د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

خيال محمد کټوازی

د خيال محمد کټوازی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

ښاغلی خيال محمد کټوازی دعبدالغفار زوی  اوپه کال ١٣٢٩ لمريز کي د پکتيا ولايت د مرکز د ښرنې د ملکانو په کلي کي زېږېدلی ، لومړنۍ زده کړي يې د ښرنې د علي بابا لېسه کي نوري زده کړي يې د رحمان بابا او لوړي زده کړي يې د کابل پوهنتون د ادبياتو د ژورناليزم په څانګه کي سرته رسولي .

 له کال ١٣٤٩ لمريز  کال څخه يې د راډيو افغانستان د خپرونو په ډېرو برخو کي کار کړی ، په کال  ١٣٥٥ کي د راډيو د خپرونو د لوی مديريت مرستيال او په ١٣٥٧ لمريز  کي د راډيو تلويزيون د وزارت معين او د سولي او پيوستون د ټولني ريس و .
 خيال محمد کټوازی د ١٣٨٥ لمريز کال په پيل کي داطلاعاتو او کلتور د وزير  په توګه وټاکل شو ، خو د همدې کال د جدي په شپږمه نېټۀ پر افغانستان  د شوروي اتحاد د يرغل نه وروسته  د هغوئ له خوا زنداني او د شورويانو د استعمار په ټول دوران کي د ببرک کارمل د څرخي پله په زندان کي کوټه قلف ساتل شوی و .
 په کال ١٣٦٧ لمريز کي د ګرباچف د بيا جوړوني د لاري له مخي د ډاکټر نجيب دملي روغي جوړي په دوران کي د څه ناڅه نهه کاله زندان څخه وروسته راخلاص او د يو کال وزګارۍ وروسته د باندنيو چارو  په وزارت کي د سلاکار وزير او څه موده وروسته د همدې وزارت  د معين په توګه په کار لګياشو  .
 په کال ١٣٧٠ لمريز کي په لېبيا کي دافغانستان د سفير په توګه وټاکل شو او بيا په لېبيا کي تر يونيم کال دندي وروسته هالنډ ته کډوال شو  ، او تر اوسه په نوموړي هيواد کي اوسيږي .
 ښاغلی کټوازی له ١٣٤٩ څخه تر ١٣٥٧ کال پوري د هيواد په ځينو خپرونو په تېره بيا په راډيو کي ليکني او څېړني لري .
چاپ شوي اثار :
 د رڼا بهير                   شعري ټولګه 
پرېشانه ولولې              شعري ټولګه
د ستورو ورا                 شعري ټولګه  
د مخترم خیال محمد کټوازی څخه یوه نړی مننه کوو چی د (پرېشانه ولولې)په نوم مجموعه یې زموږ ویب پاڼه په اختیار کې یې کېښودله

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

25 خپاره شوي شعرونه

هيلهبشپړ شعر ولولئ

هيله

خيال محمد کټوازی

دمـخ ډېوه دې بله کړه تيـــــاروته چـــــــــــې راځې

دزوندپه تروږمۍ کې مې  ليدوته چــــــې راځې

مشال د نيموشپو شه داشـــــــــنا دتنـــــــدي خالـه

دعشق په ر نګينو کې لګـــــېدوتــه چـــــــې راځې

دزهروبرخه بس ده نوره موږته په بل وېــــښ کې

ساقيه ! پام دې ونيسه پـــيالوته  چــــــــــې  راځې

دزړه دوينور نــــګ خومې دتادښـــــــکلا ياد شي

رېديه په دامان کې غوړېــــــد وته چــــــــــې راځې

چې ځان مې پې ستي شي نوزمــــــادمينې اوره

لمبـــــــــې درسره راوړه بلېدوته چـــــــــــــې راځې

چلــــــــېږه دزونــــــدون دســــــبا باده را چـــــــلیږه

ګلو نه مړاوي شوي دي غونچـــوته چــې راځې

په دغه سمند رکــــې خوپياوړي نهنګا  ن دي

پرديه لا مبــــــوزنه توپانو تــــــــه چـــــــــې راځې

په ساند وکـــې کمپوز  دی دسلګيو غږوه يې

مطربه په ناورین کی فریادو ته چــــــــی راځې

خمار دمینی راوړه لږ تسل دخواشیـــــــنۍ ته

جانانه په خاطر کې مې اسروته چــــــی راځې

هوس دخوشحالــی می لا فارغ له غمه نه دی

زما دزړه ملهمـــه ښکلیدو ته چــــــــــی راځی

ګوزار ته  ته دی نښان دغلیمانو ککرۍ شه

د«خیال»دموټـــی توری چلیدو ته چی راځې

هوډبشپړ شعر ولولئ

هوډ

خيال محمد کټوازی

دامینه دمجنـــون ده ، دریــــدلای ورتــــه نــــه شــــي

یـــاتـــــوره دپښتــــون ده ټینـــــګیدلای ورته نه شي

جنون دعاشـقــــي یــــې رهنـــــمـــــا دپلـــــټـــــون دی

سنــــګــــر یــــې دی نیـــــولی راوتــلای ورته نه شي

که هوډ دقربـانـــۍ دپـــــروانــــې درســـــره نـــــه وي

عشـــق بـــلـــنده ډیـــوه ده کــــړیـــــدلای ورته نه شي

دزړه له هــــره ټپـــه مـــو دویــــنـــــو فـــــوارې ځــــــي

شــــعــــار دازادۍ دی تـــــم کیـــدلای ورتــه نــه شي

د « خـــیــال » دزړه غوټۍ چې پرهرونه درته سپړي

داښکو له باران ســره کتـــــلای ورتـــــه نـــــه شـــــي

د اکبر تورهبشپړ شعر ولولئ

د اکبر توره

خيال محمد کټوازی

دغم برخې مې لیکې قلمه ولې  

                            پام دې نه را باندې نیسې ګرمه ولې

  چې پخپله یې پتنګ په اورستي کړ

                           ترګهیځه پورې ژاړي شمعه ولې

  داکبر دلاس وسله چې اوس خرڅېږي

                             ډک بوړی به دمېړانې ږدمه ولې۱

 چې  په خوله باندې مې نوم دهیوادراشي

                             تربڼولاندې مې ګرزې نمه ولې

 دوطن د ویاړ شمله مې راکوزېږې

                           لا تر اوسه نه ماتېږې زغمه ولې

 ستاپه چوف کې خومې تللي وونذرونه

                        هرسرکوزې ته دې اړکړم دمه ولې

په هیوادکې مې دوینو باران اورې

                         زه به ناست یمه دبل په تمه ولې

د«خیال »زړه خوڅه کوربه دهرشي نه دی

                          تل ترتله پکې مېشت یې غمه ولې

      ۲                                         

   -------------------------------

     ۱:بوړی =توپک  (دتوپک یوډول دی چې پخوا

 یې ډېراستعمال درلوداوتر نورو ګرانه هم وو .)

   په پښتولنډیوکې ډېر یادېږي  لکه :

  تردابوړي توپک دې جارشم

تړلی تا دی کږه زه له خیاله ځمه  

ښاماربشپړ شعر ولولئ

ښامار

خيال محمد کټوازی

نظر زما لـــه ورایـــــه پــــه ګلـــــزار ولګـــــــیــــــده

هر پل مې په ورتګ کې په انــــګار ولګــــــیـــــده

ازغی دبد مرغۍ مې چې دزړه  په غوټــــۍ راغی

خا ټول دامیدونو مې پــــــر هــــــار  ولګـــــیـــــده

زما دتن له وینو څـــخــــه لیـــــک دمـــیـــــنې نظم

دیار دسپینې غـــاړې ســـــره هــــار ولګــــــیــــــده

وصال دتورو سترګو چــــــــې هدف شو دغوښتنو

ارمان زما دعشق ســــــره خـــــمــــار ولګـــــیــــــده

ادراک دغــــمـــا زانـــو چــې امسا دبیلتا نه شـــــو

دمینې پــه هـــنـــداره کــــې غـــبــــار ولګــــیــــــده

چې لاس مو ورته ورکړ دباور په تفــا هــــم کــــــې

هر دوست مو له مطلب سره اغیار ولګــــــیــــــــده

حریف ته دسر تا ج دورکولــــــو پــــه بــــدل کــــې

دموږ په خزانو با ندې ښــــــا مـــــار ولګــــیــــــده

چې پیل دغمیزې دیر غــــل پــــه بـــنــــــا وشــــــو

دژڼو  له ســــــــــرونـــــونــــه منــــار ولګـــــیــــــده

یو شوق مې دخوندونو لټاوو په خپل شعور کې

الفـــت وو په تندي بـانــدې شعار ولګـــــیـــــــده

ګلبڼ دآذادۍ یې خړوب کړی دی پــه ویــــــنــــــو

افغان ته په وجدان کې افتخــــار ولګــــــــیــــــده

غو ټۍ به یې په غاړه کې ګلونـــه شــــــي دهیــــلو

مو سم د خیال دمینـــــې کــه بـــهـــــار ولګیـــــــده

امستر دام

خطربشپړ شعر ولولئ

خطر

خيال محمد کټوازی

نصیب وکړې هسې چارې په مـــــــــاباندې

 وبه نکوي انګار په وچې سپــــــــــــــانـــدې۱
دعزت کالي مې کاږې لـــــــــه بــــــــــــدنـــــه
 په لغتو مې وهي راپورې خــــــــــانــــــــدې
  زه له شرمه چاته حال وېیــــــــــــلی نـــــــشم
 برچه پک دي خدازده څه راباندې کــاندې
 تش زګروی کولی نشمه سخــــــــــــــــتي ده
 چې ټټرمې شو د اوښ ترسینې لانــــــــدې
دواړه لاس مې راتړي په ځنــــــځیــــــــرونو
ټېل وهي مې د اجل په لور وړانـــــــــــــدې
د رباب اودشپېلۍ نغمې ســــــــــړې شوې
 اوس په هره خواکې چیغې دې یـاساندې
 مورې پټه خوله دې ونـــــیسه خـــــطردی
 ورد«خیال»په قبرمه شکوه غړوانــدې۲
  ۷
   --------------------------
 ۱ : سپانده   = سپېلنی 

   ۲: غړواندی  = غړوندی = غاړه کۍ

لایې مږه بوليبشپړ شعر ولولئ

لایې مږه بولي

خيال محمد کټوازی

«یومتل دی وایي مکړه هغه منډه     ۱

                              چې لمن دې شې په کلې کې بربنډه»

دمېړانې دې کمی نشته افغانه

                             خوغمونه دې لیکلې دي په ټنډه

  «چې په لاس باندې وازیږي څه حاجت دی  ۲

                           چې په خوله یې خلاصوې تړلې ګنډه»                   

غلیمانوموبیاتي په لاس نیولې

                                 له هرلورې غوڅوي دوطن څنډه

 «لاتراوسه پورې مږه ورته وایي    ۳

                               دپټي ریشکه یې وخوړله غونډه»

 ستا له هرنګه ښېګڼوڅخه تېریو

                             خوداغله دې بېرته وباسه ګاونډه

  چې په تورودې وهو ویجاړبه نشې

                              کلک ولاړیې دافغان دلارې خنډه

  چې یې برخې له ازله راوېښلې

                          خدازده څه شوه دپښتون دنصیب ونډه

 «ستا دپوهې په سمندپورې  یې اړه   ۴

                       چې دبخت بګۍ به څوپوري وي رنډه »۵

 که هرڅودې تشوو نه خالي کېږې

                        لاتر پیڅوپورې ډک یې د ویرډنډه

 دزړګي دخندا ګل مې نه غوړېږې

                     په هرمټ باندې مې بارده دغم پنډه

ستاله پت سره به پایود«خیال » ژبې

                      دپښتون دتوکم مورې مه شې کونډه ....

 ۱: وایي مکړه هغه منډه چې سومبۍ دې شي بربنډه

 ۲: غوټه (ګنډه)چې په لاس خلاصیږي  خولې ته

 څه حاجت دی  .  

  ۳:دپټي ریشکه یې ټوله وخوړه دوئ یې لا مږه بولي  

۴ : سمند =   آس = نیلی  (د آس یو ډول دی)

 ۵ : رنډ=نه منونکی=ځېل کونکی=رېنګه کونکی  

مرغلرېبشپړ شعر ولولئ

مرغلرې

خيال محمد کټوازی

که لرې رانه پاته دې که برې رانه پاته
                                             دزړه دواړه ټوټې مې برابرې رانه پاته
 په ځالودګوربتوکې چرګوړې مېشته شوې
                                          دچتکوپه منګولوکې کوترې رانه پاته
پردیویرغلونوکړم له ساندوسره روږدی
                                            له ډول اوله اتڼ سره سندرې رانه پاته
 نسیم یې له پلوسره خوځښت کولای نشو
                                          دږیروپه تاړاک کې خیالیګرې رانه پاته
 نږدې ورته ورتلای نشم له زهرو یې وېرېږم
                                         په ستونې دښامارکې مرغلرې رانه پاته
واټن دپردېسیومې دهیلوزمری وژنې        
                                        وطن مې ترغدیولاندې لرې رانه پاته                      
 له تېکې څخه توره مودبل په امر وزي             
                                          بدله زمانه شوله ډغرې  رانه پاته
                 د«خیال »دزړه شاهین دی دهواپه لټه پایي
                     دښکارپه تورولوموکې وزرې رانه پاته
ناڅيبشپړ شعر ولولئ

ناڅي

خيال محمد کټوازی

ستا د سروسترګوخمارته په پیالو کی شراب نــــاڅــي

دګوګل دننی زړه می په لمبو کی کبـــــــاب نــــــــــاڅــي

مطرب سری سترګی راغلی دعــــــــدم سړی ثـــنــــا تــه

شاباز ساندی ورته راوړی په سلګو کی درباب ناڅــي

چاته وینې مستي ورکړي څوک دمیــنې لیــــوني شـــي

ګل په څانګه کې نڅیږي په اوبو کې حــــــبـــاب نـــاڅي

جنګ په غرونو کې غالب شو غلیم تیښته وکړه شـــــاته

بری خاندې په میدان کې په غرمــــو کې ســــراب ناڅي

ویر په کلې کې دیره شو ښار داور پــه انګار ســــــوځي

شیخ دتخت مینې مست کړی په بنګلو کې جناب ناڅې

کوڅې ورانې کړې ببروپه ریا کې ویــــــــنــــــــــې ژاړي

شفا رنځ ورسره راوړ په اسرو کې خــونــــــــــاب نـاڅـي

په بریتوکې دې سپین خلې«خیاله»وخت رازیږولـــې

عشق دعمر غلام ندی په میړو کې شــــــباب نـــاڅـــي

پښتوبشپړ شعر ولولئ

پښتو

خيال محمد کټوازی

ځوانه که پښتو وايې نو ښه پښتو به وايې

                                 دغه دجنت له خواتوښه پښتوبه وايې

 ته د درنوغرونوپه لمنوکې لوی شوی یې

                                 سپکه خوبڼکه ده،درنه پښتو به وايې

 ښه يې له پرديوزیږوتوروڅخه وچڼه

                               ستا ژبه سپېڅلې ده سوچه پښتو به وايې

 داد ګلو ونه چې وطن پرې ښکلی شوی دی

                             څانګې ورنه مه شکوه نګه پښتو به وايې

 اوس يې چې ګرېوان ته تورلاسونه ورلوېدلې دې

                           ښه په لمن پاکه پښتنه پښتو به وايې

 ژبه خوپسول ده د ولس دښکلا ناوې ته

                        ګل غوندې سمباله په ګاڼه پښتو به وايې

 ځنې غمازان يې د اوګرې غوندې لړي سره

                        ستا څخه مې هیله ده خوږه پښتو به وايې

 بیايې دنړۍ له سترو ژبو سره سیاله کړه

                     ځانته که افغان وایې کره پښتو به وایې

 ښکلې امېلونه دشعرونو ور په غاړه کړه

                    «خیاله» ښه مهینه ښایسته پښتو به وایې

قربانيبشپړ شعر ولولئ

قرباني

خيال محمد کټوازی

پـــــه غبر ګو زولنو کې له اختیار سره  درځم

ستا غیږې ته مـــرګیه له ایـــــثــــار سره درځــم

نو بت ته دې ولاړ یمه دنــــیل حــریصـــــه روده

لږ صبــــر  راتـــــه وکړه له سینګار سره درځــــم

زما دزړه لـــــه کــــومې دمنصور ارواته وایــــه

مـــــزار تــــــه دې په غاړه کې له دار سره درځـــم

دحـــــــــق ادا کول خو قرباني دځواني غــــواړي

ارمانه صدقې تــــــه له مـــــــزار ســـــره درځـــــــم

پیــــرو  ، دپـــــروانــــــې ته داورونو لوبه څــه ده

دمیـــــنې ازمــــــویښــت ته له انګار ســـره درځم

خزان مې پــــه ګلزار دارزو ګانو بـــــــاندې راغی

فـــــریـــــا د تـــــه به مــــاتمـــه لـــه بهار سره درځم

پــــــــیالې مې پورته کړي دوطن دعشق له میو

دســــــر په پـــــیمـــــانــــــه کې له خمار سره درځم

ستــــا توره او قلم مـــې مـــشالونه دســــــــفر دي

دربار ته دې خــــوشحاله له ټینــګار سره درځــــم

 "کامران دې وي  وطــــن او ککرۍ دې زما نظر"

دننګ دبیـــړۍ نـــوحه  له تـلــوار ســـــره درځــــــم

دزړه دوینو رنـــګ مـــــې  دسیــــنې ټپونه سپړي

یو ګل دپسرلي یـــم له پـــــر هــــار ســــــره در ځــم

د"  خیال"  په تصور کـــــې دوطن دالهام نــــاوې

سلام تــــه دې دعشــــــق له افتخار ســـره درځــــم

دڅرخي پله زندان  ـــ ۱۳۶۴