افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
ومــــــــــــــې لـــــــــيـدې، څومره زما مينې ته ليواله يې
پــــــــــــوه شوم چې دې ښار ليدلى نه دى ،كليواله يې
حسن دې لاس اچوي زمـــــــــــا د مـــــــــــيـنې غاړه كې
څومره ته سپيــــــــــــڅــــــــــلـــــې له گناه او له وباله يې
ودريــــــــــــږه يـــــــــو څو شېبې چې تنده په تا ماته كړم
تــــــــــــه لـــــــكــــه د غــــــــره دسر چينې او به زلاله يې
ته دخپلې مينې فصل زما په زړه كـــــــــــــې وكـــــــــــــره
څه؟ كه پښتنه يې كــــــــــــه تــــــــــاجـــيكه يا قواله يې
زه لكه يوه شمه خـــــــــپــــــل د ژوند پايښت ته ژاړمه
تـــــــــــه لـــــــكــــــــه دګـل دمخ رڼې پرخې خوشحاله يې
دې خــواته دې مينه ها خوا جنگ دخپلواكۍ كوې
مـــيــنــې «رابعه» كړې خپلواكۍ ته دې «ملاله» يې
مسكو
ليندۍ 2005