د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالرحمان غضري

د عبدالرحمان غضري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلي عبدالرحمن   غضرې  دپکتیکاولایت  دخیرکوټ ولسوالې دپایندخیلوکې زیږدلي د عبدالمنان زوی ، دحاجي ولي محمدلمسی دی. کورنۍ  يې په غضرخیلوشهرت لري . زوکړه د۱۳۵۴دعقرب۱۸ زدکړې يې ترلسم ټولګی پوري په غیري رسمي توګه کړیې دي .له تیرودیارلسوکلونوراپه دې خودسعودي عرب په هیوادکې میشت  دی .قریب لس کاله کیږی چې  شاعرې کوي .په دې ورستیوکې  لنډې کیسې اوادبي نثرونه يې هم لیکلي هم داوس دیوناول په لیکلو بو خت دی.
چاپ شوی اثارنه لري
نا چاپ 
څلوردشعرونوټولګې
دوه دلنډوکیسوټولګې
یوه دنثرونوټولګه اویوڅو ډرامې چې لاهم هغسي خورې ورې پرتې دي

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

26 خپاره شوي شعرونه

مهاربشپړ شعر ولولئ

مهار

عبدالرحمان غضري

جانان ښکلی ګودرښکلی چـــــــــــنارښــــــــــــــــکلی
په دې ښکلیوباندي ښکلی دی یــــــــــارښـــــــــکلی

ټکی ټکی تږي زړه کــــــــــې زرغـــــــــونیـــــــــــــــــږي
ساقي ښـــــــــــکلی جــــــــــام یې ښکلی خمارښکلی

له هرتــــــــــــرنـــــــــــګ ســــــره دژوندښاپیرۍ ناڅي
مطریب ښکلی محفل ښــــــــکلی ستــــــــــارښکلی

تک سپین وری یې لکه سپین ستوری په غیږکې
کوچۍ ښکلې اوښ یې ښکلی مــــــهـــــــــارښکلی

چـې لـه شونډویــــــــــې راوزي ښــــــــــکلې لـــــــګي
خنـــداښکلې اقرارښـــــــــــــکلی انـــــــــــکارښکلی

ښکلــــي ښکلي دي بې شکلیوښکلا نــــــــــه شـته
چالیـــــدلی بې ګــــــــــــلونــــــــــــوګــــــــــلزارښکلی

له وحــــــشته تصورکـــــــــــــیدلای نـــــــــــــه شـــــــو
چې منـــــــــصورپه غاړه کیست شودارښــــــــکلی

غضري دځــــــــــــوانۍ عمـــــــــرداســــــي تیـــرشي
لکه تیرچې شـــــــــــــي یوځلي په لارښــــــــــــــکلی

دچړوپه څوکوبشپړ شعر ولولئ

دچړوپه څوکو

عبدالرحمان غضري

ستړیه ژونده شوبې یــــــــاره ژرژر درومه
سترګې مه غړوه خواره ژرژر درومـــــــــــه
رسوه مې دسکوت دناوې غـــــــــیږتــــــــه
که په غره وي که په لاره ژرژردرومــــــــــه
تر  ابده دارام امـــــــــــید حـــــــــــــــــرام دی
مله دردونه شوترداره ژرژر درومــــــــــــــه
یوه لحظه یې په تصویرلیموخواږه کــــړه
رڼې اوښکې له روخساره ژرژر درومـــــه
خوارقسمت چې دچړوپه څوکوشپه کړه
لکه څـړیکه له پـــــــــــرهــاره ژرژردرومه
عاقبت به دتیاروپه زړه کې ورک شــــي
څوک چې پایې ترسهاره ژرژردرومــــــه
دفلک لمن  له کــــــــــاڼـــــــوسلیـــــــته ده
ځان ګوښه که له سنګساره ژرژردرومه
دلته ماردوحشت ســـــــــــل سرونه کړي
هیڅوک نه پریږدي ترواره ژرژردرومه
غضري رنګه دښکلیوپــــه دې چم کې
رټل کیږې له نګاره ژرژردرومـــــــــــــه

ميوه مينهبشپړ شعر ولولئ

ميوه مينه

عبدالرحمان غضري

مورې زړه مې سوړدی لږیې تودکړه په تــــوده مینه
ستړی دی دژوندناخوالو وړې ترې خـــــــــوږه  مینه

پریږده چې لږوژاړمه ورسته مې بیاښکل کــــــړه ته
اوري مې په زړه دماشوم تـــــــــــوب وړه وړه مـــــینه

ګورم دټیکري تـــــــــــه الـــــــه ژرپـــــــلـــــــــو راواړوه
خلاص یې کړه اوراکړه تــرې یوڅودانې میوه مینه

خیردی که ترمنځ موهیوادونه اوسیـــــــــندونـه دي
لمونځ چې مورې وکړې په دعــــــــاکې رالیــږه مینه

مورې له تالري داژوندون راتــــــه ژوند نـه ښکاري
خدایږوڅنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مینه

دلته چې له چاسره مور وویـــــــــــنم نـــــــــــــولیـــږمه
نورخومې وس نه وي رابه زړه کړم ستازړه مـــــــینه

مینه مینه اوسه زماترژونده زمــــــــاخـــوږې مورې
ستاپه ژوندژوندۍ ده زمادژوندخوره وره میـــــنه

ربه غضري درنه په ژوند کې نورڅـــــــــه نــه غواړم
مورراسره پریږده درنه غواړم دغه یـــــــــوه مـــــینه

دهينداروکيږدۍبشپړ شعر ولولئ

دهينداروکيږدۍ

عبدالرحمان غضري

دهینداروپه کیږدۍ کې کـــــــــاڼـــــي اوسي
اوریدلې مې سپوږمۍکــــــــې کـاڼي اوسي

چې یې وښکنځلم هــــــــلـــــــه مــــې یقین شو
چې دیارپسته خولــــــګۍ کې کاڼـي اوسي

دقدرت ښکلا یې څومره مقـــــــام لــــــوړکړ
دخوبانوپه هوږۍ کې کـــــــاڼـــــي اوســــــي

دجانان خاطر دی څه وکــــــړم رقــــــیــــــــــبه
ګنې تاته مې مرۍ کې کـــــاڼــــي اوســـــــي

دا دګلوهيلې ګل وطن تـــــــــه یـــــــوســـــــه
لیونی یوزموږ ځولۍ کې کـــــاڼـــي اوسي

چې په سردفرنګ پریوتل نـــــــــوپــــوه شو
چې ټپه دملالۍ کې کـــــــاڼــــي اوســـــــــي

دردسلګۍاوپریادونه مــــــوپــــــیشه دي
یاره زموږپــــه زنـــــدګۍکې کا ڼي اوسي

غضري هسي دې هم طالعې  سپیرې وې
دالابله چې ســـــپرغــــۍکې کاڼي اوسي

ډولۍبشپړ شعر ولولئ

ډولۍ

عبدالرحمان غضري

دستوریورڼـــــــــاتـــــه یې دسپوږمۍپلوشې ته یې
دلمرله وړانګوجوړه زماکوچۍپلوشې تـــــــــه یــې

دهرغاټول په پاڼوکې تصویرستادرورخــــساردی
ښکلازموږد دښتودکیږۍپــــــــلوشـــــــــــې تـــه یې

سپرلی دې درواري شي که داکم وي زه دې هم شم
سپرلی په تارنګین دی سره غوتۍپلوشې تــــه یې

سراب دساغرڅه وي دزړه تنده لاسیـــــــــــواکــــړي
زمادتږي زړه سرابې مئ پــــــلــــوشـــــــــې تــــــــه یې

په سره جوړه کې سپینې دحمیددشــــعرمطلع شې
هغه ژاله لا له کې لیونۍ پـــــــلـــــــوشــــــــــــې ته یې

خدای مه کړه چې دبلې ناوې خیال پکې ویده شي
ارزوزمادسترګودډولـــــــــۍپــــلـــــوشــــــــې ته یې

ننواتېبشپړ شعر ولولئ

ننواتې

عبدالرحمان غضري

اوښــــــکې ننواتـــــې کـــــــړم که سترګې ننواتې کړم
یاره که ته وایې دابه غبرګې نــــــــــــنواتــــــــې کـــــړم

ستادپیغلتوب په محرابونوکې بـــــــــــــه ورغــــــړي
ځان سره به شپې دشیخ بزرګې نـــــــــــــنواتـــــــې کړم

ستادې په ماپوروي دزهرادځوانۍ ســــــــــــره غــزل
یوواربه وږمې په ناړد درګې نـــــنواتـــــــې کــــــــــــړم

هو، به یې ځواب وي یارپښتون دی انکارڅه مانا؟
زه چې پرې داښکلې زړې ګرګې نـــنواتــــــــې کــــړم

غواړي غضري هغه له ما دشباب ســــــــره کــــــسي
زه مې پرې دامړاوې ځوانې څرګې ننواتې کــــــــړم