د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالرحمان غضري شعرونه

ميوه مينه

مورې زړه مې سوړدی لږیې تودکړه په تــــوده مینه
ستړی دی دژوندناخوالو وړې ترې خـــــــــوږه  مینه

پریږده چې لږوژاړمه ورسته مې بیاښکل کــــــړه ته
اوري مې په زړه دماشوم تـــــــــــوب وړه وړه مـــــینه

ګورم دټیکري تـــــــــــه الـــــــه ژرپـــــــلـــــــــو راواړوه
خلاص یې کړه اوراکړه تــرې یوڅودانې میوه مینه

خیردی که ترمنځ موهیوادونه اوسیـــــــــندونـه دي
لمونځ چې مورې وکړې په دعــــــــاکې رالیــږه مینه

مورې له تالري داژوندون راتــــــه ژوند نـه ښکاري
خدایږوڅنګه درشمه چې ښکل دې کړم کعبه مینه

دلته چې له چاسره مور وویـــــــــــنم نـــــــــــــولیـــږمه
نورخومې وس نه وي رابه زړه کړم ستازړه مـــــــینه

مینه مینه اوسه زماترژونده زمــــــــاخـــوږې مورې
ستاپه ژوندژوندۍ ده زمادژوندخوره وره میـــــنه

ربه غضري درنه په ژوند کې نورڅـــــــــه نــه غواړم
مورراسره پریږده درنه غواړم دغه یـــــــــوه مـــــینه

د شاعر نور شعرونه ←