د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صديق الله بدر

د صديق الله بدر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

صديق الله بدر د ارواښاد بهادرشاه زوى، په ۱۳۴۸ لمريز كال د ننګرهار ولايت د سره  رود  ولسوالۍ د بر سلطانپور په يوه روحاني كورنۍ كې زوكړى دى.
لومړنۍ زده كړې يې تر درېيم ټولګي پورې پخپل كلي كې او پاتې نورې لومړنۍ او منځنۍ زده كړې يې تر لسم ټولګي پورې د كابل د سيدجمال الدين په لومړني ښوونځي، د پنځه سوه فاميليو ښوونځي، د خيرخانې او عمر شهيد په ليسو كې بشپړې كړې دي. تر هغه وروسته يې د مخابراتو په تربيوي مركز كې مسلكي زده كړوته مخه كړې او په ۱۳۷۰ لمريز كې دغه زده كړې يې د اقتصادي ستونزو له كبله، د وروستۍ ازموينې په درشل كې نيمګړې پاتې شوې او په نظامي برخو كې يې رسمي دندې ته مخه كړه. د۱۳۸۱لمريز په لومړيو كې يې تر ازموينې وروسته له نوموړي مركز څخه د راډيو او تلوېزيون له څانګې د څوارلسم ټولګي د فراغت سند تر لاسه كړ.
بدر له وړوكوالي له شعر او شاعرۍ سره مينه درلوده، خو لومړنى شعريې په اتلس كلنۍ په ۱۳۶۶ كال كې ليكلى دى، چې يو بيت يې دا دى.
د زړه وينه مې د هغو ګلو رنګ دى
په وږمو يې چې ناارام زړګى قرار شي
د لومړي شعر تر ليكلو وروسته مطبوعاتو ته يې مخه كړه او له هغه وخت نه تر اوسه ګڼ شعرونه، لنډې كيسې، په پښتو او دري ليكنې ( ادبي، څېړنېزې او سياسي) چاپ شوې دي.
بدر له ۱۳۸۱ نه تر اوسه پورې په كليد ګروپ كې په ژورناليستكي هڅو بوخت دى او د ۱۳۸۴ لمريز كال له نيمايي تر دې دمه پورې د كليد اوونيزې مسوول مدير دى. كليد اوونيزه يوه ټولنيزه، سياسي او خپلواكه اوونيزه ده، چې له كابل نه خپرېږي.
سربېره پر دې نوموړى په افغانستان كې د نړيوال ژورناليزم د مركز، د جنوبي اسيا يا سارك ټولنې د غړو هيوادونو د ژورنالستانو د ټولنې، د شاد كره كتنې د ټولنې د رئيسه هئيت او د خوشال فرهنګي ټولنې او د افغان ادبي بهير غړيتوب هم لري.

د بدر چاپي اثار دا دي.
- د غشو تنده: شعري ټولګه، ۱۳۷۷ چاپ
- ستا به خوښه شي كه نه؟: د ځوانو شاعرانو تذكره، ۱۳۷۷ چاپ
- آئينه: د دري ژبو ليكوالو د لنډو كيسو غورچاڼ: سريزه او راټولنه، ۱۳۸۱ چاپ
- نامتو څېرې: په پښتو او دري، لومړى ټوك ۱۳۸۲چاپ
- د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو ټولګه، لومړى ټوك، ۱۳۸۲
-  د سيمو تاريخي جغرافيه: له علامه رشاد سره د مركو بشپړه ټولګه( لومړى او دويمه ټولګه)، ۱۳۸۴
- تته كړيكه: د لنډو كيسو ټولګه، ۱۳۸۵

ناچاپ اثار:
د علامه رشاد ژوند او اثار
نامتو څېرې، دويم ټوك
د شعرونو دوې ټولګې
د لنډو كيسو دوې ټولګې
د لونګو دريڅې: د پښتو معاصر شعر ارزونه او پېژندنه
څېرې او مركې: د پښتو د معاصرو پېژندل شويو ليكوالو او شاعرانو د مركو ټولګه
ګلونه، ګلووييونه: د ادبي او څېړنيزو ليكنو ټولګه

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

29 خپاره شوي شعرونه

ظلمبشپړ شعر ولولئ

ظلم

صديق الله بدر

په دې زه نپوهېږم
دا ظلم ولې كوي
دغسې ولې وايي
چې زه يوازې يمه
خير!
ورته به څه ووايم
هغه خبره نه ده
ښايي ما نه پېژني
ښايي هغې زړګيه
چا سره هم
هيڅكله سترګې جنګولې نه وي
او دا ورته ښكاري نه هيڅ
چې زه يوازې نه يم
زما په زړه
زما په ذهن
او په خيال كې يوه دنګه اوسي
چې په هر دم او قدم
هميش وي مله راسره
راسره خاندې او خبرې كوي
خو هغه ظلم كوي
او بس همدا
يوه خبره يې ده
چې زه يوازې يمه
خو زه يوازې نه يم
ما سره مينه مې ده
۱۳۸۸،۶،۱۸

زما زړهبشپړ شعر ولولئ

زما زړه

صديق الله بدر

پېژنم يــــــــې ښـــــــــه جانانه ما ته معلومېږي، زړه

وايې خلــــــه نور ستا دې وي له تا سره جوړېږي زړه

دا منـــــــــــــم زمـــــــــا دى خو له ما سره رغېږي نه

عشـــــــــقه دا خو ته يې چې په ژبه دې پوهېږي زړه

تا پســـــــــې اوبه اوبه، اوبــــــــه شولو كه ګورې يې

راشه اوښكـې اوښكې مې له سترګو نه توېېږي زړه

ها چې ماشــــــــــــومان وو لا او لاس نيولي ګرځېدو

پوه به شوم، چې هر نظر سترګې سترګې كېږي زړه

بدره ښـــــــــــــــــــــــه يې پېژنم يو عمر مو ژوند كړى

تېر به شـــــــــي له ما نه خو له عشقه نه تېرېږي زړه

۵، ۶، ۱۳۸۸

ژوندبشپړ شعر ولولئ

ژوند

صديق الله بدر

اوښكې مې په سترګو كې ډنډېږي ژوند

 

دا خــــو ستا له مخه مې خوښېږي ژوند

 

هـــــــــــــره لاره ستا منزل ته رسي خو

 

لار پــــــــــــه لاره ما سره سوځېږي ژوند

څومره، چې ترخه شې لا خوښېږې مې

چا ويـــــــــــل، چې نه به لا خوږېږي ژوند

راشه يـــــــــــوه خبره مې په زړه كې ده

راشه، چــــــــــــې خبره پاتې كېږي ژوند

یار شته دى خو زړه كې چې دا هم نه وي

ځاى پـــــــــه ځاى ولاړ دى كه تېرېږي ژوند

زړه ته بدر كـــــــــــم دى خو چې راشې ته

دا لېـــــــــونى خوښ دى، چې ډېرېږي ژوند

ګيلهبشپړ شعر ولولئ

ګيله

صديق الله بدر

 ځان را ته بد ښکارېږي

 چې در ته دا ليکمه
زه در نه تش، ګرانې یو څو قدمه
لرې يمه
ته راسره يې 
ته مې د سترګو په هنداره کې شنه
او زه لګيا يمه بس هره شېبه 
پخپلو اوښکو دې تصوير وينځمه
زړه دې دا څنګه مني
چې تا به هېره کړمه. 
 
۱۳۸۹.۲.۱۹
د شپې  اته بجې او څلوېښت دقيقې
بېګاه،زړه او ژړابشپړ شعر ولولئ

بېګاه،زړه او ژړا

صديق الله بدر

بېګاه مې زړه سره وم
بېګاه مې ډېر وژړل
څومره دي سخت
دا اوسېدل زړه سره
 
۱۳۸۹/۴/۱۴ ماسخوتن نهه بجې

وياندې سترګېبشپړ شعر ولولئ

وياندې سترګې

صديق الله بدر

زړه ته مې ډېرې دي راوړاندې سترګې
سترګې دي ستا په ټولو باندې سترګې
خود به له زړه درته اوبه اوبه يم
داسې چې سترګې سترګې خاندې سترګې
ښکلې له ډاره سترګې نه اړوي
څنګه دې نورې کړې رالاندې سترګې
ښه ده ساته ته د خبرو روژه
دي اخترونه دې وياندې سترګې
جانانه داسې لږه سخته نه ده
چې دې همېش مې بولي ساندې سترګې
د بد نظر سيورى پرې خپور چې نه شي
کړم به دې سترګو لره سپاندې سترګې
د وچکالۍ غم به  ګرېوان په څه کړي 
مينې راکړې دي بهاندې سترګې
بدره لورېږي د جانان راباندې
داسې چې ګرځمه ژړاندې سترګې
۱۳۸۹ د روژې لومړۍ ورځ

سختهبشپړ شعر ولولئ

سخته

صديق الله بدر

زه دا منم، زه به يوازې ښکارم
خو زه يوازې نه يم
ما سره زړه دی زما
چې ډېر په تنګ شم کله
زړه ته مې وژاړمه
ښه، چې دا زړه خو مې شته
که نه يوازې به نو ډېر تنها وم
۱۳۸۹/۴/۳۱

مينهبشپړ شعر ولولئ

مينه

صديق الله بدر

مينه په وينه کې وي
ته مې په وينه کې يې
***
زه په همدې مينه کې
کومه شېبه کې، چې راياده مې شې
چې تا احساس کړمه او ودې ګورم
د خپل وجود مې پرې کوم يو يو رګ.

۱۳۸۹/۴/۱۵ ماسخوتن نهه بجې

تهبشپړ شعر ولولئ

ته

صديق الله بدر

ته يو کتاب يې
ته يو د مينې کتاب
زه چې د دغه کتاب هره پاڼه
سوکه سوکه ګورمه
وېرېږم هسې نه، چې ژر تمام شي.
۱۳۸۹/۶/۹ د شپې اووه نيمې بجې