانې و

د ژوند هره شېبه مې ستا پــــه یاد کې شوله تېره
همدغه ستا خاطر و او که پــــاس د یــــارانــــې و

د خپلې ګرانې مور په ویر کېبشپړ شعر ولولئ

د خپلې ګرانې مور په ویر کې

محمدالله کمال

د قرآن په شپاړسمه سیپاره کې

د جهــــــــــان ټــــــــــولــــــه تیـــاره شوله را ټوله

او زما په دواړو سترګو کې را ځــــــــــای شــوه

الله هغــــــــــه هـــــــــم ساعـــــــت و چې یې ووې

مور دې ولاړه بس نـــــــو دا رضا د خدای شوه.

زه په ورکو لارو سر بې نوره ژونــــــــــد کـــــړم

دا خو مور وه چې به کور پرې ښــــــــایــــسته و

هغه خونه هغه کټ او هغـــــــــه غـــــــولـــــــــــی

بویه ټول دا کور او اور پــــــــرې ښـــایسته وو.

او چې کله به وتمه لــــــــــه خپـــــــــــل کــــــــوره

که وو لنډ او که اوږده اوږده مـــــــزلــــــــونـــــه

نو په خدای به مې تکیه او بیا پــــــــه مـــور وه

که هر څو به مې کاږه وو مــــــــنـــزلــــــــــونـــه. 

بس نو دا د غرونو څوکې او لــــــــــــــــېوان وو

زه یوازې خو له هېڅ مې وېـــــــــــــــره نــــــــه وه

دا مزلونه منــــــــزلــــــــونــــــــه ټـــــول اسان وو

د ادکې مور دعـــا مې هېـــــــــــــــره نـــــــــــه وه.

زه په هغه سر او تال پـــــــــسې ګــــــــرځېـــــــږم

او مبهوت یـــــــــــم نــــــشته نشته آهنګ نشته

ها د مینې الاهو تــــــــــه مــــــــې زړه کېـــــــږي 

د راحت او دوعاګانو پــــــــــــالنـــــــــګ نشته.

د ژوند ستــــــــــړې ستــــړې لار ده - تنهايي ده

منزل لرې خدای چې ډېر ډېــــــــر پـــــرېشان یم

ستا بېلتون خو څه وړه خبــــــــــــره نـــــــــــــــه ده

داسې ورک یم لکه ورک چې له جــــــــــهان یم.

د قرآن په شپـــــــــــاړسـمه سیـــــــــپاره کــــــــې

یوه نښه ستــــــــــــا دکــــــــړي تـــــــــــــلاوت ده

ګویا دا پیغام د ژوند پــــــــکې خــــونـدي دی

چې دنیا له ټولو پاتې امـــــــــــانــــــــــــــــت ده.

تســـــــــــــلاوې د یـــــــــــــارانـــو دي پرې پایم 

او نتلی زړه آرام کـــــــــړي ښــــــــــــې خـــــــبرې

ګني زه چېرته او ژوند لـــــــــه مــــــــوره پــــرته

او دا مینه دا خـــــــوږې خـــــوږې ســــــــنـدرې.

۲۲/۰۲/۲۰۰۷

غیر طبیعي موسمبشپړ شعر ولولئ

غیر طبیعي موسم

محمدالله کمال

یوه ورځ په داسې حال کې
چې د سره اوړي
ټکنده غرمه وه
زه له خپل کلیوال ملګري سره
له بازاره
د کلي په نرۍ لاره روان وم
موږ په داسې حال کې
چې د اوړي د سرې ګرمۍ له امله
په خولو کې ډوب وو
د سږني کال د اوړي نه مو
سر ټکاوه
د موسم دغه ګرمۍ مو دماغونه
خوټولي وو
او زړونه مو په ځوښ راغلي وو
وایي چې
د وینې ځوښ، د عقل او تفکر مخه نیسي
زموږ مازغه خوټېدل
او هغه د چا خبره په یوه روپۍ مو جنګ له خدایه غوښت
هو زه او زما ملګری
د ځوانۍ په ځوښ کې وو
څه د موسم ګرمي وه
څه د وینې ځوښ او د ځوانۍ جذبه
خو د خدای کړه وو
زموږ زړونه همداسې ډک پاته شول
او هېڅ ګرېوان ته مو لاس ونه رسېد
««««

یوه بله ورځ
د واورې سپېنې پاغوندې
له پاسه را تویېدلې
موږ دواړه
بیا پر هماغه نرۍ کږه وږه لاره
د کلي پر خوا روان وو
په لاره لاره مو
خبرې اترې کولې
په دې خیال چې لږ ګرم شو
د ژمي له سړو مو د اوړي د ګرمیو یاد کاوه
رښتیا هم
خبره داسې وه لکه اور او اوبه
د ژمي سړې اوبه
او د اوړي سرې غرمې
خبره داسې وه
چې زما ملګري ویل
کاشکي د اوړي په ګرمۍ کې د واورې ورېدو امکان وای
او یا هم کاشکي د ژمي په واورو کې د اوړي ګرمي وای
خو خبره چې هر ډول واوړو
ژمی ژمي ته وایي
د واورو او سپینو پاغوندو
او اوړی بیا د سرو غرمو
خو پر دې خبره فکر په کار دی
هر هغه موسم چې غیر طبیعي وي
د یوه قیامت د راتلو انتظار ترې کېږي
«««««««
او ورپسې یوه بله ورځ پسرلی و
د ژمي یخنۍ
او د اوړي ګرمۍ
یو بل ته لاسونه ورکړي وو
او د ښکلي پسرلي په همدې ورځ
د اور او واورې دوستي وه
ګلانو سرونه راپورته کړل
او بیا چې څو ګلغوټۍ ګل کېدې
موسم د یوې تورې شپې په اوږدو کې
د سهار تر بریده بدل شوی و
د یخنۍ داسې څپه راغلې وه
چې اور یې کنګل ګرځولی و
د هر باغ هرې ونې
له ګلغوټیو
ساه وتې وه
او چې څومره سترګو کار کاوه
زما د ملګري د مڼو ټول باغ
رژېدلی و
زما ملګري ویل
هر موسم چې بې وخته بدل شي
نو هغې ته غیر طبیعي موسم ویل کېږي
چې پایله یې له افتونو
او مصیبتونو پرته نور څه نه وي
په همدې کال
موږ د خپلو باغونو له ثمرې بې برخې شوو
««««
د کلیوال ملګري خبرو ته لږ پام وکړئ
ژوند هم د څو موسمونو نوم دی
که په دې موسمونو کې هر موسم
بې وخته او غیر طبیعي راشي
نو پر انسان یې اغیزې
د ژوند تر پایه پاتې شي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

راشه رانږدې شه څــــــــومـــــــــره لــــــــرې یــــــې زړګیه
چېرته د نظر وړی کــــــــــوتــــــــرې یــــــــــې زړګـــــــــیه

زه دې د الفت په ترانو کې غــــــــزلبــــــــول کــــــــــــړم
ته مــــــې د ژونـــــدون خــــــــــوږې سندرې یې زړګیه

یاد مې شوې ، نو راغلم په خلوت کې درته ناست یم
ته رازدار د میــــنې او خبـــــــــرې یـــــــــې زړګـــــــــیه

ستا په دهلېزونو کې یــــادونـــــه د خــــــواږه جانان
ځکه خو نن خوږ لکه شکرې یــــــــــې زړګــــــــــــــیه

ته چې د ولس په دومره اوښکو کې اوبــــه نـشوې
جوړ د هسکو غرونو له ډبــــــرې یـــــې زړګـــــــــیه

ښکلی یې، ځلا لرې، جمال لرې کمــــــال لـــــرې
ساز د محبت له مـــــــــرغــــلرې یـــــــې زړګــــــیه


جولای ۱۱- ۲۰۰

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدالله کمال

په ویښه خیال په خوب کې خوب د ښکلي یار را ځینه
په دغه رنګ هر دم پر ما د عشق بـــــهار راځیـــــــــــــنه

د تګ شیمه که زړه کې نشته وړاندې نشم تــــــللای
یم په دې هیله چې جانان بــــه پــــه دې لار راځیــــــنه

دلته ګل مخي ښایستونه تر ګــــردونـــــــو لانـــــدې
باران به خدای خبر چې کــــله پــــه دې ښــــار راځینه

چې زه درګورم ته موسکۍ شې ، زړه مې ودرزېږي
واخ په بېلتون کې به دې دا ادا پــــه کــــــــار راځینه

دلته که سوله وي، نو ټـــولــــه نــــړۍ امـــــن امـــن
دلته که جنګ وي، نو جهان یې تر مهار راځیـــــنه

کماله مینه د زړه مینه داســـې شـــــی ده ګــــرانــه
چې په هر ښکلي بې له واکه او اختیار راځیــــــنه


سپتمبر، ۰۵/ ۲۰۰۶ م