پښتو ادب · شاعران
مصطفی امن
د مصطفی امن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
جوړچې پرې مدام د اوښکو څــــــــــلې دې
هغه وران زموږ د مینی کـــــــــلـــــــــــې دې
ترخه د ګودر دی شوه توتــــیــــــــا رالـــــــه
ستا د حسن نور پری غوړیــــــــدلـــــی دې
شعرونه
9 خپاره شوي شعرونه
د مینی کلېبشپړ شعر ولولئ
د مینی کلې
مصطفی امن
جوړچې پرې مدام د اوښکو څــــــــــلې دې
هغه وران زموږ د مینی کـــــــــلـــــــــــې دې
ترخه د ګودر دی شوه توتــــیــــــــا رالـــــــه
ستا د حسن نور پری غوړیــــــــدلـــــی دې
ستا په سرکو شونډو دوطن ســـــــانـــدی
غم چا په ګلپاڼو انځـــــــــــــــــورلـــــــې دې
ولي مو دمینې د ورشـــــــــــــــو هـــــوسۍ
ناست ښکارې په څوک کې ورته غلې دې
تـــــــــــــــــادرقیـــــــــــــــبانـــو د نظر په ډاډ
(امن ) له دزړه کابل ویشــــــــــــــــتلی دي
08.10.2004
ناروي
د ميني مشکاتبشپړ شعر ولولئ
د ميني مشکات
مصطفی امن
په نه خبره به د ميني ل پيمانه وځي
کله دا ښکلي هم بی سده شي له ځانه وځي
د ورک تقدير په بړبکو کی سرګردانه وي تل
کومه سپوږمۍ چی د خپل اصل له دورانه وځي
مشکات دميني رنګومه مينانو ته پری
هر يو حديث چی ستا د سترګو له بيانه وځي
چرته به نور ګلان د ژوند د رنګينو ښکلوي؟
چی تصور می ستا له شونډو او پيزوانه وځي
چا وې چی امن به د ښکلو سره غاړه يوسي؟
نن ئ قلم د شنو غزلو له ګريوانه وځي
٢٠٠٧,٩,٢٤
اوسلو _ ناروی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی امن
بيرته راوګرځه له تلو تيره شه
ځما د زړه له کړيدو تيره شه
دزړه چاودونکي انتظار په خاطر
د ديدن شپه شه په ليمو تيره شه
راشه نغمه د زاخيل واخله قدم
زمونږ د زړونو په پردو تيره شه
د ګل په غيږه کی به وځليږی
د پرخی اوښکی په اغزو تيره شه
غوټۍ ځواني به دي ګلاب ګلاب شي
يوځل د مينی له اوبو تيره شه
امن نه ستا تصوير نيمګړى پاتی
بيا يې د خيال په ائينو تيره شه
٢٠٠٧,٩,١٨
ناروی اوسلو
د حسن سيپارهبشپړ شعر ولولئ
د حسن سيپاره
مصطفی امن
زړه می په غيږه کی د حسن سيپاره اړوي
په ځان د ميني په روژه کی کفاره اړوي
دومره بيباکه ورته مه ګوره حساب ونيسه
د هر نظر اشنا په مونږه خساره اړوي
ياري د زور خبره نه ده دلته تيرنه وزی
خلک دښکلو سره وخت په ګوزاره اړوي
د حقيقت په ائينه کی بيلتون ځان نه ويني
په تن د ميني چی اغزنه کټاره اړوي
د هغه قام د بري لمر رابريدلې نه شي
چی خپل تقدير د حالاتونو په واره اړوي
دخيال باران د امن ستا په اننګيو وشو
د بوډۍ ټال دې د رنګونو ننداره اړوي
٢٠٠٧,٩,٢٣ همدا اوس
اوسلو _ناروی
نالوستې پاڼهبشپړ شعر ولولئ
نالوستې پاڼه
مصطفی امن
دسترګو لپه ئي د هيلو له دريابه ډکه
غزل ځواني د يار د ميني له کتابه ډکه
ما ئي په مخ کی هله رنګ د خپل زړګي وليده
چی په غصه شوه د ښکلا له انقلابه ډکه
نه يه قربان نه چا سندره زمزمه کړه ورته
د زړه حجره می له مطرب او له ربابه ډکه
زه د ښيښو سوداګر نه يم معنويت لټوم
ساقي پياله که راکوی را له شرابه ډکه
ما د نظر په ليک کی وروړل د زړګي سوالونه
بيرته نالوستی پاڼه راغله له ځوابه ډکه
په امن تور دی لګيدلې هسی هم د ميني
ورغاړوځه له کالو او له حجابه ډکه
٢٠٠٧,٩,١٨
اوسلو ناروی
دژوندون خبريبشپړ شعر ولولئ
دژوندون خبري
مصطفی امن
سکوت نه د احساس می دپاڅون خبري خيژي
د مړو له هديرو نه د ژوندون خبري خيژي
اشنا په ملامت کتو دی زړه ته ډيوه راوړه
له وچو ارزوګانو د لنګون خبري خيژي
ځما سپيری ځوانۍ بيا تصور ستا دمخ وکړو
لوټ شوی قافلی نه بيا ديون خبري خيژي
زاهده ورته ګوره له همدی ساده نظر نه
د عشق په مدرسه کی د فنون خبري خيژي
قدم ته ئ په مينه ليمه ځکه غوړومه
ښکالو نه د شملي ئ دپښتون خبري خيژي
زړګيه چي رسوا نه شی وقار د ميني ساته
د ښکلو له سخا نه د قارون خبري خيژي
ارمان به پوره کيږي امنه خيال ځماواصل شو
د عقل له ګريوانه د جنون خبري خيژي
١٣٧٤,٦,٣١
کابل
د ازادۍ لاربشپړ شعر ولولئ
د ازادۍ لار
مصطفی امن
په سکروټو پريوتل دي
په اغزو سينه مښل دي
دتيارو په لاره تلل دي
له تيارو نه راوتل دي
د چړو دڅوکو لار ده
په اورونو ورختل دي
دښامار د لکۍ ټال دې
شپی په غنو تيرول دي
په ژړا کښی مسيدل دي
غم په تورو غوڅول دي
دښايست ناوی ګټل دي
عشق په وينو رنګول دي
دخالونو سره کول دي
داوربل سينګارول دي
د اشنا د ميني خاوره
د زړه موټي کښی نيول دي
د وطن د مور اواز دې
له سرونو جاروتل دي
غورځيدل دي پاڅيدل دي
بيا له سره زيږيدل دي
پس له مرګه اوسيدل دي
تاريخونه جوړول دي
دغه لار د ازادۍ ده
په وطن سر ورکول دي
کابل٢٦ , ٥ , ١٣٧٤
بختور اختربشپړ شعر ولولئ
بختور اختر
مصطفی امن
نـه داسیل وې نه دا خوند وې
نــه د بــــل په خوښه ژوند وې
د ښـــکلا پـــــه اورستـــي وې
نه دا بـــــې روح هستـــــي وې
د کــنـړ د سینــــــد مستي وې
راکې میــــنــــه پــــر ستي وې
په ګودر باندې مـــــې لار وې
د منګو سره مـــــــــــې کاروې
له دیـــــــدن ډک مـــاذیګـــرنه
په څپو څپو کې ځــــــــــار وې
تل د هـــــــرې حـجرې ساه وې
د ښکلې غـــــــــــږ یکه ظاروې
د سره اوړي ســــــره غرمه کې
د سیند غاړې تــــــــه دیره کې
د اوګر وکاسې مـــــــو څکلې
شنه خوبونــــه مـــــو کـــولــې
رانه تـــاو خـــپــل وپردي وې
د څوکــــــــې مــــا زیګرې وې
له ساقې نـــــه ځـــــاریــــــدلې
چا تاکونه نه ســــــیـــــــزلـــــې
موږ د حسن میـــخـــانـــه کـې
د دیدن نیــشــــــــې کــــولــــې
چا باروت نه پیــــــژنــــدلــــې
موږ په سترګو ښکار کـــولې
داشنا د زړه کـــــــوتـــــــــــــرې
مو په مینه خـــــپــــل ولـــــــې
پــه یـــاقـــوتـــــو زمـــــــــــردو
مو جانان سینګـــــــار ولـــــې
په کتو کې مو پــــــیـر زو وی
هر پیغله مو دور خــــــــــووې
زه رباب ته مـــــــــــــې ادم وې
هر یو ساز مو د یـــــار غم وې
دوصال دمعـــــــــــــراج لور ته
په اخلاص مو هـــــــر قدم وې
په هر کور به مواختــــــــر وې
هراختر به بـــخـــــتــــــــور وې
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
مصطفی امن
راشي لکه اوښکه دبڼوپه ټال کښی وځانـــــــــــګي
پرخه شي د لمرد پلوشو په ټال کښی وځانــــــــــګي
ماته می دړنګ کلي سپرلي سترګو ته ودريـــــــــږي
ستا چی زيړ ګلونه دکمڅو په ټال کښی وځانــــګــي
وکړمه سجدی دصبر ډيری خو هيريــــــږي نــــــــــــــه
ماته می توبه کړي دتسبو په ټال کښی وځانــــــــګي
وربه کړي شاهي دمات کچکول په بدله بانــــــــــدی
څوک چی ئ د سترګو دپيالو په ټال کښی وځانګي
چرته هسی امن که د ژبی په ســــــر هــــــــــــم راشي
هيلی شي سندری دنغمو په ټال کښی وځانــــــګي