د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي مصطفی امن شعرونه

نالوستې پاڼه

دسترګو لپه ئي د هيلو له دريابه ډکه
غزل ځواني د يار د ميني له کتابه ډکه

ما ئي په مخ کی هله رنګ د خپل زړګي وليده
چی په غصه شوه د ښکلا له انقلابه ډکه

نه يه قربان نه چا سندره زمزمه کړه ورته
د زړه حجره می له مطرب او له ربابه ډکه

زه د ښيښو سوداګر نه يم معنويت لټوم
ساقي پياله که راکوی را له شرابه ډکه

ما د نظر په ليک کی وروړل د زړګي سوالونه
بيرته نالوستی پاڼه راغله له ځوابه ډکه

په امن تور دی لګيدلې هسی هم د ميني
ورغاړوځه له کالو او له حجابه ډکه

 ٢٠٠٧,٩,١٨
اوسلو ناروی

د شاعر نور شعرونه ←