د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شیرولي سبا

د شیرولي سبا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

نوم می شيرولي تخلص می سبا غوره کړي د شاه ولي زوې په خټه ابراهيم خيل يم پر ١٣٥٦ ل کال د کابل  ولايت دپغمان ولسوالی په خالدارې کلي کی زيږيدلي يم . لا پنځه کلن وم چی د پلار د شفقت او محبت لاس د تل لپاره می له سر څخه لری شواو پالنه او روزنه می تره او نياګڼی ته وردغاړی شوه. لومړنی زده کړی می دعمر وبن حزم په مدرسه کی کړېدي او منځنی زده کړې می دحضرت بلال په عالي ليسه کی بشپړی کړی , خو د لوړو زده کړوهيلی او ارمان می دکورنی په اقتصادي ستونزو کی ښخ پاتی شو. له ١٣٧٦ ل کال څخه می د شعر په ويلو پيل کړی چی تر دی مهاله پوری می د دری سوه پارچو په شاوخوا کی شعرونه شته ، خو دچاپ وياړ لاندي ور په برخه شوي . اوکه چيری پر دی وتوانيدلم چی دچاپ په ګاڼه يی سينګار کړم نو دا چی له غزل سره بي کچی مينه لرم دټولګی نوم می هم د  دغزلونو بڼ ))غوره کړيدي ))

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

13 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

زه د ليـــــونـــــــــــئ کـــــړم ګــــــــرانــی تور اوربل راوښيه

مړ می کړه پــــه خپــله ، پــــه خپـــــل لاس اجـــــل راوښيه

 

 

بيا چی ترقيامته پـــــــــــوری ذهــــــن کــــی مـی پاتی وي

ستاله شوخۍ ځــــــــارشــــم ، داســــې شوخ غزل راوښيه

 

 

کلئ می درپـــــريــــښودهـــم مــی ښار ګرانی درپريښوده

پـــــریميــــــــږده ارامــــــــــه ، يـــــو ارام ځــــــنګل راوښيه

 

 

څو ځل په ،،ای لويو،، په ،،ای مس يو،،خفه شوی يې

ته د پاکی مينی په پـــــــښتــــو کــــــــــی چـــــل راوښــــيه

 

 

سپينه رڼا ورځ کی رانه زړه يوسي هـــــر څــــــــه يــــوسـي

ســـــوال کــــــوم خـــــاونــــــده دادورځـــــی غـــل راوښــيه

 

 

ټينګ می کړه سينی ته بيا دعرش په لــــورمـــــی ورولـه

يــــــــــمه مسلمــــــــــان د ښــــــــــاپــــيرۍ مزل راوښـــــــيه

 

 

ځــــمه د يــــــــارانــــــو پـــــه محفــــل کی می يو يار ګورم

بومېزه ريبــــــاره شيــــــــرولــــــــي شــــــــډل راوښــــــــــيه

د زړه رنځبشپړ شعر ولولئ

د زړه رنځ

شیرولي سبا

چی د مينی په تهمت پــــــه دار ځړيږی
نشته هاغسی سرونـــــــه رانه ورک دی

 

خدايه څنګه دی دزړه پــه رنځ اخته کړو
طبيبان ډير علاجــــــونـــه رانه ورک دی

 

صميميت او محبت مو اوس نفرت دی
د وروی سينی او زړونـــــه رانه ورک دی

 

د احمد او د ميرويس يــــاد رانه هير دې
د تاريخ پاڼی بـــــابــــــونـــه رانه ورک دی

 


د ړندو په څير رنګونه رانه ورک دی
لوڅ مخونه لوڅی مټی يی عادت کړو
پرده نشته حجابونه رانه ورک دی
شيرولی , سبا ,بيغمه لری اوسه
ستا قيصی او ستا نکلونه رانه ورک دی
 

",1]
);

//-->
نه مو دوست نه مـــو دښمن دی پيژندلي

د ړندو په څير رنـــــــــګونه رانه ورک دی

 

لوڅ مخونه لوڅی مـــــټی يی عادت کړو
پرده نشته حــــــجابــــــــونه رانه ورک دی

 

شيرولی , سبـــــــــــــــا ,بيغمه لری اوسه
ستا قيصی او ستا نکلونه رانه ورک دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرولي سبا

زړه مـــی لاړو ستا په زړه کی يی کور واخيست

ليـــــــونــــې شـــوخـپله ځان ته يی اور واخيست

اوس کــــه ور ورټـــــکــــــوم شيـــــبه شيــــــبه زه

ده معلومه په لوی لاس مــــی دا تــور واخيست

راتــــــه مـــــــه کــــــړه نصيــــــــــــحت لاره دڅـاره

شيخه مـــــا نـــــن قبـــــول کړۍ پيغور واخيست

له خواږه خوبه را ويـــــښ يـــــی کــــړم پـــه ميـنه

شنه بنګړو سپينو لاسو کی چی شور واخيست

د يـــــــوی سپيــــــــنی خـــولـــګی پـــه بــدله کی

رانه وايی خيست زړګې يی په پور واخـــــيست

بند په بند می کړه را ماته پری پـــوه نـــه شــــوم

نری ملا کی يې لاســـونــــومــــی زور واخيست

سره زخمونه يی په سرو شـــونـــډو راښکل کړل

شيرولې نادان زړګـــۍ مـــی ټـــــکور واخيست