د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مشتاق رحیم شعرونه

ښځه

ته چې مور يي نو دعا يې

د بچيو  دې     دنيا يې

او دژوند چې شې ملګرې

ټوله  مينه    او  وفا يې

ته چې خور شې نو هر څه شې

ته د ورور   ټوله   متاع يې

تاته لور هم     ويل    كيږي

ته  د پلار د زړه   رڼا يې

دتحسين سبب يې ته يې

د نړۍ    ټوله      ځلا  يې

چې دې هر رنګ كې انځور وي

د رحيم  د   بڼ     ښكلا    يې

د شاعر نور شعرونه ←