افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
زړه مـــی لاړو ستا په زړه کی يی کور واخيست
ليـــــــونــــې شـــوخـپله ځان ته يی اور واخيست
اوس کــــه ور ورټـــــکــــــوم شيـــــبه شيــــــبه زه
ده معلومه په لوی لاس مــــی دا تــور واخيست
راتــــــه مـــــــه کــــــړه نصيــــــــــــحت لاره دڅـاره
شيخه مـــــا نـــــن قبـــــول کړۍ پيغور واخيست
له خواږه خوبه را ويـــــښ يـــــی کــــړم پـــه ميـنه
شنه بنګړو سپينو لاسو کی چی شور واخيست
د يـــــــوی سپيــــــــنی خـــولـــګی پـــه بــدله کی
رانه وايی خيست زړګې يی په پور واخـــــيست
بند په بند می کړه را ماته پری پـــوه نـــه شــــوم
نری ملا کی يې لاســـونــــومــــی زور واخيست
سره زخمونه يی په سرو شـــونـــډو راښکل کړل
شيرولې نادان زړګـــۍ مـــی ټـــــکور واخيست