د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي محمدالله کمال شعرونه

غزل

راشه رانږدې شه څــــــــومـــــــــره لــــــــرې یــــــې زړګیه
چېرته د نظر وړی کــــــــــوتــــــــرې یــــــــــې زړګـــــــــیه

زه دې د الفت په ترانو کې غــــــــزلبــــــــول کــــــــــــړم
ته مــــــې د ژونـــــدون خــــــــــوږې سندرې یې زړګیه

یاد مې شوې ، نو راغلم په خلوت کې درته ناست یم
ته رازدار د میــــنې او خبـــــــــرې یـــــــــې زړګـــــــــیه

ستا په دهلېزونو کې یــــادونـــــه د خــــــواږه جانان
ځکه خو نن خوږ لکه شکرې یــــــــــې زړګــــــــــــــیه

ته چې د ولس په دومره اوښکو کې اوبــــه نـشوې
جوړ د هسکو غرونو له ډبــــــرې یـــــې زړګـــــــــیه

ښکلی یې، ځلا لرې، جمال لرې کمــــــال لـــــرې
ساز د محبت له مـــــــــرغــــلرې یـــــــې زړګــــــیه


جولای ۱۱- ۲۰۰

د شاعر نور شعرونه ←