پښتو ادب · شاعران
حفیظ همیم
د حفیظ همیم پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
زړه خورمه، تاوان کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
ظلم پر خپل ځان کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
لیکې پر اوبو را باسم، بيرته غواړم ته راشې
دا څنګه ارمان کوم؟ پوهېږم چې ښه نه کړم
ته هم مجبورۍ لرې او زه هم در معلوم يمه
هسې بد ګمان کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
تا نه چې د زړه راټولولو بندوبست کوم
ستا د مرګ اعلان کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
ستا خبره سمه ده، چې هېڅ نه بدلوي، مګر
غم کوم، خپګان کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
تاته انتظار، ته وا په شنه اسمان هميمه
هيله د باران کوم، پوهېږم چې ښه نه کړم
د سلواغې ۹مه، ۱۳۹۷ کال
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
حفیظ همیم
عجيبه غوندې کانې راباندې کېږي
حافظه مې ده بايللې په يارۍ کې
کله کله مې عينکې وي پر سترګو
مګر زه ورپسې ګرځم المارۍ کې
عجيبه غوندې کانې راباندې کېږي
کله کله را نه خپل نوم اشتباه شي
سلامت دې وي ملګري چې ساکت وي
خو زما پخپله ځانته خندا راشي
عجيبه غوندې کانې را باندې کېږي
اندېښنې د زړه مې دومره زياتې شوې
دروازه بنده کړم، بيا بيا پرې ورګرځم
وايم هسې نه، وي خلاصه پاتې شوې
د خبرو تسلسل مې خراب شوی
په کاغذ ليکلی خط لوستلی نه شم
راته خپله څېره بل رنګه ښکارېږي
ائينه کې ځانته سم کتلی نه شم
کله کله مې ژور سوچونه يوسي
دا مې هېر شي چې ته چېرته يې زه چېرته
تا پسې يمه يوه داسې ځای ته تللی
چې د ځان پر لور مې زړه نه راځي بېرته
کله کله مې په زړه دومره بار پروت وي
لکه چا چې وي لوی غر ورباندې ايښی
کله کله مې دا ښۍ اوږه درنه سي
داسې وي ته وا تا سر ور باندې ايښی
د مرغومي ۲۱مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
په محفل کې به خبره، د خپل زړه را باندې وکړې
لېونتوبه دا دې زور دی، نور به څه را باندې وکړې؟
چې ته نه راځې نو ماته، وايه مه چې صبر وکړه
که تر اوسه مې کاوه اوس به يې ښه راباندې وکړې
څومره ژر احساساتي شم، څومره ژر ژر غوسه کېږم
بويه رحم پر ځان وکړم، که غږ ته را باندې وکړې
ته هم وايې چې له خپله عمره مخکې زړه شوې
که ما ووينې هم شک به د زاړه را باندې وکړې
ته چې لري شې رژېږم، په قسم که بل رقم وي
رانژدې چې شي تاثير لکه اوبه را باندې وکړې
هغه رنګ اغوستی نه شم، ځوروي مې، چې ستا خوښ و
نه نور سپين کالي هميمه، نه به سره را باندې وکړې
د مرغومي ۱۹مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
ډک زړهبشپړ شعر ولولئ
ډک زړه
حفیظ همیم
دا ډېر عمر مې زړه تنګ و
دا ډېر عمر داسې ومه
لکه ورک چې را نه څه وي
او يا چا ته يم په تمه
دا ډېر عمر مې زړه ډک و
د ژړا پلمه مې غوښته
يا د ورځې يا د شپې شم
لږ تنها، پلمه مې غوښته
دا ډېر عمر منتظر وم
چې خبرې ته به راشې
را نه و به پوښتې ولې
زړه دې تنګ وي چې تنها شې
دا ډېر عمر مې زړه غوښتل
ما وې ښه به درته ژړام
درته زړه به تشومه
او له زړه به درته ژاړم
دا ډېر عمر مې ولاړې
اوښکې سترګو کې ساتلې
منتظر وم چې يې توی کړم
ستا پښو ته غلې غلې
کمزوري مې در اظهار کړم
درته ووايم په نره
ژوند بې تا کولای نه شم
ګوره ته دې يې خبره
که مې پرېږدې که مې هېر کړې
خو له ما نه، نه هېرېږې
زه هغسې لېونی یم
ته مې هغسې يادېږې
دا مې اوښکې دي، دا زه يم
دا مې درد دی، دا مې زخم
چې مې پرېنږدې يوازې
زما زړه کې ګرځي وهم
تسلي کې تلوار مه کړه
ما لږ پرېږده مخکې ځمه
ماته بله ډالۍ راکړه
زه په اوښکو څه کومه
مهربانه غږ دې اورم
زندګي ته مې زړه کېږي
داسې یم لکه په دښت کې
چې باران په چا اورېږي
دا ډېر عمر منتظر وم
ددې ورځې د راتللو
چې زه ژاړم، او له تا
سره څه نه وي د ويلو
وېرېدلې راته ګورې
او ژړا وي درنه هېره
لاس مې غاړې نه راتاو کړې
او دنيا وي درنه هېره
راته ووايې هميمه
را په خود شه دا ته څه کړې
ژړا تا سره نه ښايي
او که ژاړې نو ښه نه کړې
سر مې ونيسې لاسو کې
او پر خپل ځنګون يې کېږدې
يا خپه يې يا ډار شوې
حس کوم دې ټوله رېږدې
په وېښتانو کې مې ګوتې
تېروې، را ته غږېږې
وارخطا يې راته ناسته
په خبرو کې بندېږې
د جدي ۹مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
ستا د بيا ليدو لپاره سا سپموم ژوند کوم
ژوند راته حيران دی چې دا زه څه رقم ژوند کوم
شک مې شي په مينه چې به موږ ګني تمثيل کاوه
بېل شوو، خو ته هم ژوندۍ يې، دا دی زه هم ژوند کوم
ورک کړم ماديت د مهالوېش وړو خانو کې زه
هره ورځ له خپلې برخې څو وارې کم ژوند کوم
ډېر کارونه شته چې بايد پرې يې ږدم که ته راغلې
نيت مې دی چې بيا به د سړي غوندې سم ژوند کوم
نه دومره خراب يم لکه خپله حافظه، او نه
ستا د لنډو زلفو په څېر اوس منظم ژوند کوم
هغې بې وفا باندې نو اوس هميمه څه وکړم
بس خپلو جذبو ته ټيټې سترګې کسم ژوند کوم
د لېندۍ ۱۴مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
ما ناز وکړ او تا بې پروايي وکړه بس خلاص
همداسې مو شروع د جدايي وکړه بس خلاص
چا وې د زندګي نظم په څه شي خرابېږي؟
ما وې لري له ملکه اشنايي وکړه بس خلاص
له ماسره يې زړه دومره تنګ شوی، نژدې ومري
ما پرېږده، نن مې غم د تنهايي وکړه بس خلاص
ته خوند اخلې چې زه یم منتظر درته همداسې
خو نن راته خبره نهايي وکړه بس خلاص
نه ما غوښتل نه تا چې دا کيسه به ترې جوړېږي
ستا بېړه وه او ما وارخطايي وکړه بس خلاص
هميمه زما ځواب ته منتظر مه پاتې کېږه
یو غږ راباندې هسې هوايي وکړه بس خلاص
د مرغومي ۳مه، ۱۳۹۷ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
جهان ټول دېوال دېوال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
نا ممکن پکې وصال دی، زه نهيلی شم که نه شم ؟
طلايي وېښتان دې ګوره، پکې سپين تارونه ښکاري
نن مې پام شو دا څه حال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
د راتلو وعده دې راکړه، خو لهجه دې وه بدله
اوس مې ذهن کې دا سوال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
ضرورت هر وخت اول وي، عشق دويم په دې وطن کې
دا زموږ ژوند يې مثال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
هغه سترګې چې پر سر يې، زه له ټولې دنيا تېر شوم
اوس د بل د کور مشال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟
شاته هم راګرځېدل، هميمه اوس اسانه نه دي
مخته تګ هم لوی جنجال دی، زه نهيلی شم که نه شم
د لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۷ کال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم
وخت يې دی اوس چې يوه ناره وکړم خو نه يې کوم
تا پسې منډه دوباره وکړم خو نه يې کوم
دليل يې نشته، مګر زه پر دې پوهېږمه چې
څنګه د خپل زړګي چاره وکړم خو نه يې کوم
محفل اوس جوړ شو، ته هم راغلې، مصلحت هم دا دی
چې لږ نور کېنم، ننداره وکړم خو نه يې کوم
چې څوک پوه نه شي، بايد درکړم په غزل کې پيغام
د خپل احساس مظاهره وکړم خو نه يې کوم
دا خو د مينې غوندې نه دی، ستا په تګ هميمه
کېدای شي وير ښه په ښکاره وکړم خو نه يې کوم
د سلواغې ۱۵ مه، ۱۳۹۶ کال، کابل
د ډبرې عصربشپړ شعر ولولئ
د ډبرې عصر
حفیظ همیم
يوويشتم قرن يوازې يو حساب دی
نور خو هغه د ډبرو زمانه ده
د انسان وحشت هماغسې په زور کې
محبت لږ اسطوره لږ افسانه ده
ذهنيت د خلکو کلک لکه د کاڼو
عاطفه يې ده سړه لکه د واورې
په رګو کې يې نفرت پر ځای د وينو
ضرورت يې يا اوبه دي او يا خاورې
مجبوريت د غلامي معاصر نوم دی
ضرورت لکه سا ګرځي رابطو کې
احساسات دي، که جذبات دي او که مينه
په روپيو تمثلېږي په فلمو کې
محبت يو بې مانا غوندې مفهوم دی
خواخوږي کار د بېوسه انسانانو
زړه تړل په چا پسې ده ځانوژنه
او يا کار له عقله خلاص د لېونيانو
زندګي د کمپيوټر د کيبورډ غږ دی
که دا غلی شي نو سا به څوک وانخلي
د کېمرې لينز د ژوند هغه دريڅه ده
چې دا نه وي نو رڼا به څوک وانخلي
زړونه داسې زنګ وهلي دي چې حتی
د ناشناس د غږ خواږه حس کوای نه شي
خلک ستړي بې دليله له يو بله
که يې زړه هم غواړي چا پسې تلای نه شي
بس همدا چې د ډبرې عصر نه وي
له دې پرته وايه نور نو څه کېدای شي؟
ستا نظر څه دی، لا څو پېړۍ به غواړي
ته منې چې د انسان سوچ ښه کېدای شي؟
د لیندۍ ۱۱ مه،۱۳۹۶ کال، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
حفیظ همیم