د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عبدالهادی هادي

د عبدالهادی هادي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

له شعري ټولګې سره مل متن

دامندر کـــــــــــــه کــلیسا دي که جوکات

یــــــــــــــا اور تـون دی که د میني خرابات

بیل بیل وردی، ستا د کور په لوری مات

لــــــویه خدایه، هري خواته دي ستا ذات

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

30 خپاره شوي شعرونه

څاربشپړ شعر ولولئ

څار

عبدالهادی هادي

څویمه شپه ده،

         سپوږمۍ تندرنیسې

څو یمه ورځ ده

       آسمان ورېځوکې پټ

څو یمه ورځ ده

           چې لمر نه ښکارېږي

څو یمه ورځ ده

             چې بې تا تېر ېږي

پل دې په لاره

             باندې نه ښکارېږي

آسمان

       دوریځو

           حجاب لرې نه کړ

لمر له سهاره

             سترګک

                     ونه واهه

سپوږمۍ ،

             د تندر

                له منګولو نه

                           راخلاصه نه شوه

خو زه لا ناست یم

               د چا لار څارم

یو شین سپرلی

             یو شین بهار څارم

جون 2002 پیښور

څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه

عبدالهادی هادي

دامندر کـــــــــــــه کــلیسا دي که جوکات

یــــــــــــــا اور تـون دی که د میني خرابات

بیل بیل وردی، ستا د کور په لوری مات

لــــــویه خدایه، هري خواته دي ستا ذات

ستا به باور نه راځي . . .بشپړ شعر ولولئ

ستا به باور نه راځي . . .

عبدالهادی هادي

په جلال اباد کې دغازي امان الله خان او دهغه د میرمنې ملکې ثر یا  پر مزار ، ملکه ثریا ته !

واه ملکې ! څومره هو سا ، څـــه پـــه ارم پــــــــرتــــــه یـــــې

په څومره برم  دعظمت دغـــــره پــــــه بـــــام پـــــرتــــه یـــــې

واه زورورې لا دې هـــــم خــــــلــــک ســـــلام تـــــه راځــــــي

شه مبارک چـــــــې پــــه لـــیــــمــــو دیوه قام پـــــرتــــه یــــې

*     *     *

دلته نازو او زرغــــــــونـــــه خــــلک پـــــــه کاڼــــــو ولــــــي

دمـــــلالـــــۍ دخــــــولــــې ټــــپــــه خـــلک پـــــه کاڼو ولي

هره اونۍ دښــــــار لــــــوبـــغـــــالـــي کې را ټول وي اولس

یوه ښایستو کې پرښــــتــــه خلـــــک پــــــه کاڼـــــو ولـــــي

*    *     *

داسې ماحول کـــــې دتــــــا خپــــل نــوم او نشان پا تې دی

لادې پر قبر دنــــــامــــه تـــــوري روښــــــان پــــــاتــــــې دي

په دې مالت کــې چې دښــــــځــــې وجــــــود شرم ګــــڼــــي

وایه چې څنګه دې لا قـــبر پــــــه امــــــان پــــــا تــــــې دی ؟

*    *    *

هغه شیطان چې ته تکفیر کــــړی تـــــه یــــــې وشــــــړلې

لا د تذویر تسبې په غاړه په ممبر کــــې نــــاســــــت دی

هـــغـــه شـــیـــاد چـــــې ستــــا لـــه نـــــوم سره ګناه تړلې

لا د اولـــــس پــــه ویـــنـــو څري په بر سر کې ناست دی

*  *   *

سر دې راجګ که ثریا ستا بــــــه بـــــا ور نـــــه راځـــــــي

ښار کې د جـــــهـــــل او تـــــورتـــــم  دلښکر راج وګوره

هغې بلا چې درڼـــــا پــــــر لــــــمــــن داغ وو ایــــښــــی

اوس یې پـــر ســــر ستــــا دغــــازي ملګري تاج وګوره

*   *   *

یو وخت رڼــــا ددریـــڅــــې کلــــي دتـــــا پــــــه لاس وه

ته وې په مخکې او تر شا دنـــــــور لښکر دې راوست

تا د آدم  کـــیـــڼـــې پـــوښـــتــی ته خپل هویت وبا ښه

سر دې پــــه تـــله کې وو ایښی دلې لمر دې راوست

*    *    *

تــــــــا درڼـــــا دنـــــور دکـــــرښــــو تــــلاوت وکـــــاوه

تا له رواج نه یو ښایستو کـــــی بــــغــــاوت وکــــاوه

زه دې له سوي نا امید زړه نه لوګی شم بــــي بـــــي

تــــا ددســـحــــر دراوستـــلـــو ریـــا ضــــــت وکاوه

*   *   *

ثریا مرګ دی دلې مرګ دی دلې مرګ دی هـــرخوا

ستا دوطن لوڼې بندیانې  دي بـــنـــدیـــانـــې دلته

تورو پردو ، تــــورو ښــیښــو ، بندو کړکیو شاته

دمرګ منزل با نـــــدې روانــــې د ي روانـــــې دلې

*    *    *

دلته دې خویندو ته دجنس پـــه نــوم سزا ورکوي

څو پــــرښــتــې ، دیـــو ابــلیس کورته رڼا ورکوي

هر ځـــنـــاور چــــې ددی کلــــي  ډیــــر وڅــــیـــــري

ورتــــه ډالــــۍ زمـــــوږ امــــام لـــوڼـه دتا ورکوي

*    *     *

ملکې دلته خلــــک ستــــا قـــبـــیـــلـــه کمــه تــــلي

څوک یې له وینځو ، څوک نانځکو سره سمه تلي

دلته حوا نــــه  انــــکاري دي دحــــوا  بــچـــو ڼـــــي

دلتــــه عــــادت دي خلک نجونې له درهمه تــــلي

*    *     *

ستا په وطن کې ښځې اوسي  خو انداز یې نشتــه

پیغلې هغه ، نجونې هغه  ، دټپې ساز یې نشتــــه

دلې دپیغلو د واده جامې په اوښکو لــــــــمــــدې

لکه دوینځو په سر لښتې خوري آوزیې نــشتــــه    

*    *     *

ځمکه دې وســوځي چې ستا نازک وجود یې وخوړ

زموږ دورانـــې کلا لمر دهسک سيوږمۍ خوته یې

ستا د غا زي جانان په سپین سپیڅلي روح مې قسم

زموږ پـــــه تـــور تیاره مالت کې ډیوه ګۍ خوته یې

*     *      *

ملکې وګوره ستا قام قبیله څـــنــــــګه ښـــــــکاري ؟

دلته وهلې ابو جهل  ســــکه څـــنـــګه ښـــــــــکاري

ستا دحیا هره خبــره یــــې چـــــې ګــــنــــاه ګــــڼـــلــه

اوس  یې جومات کې اوښتلې قبله څنګه ښکاري ؟

*    *     *

ستا قبیلې ته ستا وطن کې چا رانـــجـــــه ورکړي

زړګې یې وچاوده ، فریاد کوي خو زوږ یې نشته

راشه آواز یې شه په ستوني کې فــریــــاد وکـــوه

چې وطن ډک دی  له ښځمنو نه خو غږ یې نشتـــه

*     *    *

پاڅه یو ځل  دخپلو خویندو امامــــت وکـــــوه

بیرته ښځمنو ته  دژوند دامید کــور وښـــیــــه

دغوبې روحه او لار ، ورکو جسدونو ته مــــــو

تورو تیارو کې درا ڼه سبــاوون لور وښیــــــــه

          جلال اباد ښار

     ۱۸  /  ۵  /  ۲۰۰۰

ولجهبشپړ شعر ولولئ

ولجه

عبدالهادی هادي

حالات خراب دی ګذران ګران دی ، یاره څه به کوو ؟

په هریو ګام پراته ماران ، پــــه لاره څـــــه بــــه کوو ؟

عـــــرب بــــاداره ! تـــــه خــــو بــرخه په جنت کې لرې

موږ  چې جنګیږو خواران ستا لپاره څــــه بــــــه کوو ؟

یوه با غي سلامت قـــــام دی پـــــه ولـــجـــــــه نیولی

کډه په سر دی واړه قــــام لـــه ښـــاره څـــــه بـــه کوو ؟

نور مو تو به ، زموږ غــــرور ، زمــــوږ بلا شو دځان

دتــــش غــــرور لـــه لا ســــــه ځو تر داره څه به کوو ؟

زموږ دښـــکلـــي  پـــیــغـــمـــبـــر دوراثت پـــه ګدۍ

ناست دي له څیرمې سره لیوان له آره څه بـــه کوو ؟

ددغه ښار ملا او شیخ  او ابلــیــس یــــــو وګــــڼـــه

زړونه یې ډک دي دفـــتــنـــو لـــه کاره څه به کوو ؟

یقینبشپړ شعر ولولئ

یقین

عبدالهادی هادي

سخت ستړی یم ، ستومانه یم ، روزګار مې نه خـــوښیږي

 

دسترګو جنګ مې خوښ دی ، بل یو کار مې نه خوښیږي

 

داواړه لیـــــونـــــي مــــې دزړه ســـــر ، دستــــرګـــو توردي

دا عـــقــــل پــــرزولـــــي داهـــوښیــــار مــــې نــه خوښیږي

 

منمه چـــــې مـــــوږ ډیـــــردي نــــــاروا کـــــارونــــه کـــــړي

خوستــــا لــــه خــــپــــلـــــو بــــدو نه انکار مې نه خوښیږي

 

بې شکه چې مین یــــم ، ستـــــا دوصــــل تـــمــــه دار یـــــم

خـــاونــــده ! خــــو پــــه ګلــــو ستــــا ګذار مې نه خوښیږي

 

رنګینـــــې دځـــــوانـــــۍ دګنـــــاه شپــــې ورنــه لوګی شه

له دې که شي راتیر چې استغفـار مې نـــــه خــــــوښیـــــږي

                 اکتوبر  ۱۹۹۸  پیښور

تاريخبشپړ شعر ولولئ

تاريخ

عبدالهادی هادي

تاريخ دروغ وختو

زمو ایمان

      زموږ اټکل

             پرموږ ملنډې وکړې.

که غواړئ

     یوټکی رښتیا

     په کوم تاریخ کې چېرته بیا و مومئ

نو د تاریخ

     د تورو کرښو تر منځ

      سپینې پاتې شوې فاصلې وګورئ

موږه عادت یو

            دتاریخ د تورو کرښو،

                  ترمنځ،

               سپينو فاصلو کې حقیقت لټو و

تاریخ تکرارشو

تاریخ بیا و ګرځېد

هغه شهسوار

             چې موږ یې ډېروو

                   په لمن باندې داغونه ایښي

                        هغه دی سپین وختو

                                   دکلو شک وو

                                          چې یقین وختو

هغه شهسوار

          چې زموږ اسلام

                     بې ایمانو، پرسپینه لمن، سپینو ختو

                                    دخپلو تورو مخو، تورکي مو ښل

د خدای حرم کې

           د زمزم په اوبووللی راغی

تاریخ تکرارشو

تاریخ بیا وګرځېد

زموږ د نوي

          تدوين شوي تاریخ

                       پاڼې ګورئ

څنګه د باد په مخکې منډې وهي

اوزوړ تاریخ

            لکه فاتح

                   پرې ملنډې وهي

د می لومړۍ دوه زره او دویم کال پيښور

انعکاسبشپړ شعر ولولئ

انعکاس

عبدالهادی هادي

 خاوره د وجود مې واخلي بت مې کړي بګوان مې کړي

سل ځلې مې جوړ کړي په شیبه کې بیرته وران مې کړي
دپ د ګونګي غږ یمه له ځانه راوتی نه شم
تاو مې کړي په سرو شونډو او خپور لکه آذان مې کړي
زه د دې د حسن انعکاس شمه، غزل شمه
دا مې ترنم کړي او ناره د یه قربان مې کړي
چپ شم لکه کاڼی وایم هیڅ هنګامه نه کوم
شړکنده باران شي نګه شور مې کړي ګویان مې کړي
مړې سترګې راواړوي، راوخاندي، ژوندی مې کړي
خاورو نه مې پورته کړي او ستوری د آسمان مې کړي
زه د ژوندانه د فلسفې د ابهام اوج یمه
دا مې سره وسپړي، تفسیر مې کړي آسان مې کړي
نور به ریاضت هادي د عشق په طریقې کوم
ګوره که دا پاتې عمر نفس د مسلمان مې کړي

۲۰ اپریل ۲۰۱۲
سیډني
اور او جنتبشپړ شعر ولولئ

اور او جنت

عبدالهادی هادي

زړه مې مات دی، زړه مې مات دی، زړه مې مات دی

څه چې پاتې ، هغه ستا د سر خیرات دی
ستا د سترګو د جوړه کوترو ځاله
کوم کافر ویشتلی ، زما د زړه جومات دی
لږ مې پریږده چې په لیچو دې سر کیږدم
ژوند خو هسې هم د لمر پریوتو سات دی
هره شپه مې ګل وطن په خوب کې ګورم
ننګرهار دی، کندهار دی ، که هرات دی
خلک به وایي چې هادي په مزو سر دی !
دا وطن راته سور اور ، د خدای په ذات دی

۹/۲/۲۰۱۲
سیډني/اسټرالیا
بندبشپړ شعر ولولئ

بند

عبدالهادی هادي

 پریږده دا دنیا د تنګ نظرو بیخي هیره کړه

راشه یوه خوله راکړه او لاس رانه چاپیره کړه
 
غواړم چې دمه شم او اوږده ستړیا مې وباسم
پریوځه نرمه لیچه د اورمیږ لاندې راتیره کړه
 
څنګه به له شرمه د کلۍ په شانې سره شولې
ما دې چې په غیږ کې د دمې غوښتنه ډیره کړه
 
اوس خو به ډاډه یې چې زه ستا د نظر بند کې یم
ګوره چې مې ټوله ځواني ستا په مینه تیره کړه
 
دا درته لا چا وې چې هادي خوږه بې توله خوري
هسې دې د شونډو د بوسو په وخت کې ویره کړه

۲۲مارچ۲۰۱۲
سیډني
 
پېیلي ستوريبشپړ شعر ولولئ

پېیلي ستوري

عبدالهادی هادي

وخت زما غلام دی زمانه راسره سمه ځي

خلکو راته ګورئ! میخانه راسره سمه ځي
 
جار دې تر قدم شم ، ستا قدم راپسې تللی دی
ستوري مې پېیلي  دردانه راسره سمه ځي
 
اخ! د ترنم الهې وخندل پخلا شوله! 
ټول سرود، سرود یم ترانه راسره سمه ځي
 
زه چې د کوم چا د خوږو سترګو ثناخوان ومه
اوس شکر په لاره روزانه راسره سمه ځي
 
څومره که جانانه! نا آشنا وطن ته لاړ شمه
ستا د خوږې مینې افسانه راسره سمه ځي
 
دا چې د هادي د مات زړګي خاطر دې وکړلو
نور به دې تر خدایه یارانه راسره سمه ځي

۷مارچ۲۰۱۲
سیډني