افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
موسكا
نن بيا زما وطن ته خوشحالي ده په موســـــــــــــــكا
په ځوانو اننګو كې مې مستي ده په مـــــــــــــوسكا
سمسور به ېې باغونه شي او غوټــــــــــــــــــۍ ګلونه
ماليار مې دچمن دې پسرلي تـــــــــــــــه په موسكا
له ډيرهجر نه پس زه او محبوب يو،يو ځاې شوي
ده وصـــــــــــــــــل په سبا كه روښناي ده په موسكا
چه هسكې مـــــــــــــو شملې د شمله ورو شولې بيا
نن بيا زمونږ جـــــــــــرګـــــــو ته مشري ده په مسكا
كوي غريب رحيم هـــــــــم پـــــــــــــه وياړ سره خبرې
دا ځكه چې يي غره افـــــــغــــانــــــــي ده په موسكا