د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

غزل

په ویښه خیال په خوب کې خوب د ښکلي یار را ځینه
په دغه رنګ هر دم پر ما د عشق بـــــهار راځیـــــــــــــنه

د تګ شیمه که زړه کې نشته وړاندې نشم تــــــللای
یم په دې هیله چې جانان بــــه پــــه دې لار راځیــــــنه

دلته ګل مخي ښایستونه تر ګــــردونـــــــو لانـــــدې
باران به خدای خبر چې کــــله پــــه دې ښــــار راځینه

چې زه درګورم ته موسکۍ شې ، زړه مې ودرزېږي
واخ په بېلتون کې به دې دا ادا پــــه کــــــــار راځینه

دلته که سوله وي، نو ټـــولــــه نــــړۍ امـــــن امـــن
دلته که جنګ وي، نو جهان یې تر مهار راځیـــــنه

کماله مینه د زړه مینه داســـې شـــــی ده ګــــرانــه
چې په هر ښکلي بې له واکه او اختیار راځیــــــنه


سپتمبر، ۰۵/ ۲۰۰۶ م

د شاعر نور شعرونه ←