پښتو ادب · شاعران
مشتاق رحیم
د مشتاق رحیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دآدم بچو چې وينــــــــې د ېــــــوبـــــــــــــل توې كړې
دوران وېجاړكابـــــــــل په تن باندې لرزې راځي
ګلونه مړاوي كړې شول اوهم وږمې شوې قتل
زمــــــادبــــــــــڼ دخپـــــل ماليار څخه ګيلې راځي
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
ښځهبشپړ شعر ولولئ
ښځه
مشتاق رحیم
ته چې مور يي نو دعا يې
د بچيو دې دنيا يې
او دژوند چې شې ملګرې
ټوله مينه او وفا يې
ته چې خور شې نو هر څه شې
ته د ورور ټوله متاع يې
تاته لور هم ويل كيږي
ته د پلار د زړه رڼا يې
دتحسين سبب يې ته يې
د نړۍ ټوله ځلا يې
چې دې هر رنګ كې انځور وي
د رحيم د بڼ ښكلا يې
موسكابشپړ شعر ولولئ
موسكا
مشتاق رحیم
نن بيا زما وطن ته خوشحالي ده په موســـــــــــــــكا
په ځوانو اننګو كې مې مستي ده په مـــــــــــــوسكا
سمسور به ېې باغونه شي او غوټــــــــــــــــــۍ ګلونه
ماليار مې دچمن دې پسرلي تـــــــــــــــه په موسكا
له ډيرهجر نه پس زه او محبوب يو،يو ځاې شوي
ده وصـــــــــــــــــل په سبا كه روښناي ده په موسكا
چه هسكې مـــــــــــــو شملې د شمله ورو شولې بيا
نن بيا زمونږ جـــــــــــرګـــــــو ته مشري ده په مسكا
كوي غريب رحيم هـــــــــم پـــــــــــــه وياړ سره خبرې
دا ځكه چې يي غره افـــــــغــــانــــــــي ده په موسكا
مورېبشپړ شعر ولولئ
مورې
مشتاق رحیم
مورې ستا دې لوړ مقام نـــــــــه شـــــم قربان
درواري مې شه له تــــــانـــــــه ټــــــول جهان
ګراني موري ستا عظمت ته مې سلام دي
ته ده لوړو عظمتونـــــــو يـــــــي نـــــــــښان
پروادار زه دژوندون دستونــــــــــــزو نه يم
كه مې مل وي يو ملګرې ســــــــتا په شان
ما اخيستې هر قدم ستــــــــــــا په دعا دي
بريالې كړم ستا دعــــــــــــا په هر امتحان
هغه څه چې ستا ترپښو لاندې دي مورې
تري يي غواړم كه يې راكړي پاك سبحان
ستا سبـــــــــــــق دانسانيت كړې كمال دې
ګنې زه رحيـــــــم بـــــــــــــه كله واې انسان