د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفیظ همیم شعرونه

غزل

جهان ټول دېوال دېوال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟

نا ممکن پکې وصال دی، زه نهيلی شم که نه شم ؟

 

طلايي وېښتان دې ګوره، پکې سپين تارونه ښکاري 

نن مې پام شو دا څه حال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟

 

د راتلو وعده دې راکړه، خو لهجه دې وه بدله 

اوس مې ذهن کې دا سوال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟

 

ضرورت هر وخت اول وي، عشق دويم په دې وطن کې 

دا زموږ ژوند يې مثال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟

 

هغه سترګې چې پر سر يې، زه له ټولې دنيا تېر شوم 

اوس د بل د کور مشال دی، زه نهيلی شم که نه شم؟

 

شاته هم راګرځېدل، هميمه اوس اسانه نه دي 

مخته تګ هم لوی جنجال دی، زه نهيلی شم که نه شم

 

د لېندۍ ۳مه، ۱۳۹۷ کال

د شاعر نور شعرونه ←