د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي عبدالهادی هادي شعرونه

پېیلي ستوري

وخت زما غلام دی زمانه راسره سمه ځي

خلکو راته ګورئ! میخانه راسره سمه ځي
 
جار دې تر قدم شم ، ستا قدم راپسې تللی دی
ستوري مې پېیلي  دردانه راسره سمه ځي
 
اخ! د ترنم الهې وخندل پخلا شوله! 
ټول سرود، سرود یم ترانه راسره سمه ځي
 
زه چې د کوم چا د خوږو سترګو ثناخوان ومه
اوس شکر په لاره روزانه راسره سمه ځي
 
څومره که جانانه! نا آشنا وطن ته لاړ شمه
ستا د خوږې مینې افسانه راسره سمه ځي
 
دا چې د هادي د مات زړګي خاطر دې وکړلو
نور به دې تر خدایه یارانه راسره سمه ځي

۷مارچ۲۰۱۲
سیډني
د شاعر نور شعرونه ←