د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فاروق فردا

د فاروق فردا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

د ښاغلي فاروق "فردا" لنډ ژوندليک او نور خواږه شعرونه به په نږدې راتلونکې کې دلته ولولئ

 د ښاغلي فردا صیب څخه مننه کوم چې خپل شعرونه موږ ته راواستول او هیله لرم چې نور شعرونه او خپل ژوند لیک موږ ته راواستوي.

مننه سمسور حبیبې

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

12 خپاره شوي شعرونه

پسرلىبشپړ شعر ولولئ

پسرلى

فاروق فردا

اوه،
څومره ښايسته يې پېغلې؟
                                                خدای دې نظره مكړه
زلفې دې شنې
                                    سترګې دې شنې
                          والۍ دې شنې
شينكی پړونی دې له ملانه تاو دى
 
اوه
څومره ښايسته او زرغونه يې پېغلې!
زما په زړه كې خو دې شنه مينه را كرله.
پوهېږې؟زموږ كلي كې
لكه چې ته يې داسې هيڅ شى نشته
ولې سپېرې سپېرې دي
ونې سپېرې
دېرې سپېرې سپېرې دي
ژبى سپېرې دي زموږ
سپېرې خبرې كوو
سترګې سپېرې دي زموږ
يو بل ته ستړي په سپېرو سپېرو كتلو شولو.
ته راته ووايه چې نوم دې څه دى؟
- نوم مې؟
زه دسپرلى پېغله يم
هركال راځم
پردې ښارونو او پر كليو ګرځم
پر خلكو شنه شنه سوغاتونه ويشم.
- د پسرلى پېغله ده!!!
د پ
         س
                   ر
                            ل
                                      ي.
(زموږ په کلي کې د شنو خنداوو نښې نشته
زموږه ميندې زړې شوي ندي
خو تور ټيکري له سره نه بدلوي.
دغه څو کاله کې چې زه پوهېږم
زموږ پر کلي د خندا او د خوښيو وچکالي راغلې
موږ د رنګوو سين کې،
لمبا خو څه چې مخ او لاس لاتازه کړي ندي
ځلمي،د شنو ټيکريو لاندې
زموږ دکلي د نيمزالو او د پېغلو د مستيو او خنداوو د پړقاوو
د ليدو او آورېدو خوبونه هم هېر کړي.
د پېغلو سترګو د ځلميانو شنو سترګکو پسې لارې وکړې
شنه دسمالونو کې  تاو کړي، يوه هينداره،شنه خالونه،په مريو ښکلې شوې د رنجو کڅوړه
پېغلې د کلي د ويالې  غاړه کې بيا نه مومي
او په  پلو کې دمنګي تر لاندې
د مور له سترګونه يې نه پټوي.
که چېرې دا راشي زموږ کلي ته....) 
يه شنې لمنې پېغلې!
تا ته لمنه در وړم
ستا له لمنې نيسم
تازده والله ووايه
زموږ دكلي خواته كله راځى؟
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فاروق فردا

چا وې  د  خدای دمخ له نوره ورېدلي پېــــــــــــــــــغلې
پر مخ دزمکې  زموږ تر غېږې رسېدلي پېــــــــــــغلې
 
د پېغلو سترګې د جنت دنعــــــــــمتو نښـــــــــــــې دي
تر موږه مخکي په خپل  خوب کې چا ليدلې پېغلې
 
زما څنګل ته يو ځل وګورۍ چې څـــــه نــــــــــه وايې
خواږه خوبونه په وارونو پرې لـــــــيدلــــــــي پېغلی
 
نن د آدم او د حوا کيسې چې نـــــــــــه کــــــــــوو موږ
ځکه  زلمو نه هرې  لورې ترهېدلي پېــــــــــــــــــغلې
 
پخوا د سترګو په ليندو د ست په کاڼو ويشـــــتم
اوس د پلو لاندې په مچو شرمېدلي پـــــــــــېغلې
 
خدای مو قبوله کړه د پېغلو  د باران پوښتــــــــنه
چې هرې لورې ته اوس ګورو غوړېدلي پېـغلې
مسکو
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فاروق فردا

ومې ليده راغله د پلو څنډه يې شاتـــــــــــــه کـــــــــړه
ماهم دکلونو د نظر تنده پرې ماتــــــــــه کـــــــــــــــــــړه
 
ما چې پکې نه ويني له خاله ورنـــــــــــــــږدې يـــــــمه
ته ورته ای خدايه د ښکلا هينداره مــــــــاتـــــــه کړه
 
تېر ځل دروازې نې  (* )د نظر په کاڼو وويــــــشتم
مور يې شوه په قاره خپله لور يې زر کلا تــــــــه کړه
 
ما مې د زړه وينې په  منګول کې ورته تويـې کړې
دې د سترګو جام کې له يو ګوټ سره هـــوا ته کړه
 
ما له لېونتوبه د مچکو سين کې ډوبـــــــــه کـــــــړه
دې وېلې آشنا پر لېونتوب دې څه ورزيـــــاته کړه
*نی د نه يې مخفف.
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فاروق فردا

پر كږ ليچونو به راوليږو ډيــــوې بلې ســــــــــــاتــــــــو
د شپو له زړونو نه تېرېږوډيــــــــــــوې بـــــــــلې ســــاتو
 
څوك مو جبونه څوك مو زړونه څوك مــــاغزه لټوي
د غلو په كلي كې او ســــــــېږو ډيــــــــــــــوې بلې ساتو
 
تياره محفل كې له ډيوو ســــــــــــره پــــه دار وخــــــــتو
موږ د ډيوو په سر مړه كېږو ډيوې بــــــــــــلې ســـــاتــو
 
ستوري شهيد بې قبره ګرځو خو قاتل مــو ورک دی
لمر ته له لارو نه خندېږوډيــــــــــــوې بــــــــــــلې ســـاتو
 
موږ د آسمان په شان دزړه لمنه شنه ســـــــــاتـــــــــــــله
اوس ترې باران په شان ورېږو  ډيوې بلې ســـــــاتــــو
راشه زما کلي تهبشپړ شعر ولولئ

راشه زما کلي ته

فاروق فردا

راشه زما کلي ته
واوره په خپلو غوږو
زما دمتينو کليوالو دغرور سندري.
که دي غوږونه کاڼه شوي نه وي
زمادکلي په جګړو کي دټوپک په ډزو.
راشه زما کلي ته!
سپيني کوترو په بامونړ زموږ لوبي کوي
ته دکوترو له غمبرونو نه به وپوهيږي
چي په جګره باندي پوهيږي
زما ساده ساده دکلي خلک.
راشه زما کلي ته !
زه به دي بوځمه دکلي يتيمانو کره
چي شپه او ورځ د دروازي لاري په سترګو څاري
دخپلي ځواني کونډي مور غيږه کي
راتګ دپلار ته انتظار باسي.
پلار يي راځي؟
تا نه تپوس کوي يتيمي سترګي.
تاته دهغو ماشومانو سري خوږي سترګي الهام درکوي
که چيري سترګي دي ړندي نه وي او ويي ويني.
هلته زموږ کلي کي
ته به دجنګ په رښتياني معني ښه وپوهيږي.
راشه زما کلي ته!
زه به دي بوځم دسپين سري نړيدلي کور ته
چي يوه ورځ يي ديوالونه او بامونه جوړ وو
او بليدله هره شپه يي دخوښيو نغري.
ځوي به يي ناست و دچرګي غاړه کي
کولي لوبي له بچو سره نغري په څنډه.
هغه بوډي به دلمسو او دخپل ځوي په خنداګانو يادوله دځواني وختونه .
هغي دځوي او دلمسيانو له خنداوو سره
لاس به يي يوړله ګريوانه او شکرونه ايستل.
نن هغه کور هغسي نه دي لکه څنګه چي وو
اوس يوه تشه کنډواله ده اوبس
له هغه کور نه ټول مړه شوي دچنګونو په اور
يوازي پاته ده سپين سري بوډي
تل ويني ژاړي او دهغو نړيدلو ديوالونو زيارتونه کوي.
ته به بي کسي او زړي بوډي ته څه ووايي؟
دزړي ښځي جنګ وهلي احساس
ستا په احساس به څه اغيزه وکړي ؟
ته ووايه.
راشه زموږ کلي ته!
زه به دي بوځمه غونډي دشهيدانو ته دخپل دکلي
هلته په خپلو سترګو وګوره چي رپي بيرغونه پر قبرونو باندي
دبيرغونو درپا غږونه،
اوروي زموږ دکليوالو دغرور سندري.
ته به دهغو سرو رپاندو بيرغونو نه چي نه يي شي شميرلي په دي وپوهيږي،
چي دلته څوک دي دجګړو مينان
او دلته څوک څوک سولي ته لار باسي؟
راشه زموږ کلي ته!
هلته به وويني يوازي دباروتو او لوګليو هغه شنه بويونه
چي دجګړو له ورځو پاتي دي لا.
راشه زموږ کلي ته!
زموږ دکلي کروندي له سره شني شولي بيا
زموږ دکلي دګل ولو هغه وچ بوټي بيا شنه شول او غوټي يي کړي.
زموږ دکلي جنګ وهلي وني،
بيا پسرلي غوندي شني پاڼي کوي.
راشه زموږ کلي ته!
وګوره خلک له جګړو نه ويره هيڅ نه لري
خو دجګړو له اور او نوم ځيني دوي کرکه کوي
نه غواړي وريت شي انسانان ددي جګړو په اور کي
ځکه دجنګ له شنه لوګي څخه تيريږي
ځي دسولي په لور.
راشه زموږ کلي ته!
زموږ دکلي پيغلي بيا وهي موجونه دګلڅانګو په څير
نور نو دمرګ او ژوبلي ويره يي په زرو کي نشته.
دا به وي تل همداسي،
که چيري ته ګوته ماشي پوري بيا ونه تړي.

هيندارهبشپړ شعر ولولئ

هينداره

فاروق فردا

ستا دنظر سيوري كي،
لكه هينداره زه په نورو باندي
وړانګي ويشم.
خوبي له تا نه
يو شمال يمه چي
دماتي شوي آييني
له تيرو غاړو سره سرجنګوي.
او دخپل ځان دژوبلو ژوبلو وينو
دفواره وو ننداري ته ناست وي.
مسكو

چنګاښ 2004

دځنګل جنازهبشپړ شعر ولولئ

دځنګل جنازه

فاروق فردا

دا راټول شوي لوږي
پر خپلو ستړو اوږو
غواړي زموږ دکليوالو دځنګل جنازه چيري ويسي؟
دتورو وريځو شاته
هلته چي ستوري دسپوږمي کاله کي
نور دځنګل دشينکي ونو دشنو پاڼو شنه بويونه اوريدلي نه شي.
اسمان نو چاته خپل لمن غوړوي؟.
دا لمر ليداي شي که نه؟
په خپلو سپينو وړانګو
دکومي ميني پسي ساندي بولي؟
توتکي زيري دسپرلي راکوي،
خو لا په شونډو کي يي
مات شوي نه دي دسکوت مهرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فاروق فردا

سم كوربانه شـــــــــول،ميلمانه كلي كي
لكـــــــــه چـــــــــي نــشته بيلتانه كلي كي


څو چي (ته) (زه) او (زه) (ته) نه شو سره
يو نيم به هم نه يــــــــــــــو درانه كلي كي


د يو و بل په ژبه نـــــــــه پــــــــــــوهيـــږو
څو مره ډير شوي دي كاڼه كلي كــــــــــي


سترګي له سترګو څخه نه شرميــــــــږي
پراته په سترګو دي بـــاڼه كـــــــــلي كي


دمنزل لاره وركه كــــــــړي مــــــونــــــــږه
مړه څــــــــراغـــــــونه دي،راڼه كلي كي


ولي جرګي او مـــــــــركـــــي نـــه كيږي
لكه چي نشته پښتانه كـــــــــــــــلي كي

مسكو
2004

دخندا كانكوربشپړ شعر ولولئ

دخندا كانكور

فاروق فردا

څه موده وړاندي
دهيواد دعدليي له وزارته څخه
ما دخندا داداري اجازه واخيستله.

دښار په هر ګوټ كي مي
دغه پوښتنه طرحه كړي وه چي:
خلكو خندا يعني څه؟
دا ځوابونه يو په پل پسي را ورسيدل.

يو ژورناليست راته له هر څه نه دمخه دا پيغام را ليږي:
ښكلي خندا دقلمونو او دژبو آزادئ ته وايي
كه چيري ودي ليده 
زموږ سلام پري وايه.

په خپل هيواد كي يو هستوګڼ مامور
د اداري د حاضرئ كتاب كي
دخپل لاسليك په عوض داسي ليكي:
چي له تنخواه نه پرته >
دخندا بلي معني
پسي سر م خوږوه.

يوي سوالګري هم قلم را خيستي
دخپلو تيرو خاطراتو په ياد
له يوه ښكلي رسم الخطه سره
ديوي مور دزړه آواز آوروي:
چي د ماشوم دمړي خيټي دخوړلو ننداري ته ناست يي
دغه شيبه چي كله كله را پيښيږي
دخندا معني ده.

خو يو مكتب را ته راليږې دانګړ د ديوالونو دزګيرويو ايري
له دي پيغامه سره.
دسره اورونو په هينداره كي تا
چيري دځان د وريتيدلو ننداره خو به دي نه وي كړي؟
تا به ليدلي نه وي
چي كتابونو څنګه
دجهالت داور دڅڼو دلوګو وريځو ته
په بسم الله بسم الله
ليږي دخپلو فريادونو دايرو ګردونه.
تا به ليدلي نه وي
چي يو ښوونكي دهندو په شاني
څنګه دخپلي ښوونځي دكتابونو اور كي
د كوم ګنګا په نامه ځان سوځوي.
ما څو څو واره دي ليدلي په دي خپلو ګنهكارو سترګو
چي ځړولي څنګه
دپوهي پيغلي يي د دار په پړو
او دكتاب د رڼا ګانو له ايرو سره يي
دآبو جهل تابلو ګاني كښلي.
په دي كانكور كي له ګډون نه مي معذور وګڼه.

كوم يو يتيم ماشوم ليكلي دي داوښكو په رنګ:
خندا مي پلار وو وژل شوي پخوا
مور مي هم نه پوهيږي،
چي هغه چيري بي كفنه تورو خاور ته موسكا وركوي؟

له يوي ښځي نه مي
په مركه كي دا پوښتنه وكړه:
چي خندا ستا په نظر څه ته وايي؟
هغي آرامه دنظر په سيند كي ومينځلم
ترخه خندا يي وكړه ويي ويل:
خندا زامن دي چي زلمي وي وژل شوي نه.

هم يو بي كوره مهاجر راته له ليريو وطنونو معني كړي خندا:
په خپل وطن كي اوسيدل خندا ده.
خو په وطن كي يو هستوګڼ راستون شوي مهاجر پوهيږي دغسي چي:
د دي سوري سوري خيمو پر ځاي په خپل انګړ كي
دنازولو بچوٌ
ماشومانه بي غمه لوبو ته خنداوايي
له څو كلونو را په دي خوا هيره شوي موده
او نه پوهيږو چي به كله ددي لوبو نندارو ته ناست وو؟

يوه لاروي هم دا اعلان لوستي وو
او دكاغذ پر يوي سپيني پاڼي
ليكلي دا كرښه وه:
چي خپل منزل ته رسيدل خندا ده.

كوم يو مامور له خپل وزير نه دا پو ښتنه كړي
عالي جنابه په دي ښار كي يو اعلان خپور شوي
غواړي ځان پوه كړي دخندا په معني.
دغه مامور دخپل وزير له خولي ځواب را كي:
دي كنډوالو كي هسي سر خوږوي
په هغو ګټو چي له دغو كنډوالو نه در ته لاس ته درځي
لاړ شه بهر ته دماڼيو قطارونه جوړ كړه
دخندا پيغله در ته خپله راځي.
بيا دي مامور له خپل قلمه تش همدومره ليكي:
نه پوهيږم.

يوه ملا هم بسم الله كړي ده
اوږدي ثنا
اوږده دروده پسي
دخپلو سترګو درنجو دسلايي په څوكو
دسپين كاغذ پر مخ يي دغه تور خالونه ايښي:
خندا هغه ده چي دا خلك ټول كاذونه پرږدي
په جوماتو كي دالله دخوشالي له پاره
دعبادت په سجدو ستړي نه شي.

يوه كتاب هم دزړه خواله كړي:
چي څوك دي ولولي هغه خندا ده.

كوم ټوپك وال ته چا ويلي وه چي :
ته دخندا په دي كانكور كي برخه ولي نه اخلي؟
هغه په خپله راغي،
له خپل ټوپك سره يي
ښه دمزي مزي ډزونه وكړ
ما ته يي مخ واړاوه ويي ويل:
اوس دخندا په معني وپوهيدي؟

جمهور رييس ته چا ويلي وو چي:
زموږ په ښار كي دخنداوو دمعني كانكور كي برخه واخلئ
ښه به وي دا چي خلك ستاسي له نظره دخندا په معني وپوهيږي.
جمهور رييس سوړ اسويلي ايستلي
او بيا ويلي يي دي:
خندا په دي معني ده
بله دوره كي يو ځل بيا چي زه په خپله د دي ورانو كنډوالو دجوړيدلو تحليفونه وكړم.

كابل 1382

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

فاروق فردا

ومــــــــــــــې لـــــــــيـدې، څومره زما مينې ته ليواله يې
پــــــــــــوه شوم چې دې ښار ليدلى نه دى ،كليواله يې
 
حسن دې لاس اچوي  زمـــــــــــا د مـــــــــــيـنې  غاړه كې
څومره ته سپيــــــــــــڅــــــــــلـــــې له گناه او له  وباله يې
 
ودريــــــــــــږه يـــــــــو څو شېبې چې  تنده په تا ماته كړم
تــــــــــــه لـــــــكــــه د غــــــــره دسر چينې او به زلاله يې
 
ته دخپلې مينې فصل زما په زړه كـــــــــــــې وكـــــــــــــره
څه؟ كه پښتنه يې كــــــــــــه تــــــــــاجـــيكه يا قواله يې
 
زه لكه يوه شمه خـــــــــپــــــل د ژوند پايښت ته ژاړمه
تـــــــــــه لـــــــكــــــــه دګـل دمخ رڼې پرخې خوشحاله يې
 
دې خــواته دې مينه ها خوا جنگ دخپلواكۍ كوې
مـــيــنــې «رابعه» كړې خپلواكۍ ته دې «ملاله» يې
 
  مسكو
 
ليندۍ 2005