د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
د ښاغلي حفیظ همیم شعرونه

غزل

نور بايد زړه و نه خورم ملګريه! وايې ښه راته 

نه په لاس هغه راځي تر دې پس، نه خپل زړه راته

 

ماته دا دوعا مه کړه چې خدای دې چاره وکړه

دا که يې کولای نو پېرزو به يې وې ته راته

 

ستا غم د خطر غوندې هر وخت راپېښېدلای شو

خوب غوندې خو نه و چې له تلو پس نه راته راته

 

ته د وچو شونډو پر يوه مانا پوهېږې، بس

تږی نه یم هسې دې نيولې دي اوبه راته

 

مثلا يوه سخته معادله د رياضي حل شي

داسې احساس وکړم چې ته وګورې خواږه راته

 

ته هم ملامته نه وې، ما به تل يو سوال کاوه

زه هم ملامت نه وم تشویش به رالوېده راته

 

لږ خلک هميمه، په مانا ددې جملې پوه دي

څوک چې چاته ووايې، ته ووايه يو څه راته

د تلې ۱۲مه، ۱۳۹۶ کال، کابل

د شاعر نور شعرونه ←