د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي شیرولي سبا شعرونه

غزل

زه د ليـــــونـــــــــــئ کـــــړم ګــــــــرانــی تور اوربل راوښيه

مړ می کړه پــــه خپــله ، پــــه خپـــــل لاس اجـــــل راوښيه

 

 

بيا چی ترقيامته پـــــــــــوری ذهــــــن کــــی مـی پاتی وي

ستاله شوخۍ ځــــــــارشــــم ، داســــې شوخ غزل راوښيه

 

 

کلئ می درپـــــريــــښودهـــم مــی ښار ګرانی درپريښوده

پـــــریميــــــــږده ارامــــــــــه ، يـــــو ارام ځــــــنګل راوښيه

 

 

څو ځل په ،،ای لويو،، په ،،ای مس يو،،خفه شوی يې

ته د پاکی مينی په پـــــــښتــــو کــــــــــی چـــــل راوښــــيه

 

 

سپينه رڼا ورځ کی رانه زړه يوسي هـــــر څــــــــه يــــوسـي

ســـــوال کــــــوم خـــــاونــــــده دادورځـــــی غـــل راوښــيه

 

 

ټينګ می کړه سينی ته بيا دعرش په لــــورمـــــی ورولـه

يــــــــــمه مسلمــــــــــان د ښــــــــــاپــــيرۍ مزل راوښـــــــيه

 

 

ځــــمه د يــــــــارانــــــو پـــــه محفــــل کی می يو يار ګورم

بومېزه ريبــــــاره شيــــــــرولــــــــي شــــــــډل راوښــــــــــيه

د شاعر نور شعرونه ←