د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی امن شعرونه

د ازادۍ لار

په سکروټو پريوتل دي
په اغزو سينه مښل دي
دتيارو په لاره تلل دي
له تيارو نه راوتل دي
د چړو دڅوکو لار ده
په اورونو ورختل دي
دښامار د لکۍ ټال دې
شپی په غنو تيرول دي
په ژړا کښی مسيدل دي
غم په تورو غوڅول دي
دښايست ناوی ګټل دي
عشق په وينو رنګول دي
دخالونو سره کول دي
داوربل سينګارول دي
د اشنا د ميني خاوره
د زړه موټي کښی نيول دي
د وطن د مور اواز دې
له سرونو جاروتل دي
غورځيدل دي پاڅيدل دي
بيا له سره زيږيدل دي
پس له مرګه اوسيدل دي
تاريخونه جوړول دي
دغه لار د ازادۍ ده
په وطن سر ورکول دي

کابل٢٦ , ٥ , ١٣٧٤

د شاعر نور شعرونه ←