پښتو ادب · شاعران
میرمن ښاپېرۍ نغمه
د میرمن ښاپېرۍ نغمه پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
35 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
بـــــې لـــــــه تــــا دغــــه ښایست راپورې اورشي
خدای دې نه کړي چې وربل مې په چا خپور شي
ستـــا لــــه ستـــرګــــو نـــه به خوب وتښتـي یاره
چــــیــــرې پــــورتــــه که زمــــا دبنـګړو شور شي
اوس دمــــرګ او دســـلګو پـــه منــــځ کې اوسم
لږ خو راشــــــه چــــې سلګۍ مـې څه په زور شي
ای ســـاقـــي ! دمیخانــــې دستـــور دې څــــه ده
چیـــرې نــــه چـــــې راته جوړ پکې پیغور شـــــي
درقیـــب زړه بــــه لمبـــــه ایـــــره ، ایـــــره شــــــي
چیرته ماتـــه به دیار پــــه زړه کــــې کــــور شـــي
ددې خپلې مینې سیـــــوری لــــږ پــــرې وکــــــړه
چې پرهار پرې د « نغــمې » دزړه ټــــکور شــــي
۱۰ / ۶ / ۲۰۰۰ امریکا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
داستا مینې زه رسوا په عام او خـــــاص کــــــړ م
د د نیا له کار او بار ځینې یې خــــــلاص کــــــړم
له دردو نــــه مــــــې خبر دی حا جــــــــت نــشتـــــه
نور نو ولې زه بې ځایه بـیـــا هــــــــراس کــــــــــړم
یو ښا یست مـې وو جانان لــــــره ســـــــور اور شو
بل نازونه ادا ګانې پــــــــرې د پــــــاس کـــــــــــړم
دزخـــــمـــــي مرغۍ په شـــان راته شټــــــــيـــــږي
ځکه هر ګــــــــــړۍ د زړه په سر مــــــــې لاس کړم
رقیبان چـــــــې اوس پخپــــلـــــه مــــــخـــــــه لاړل
بیا به بد کړم چــــې د يار ځینې و سواس کــــــړم
امریکا
۲۰۰۲/۷/۲۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
پــــه انتـــــظار کــــې دې دعمر شوګیرې تیروم
هــــره لحــــظــــه مې دارمان په سر چړې تیروم
پریږده نا صـــحه ته غم څه پیژنې مونږ ته ګوره
څــــومـــــره نـــــا خوالې دظالمې زمانې تیروم
تایـــې لوګي چیرې ونه لیدل دشمعې غوندې
جـــانانـه زه دزړه په سر داور لمــــبې تـــــیـــروم
ستـــا تصویرونو ته دزړه په وینو رنګ ورکوم
زه خــــواره ناسته دخیالونـــو جنـــــازې تیـــروم
دخپلې ژبـــې نه منکر جانانه چــــیـــــرتـــه لاړې؟
دازه« نغمه» دې لاوعدو ته ورځې شپې تیروم
۲۸ / ۴ / ۲۰۰۲ امریکا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
زه ســـــره لـــــمبـــــه شوم یاره ته ولې لوګی نه شولې
مــــاغیـــــږه درکـــــړه دصحــــرا تــــه لیــــونۍ نه شولې
ته په خپــــل حســـن کې مغرورجانانه چیرته ورک یې؟
زمـــــا د درد دیــــــوې څـــړیـکې اســـــویلــــې نه شولې
پـــــه مــــا دې لــــګي دهـــــجـــران له هرې خوانه ګولۍ
ته مې دزړه د پر هارونــو یـــو زګیــــروی نه شـــــولــــې
ټـــو ټـــې ، ټــــو ټـــــې شــــوې دکلال دلاســـه پـریوتلې
ګودر ته وړې به د « نــــغمــــې » دسر منـــګی نه شولې
۳۱ / ۵ / ۲۰۰۲ امریکا
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
تا ویل راځم جانانه مـــا دې انــــتــــظار کــــــړی دی
ستا د راتلو مې تر سهاره پورې څــــــار کــــــړی دی
ولې رانغلې دروغــــجنــــــه دچـــــــمـــــــن دنــــــنـــــه
څومره مې سور دزړه په وینو لالــــه زارکـــــړی دی
پکې خرڅیږي دجانان خـواږه ، خـــــواږه یــــــــادونه
جوړ مې دننه په ګـــــوګل کې دا بـــــازار کـــــړی دی
داستا په څیر بــې وفانه یــــــم زمــــا خـــــوږه یــــــاره
مادرقیب له قصده تاته نـــن سینـــــګار کــــــړی دی
ستا دراتلو دانتظار یوه سلګـــــۍ پاتـــــــــــې یـــــــم
بیا په دروغجنووعدو ماچې اعتبــــار کـــــــړی دی
ستا دارمان ډولۍ خو ګوره چې پـــــه کـــاڼـــــو ولي
ساده « نغمې » تا په رقیب ګومــان دیار کــــړی دی
۱۸ / ۶ / ۲۰۰۲
امریکا
څلوریځهبشپړ شعر ولولئ
څلوریځه
میرمن ښاپېرۍ نغمه
دالزام غوغا په کلــــي کـــې شــوه ګډه
ته په څه رانه ګرځـېـــږې اوس پــــه ډډه
نور په پټــه نینې مـــــه چـــیـــچـــه دلبره
راته وایــه چا وهــــلـــې اوښ پــــه بــــډه
اوس بې تا اوسیدی نه شم بل وطن کې
دامې نیت دی چې دروړم به خپله کـــډه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
لکه سپوږمۍ دتورو شپو ســـــره ځـــــم
دمینې غل یـــــم دتـــیــــارو ســـــره ځـــم
ماته دې څنـــګه نــــظـــر وکــــړو یــــاره
شومــه لوګې دسپیـــلـــنـــو ســــره ځــــم
چا ویــل یواځې یم یــــــواځــــې نـــه یـــم
هره شیبــه دې له غــــمــــو ســـــره ځـــــم
ستــا دوعدې پوره کیـــدو پــــه تــــمـــه
څــو چــې راځــــې زه به سلګو سره ځـــــم
درد مــې دنـــنــه دی بــــهـــر نــــه راځــــي
څاڅــــکې داوښکو دلـــیمــو ســره ځــم
راوروه په" نــــغــمـــې "کـــاڼــــي اشــنـــا
څیرې ګریوان بــــه لــــیـــونــو ســـره ځـــم
۲۰۰۲ /۹ /۲۳
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
ســـرمې رانه پریکړه که مې ســــر غواړې
جـــــــوړکه دې په کلي کې اختـــر غواړې
زه د بـــیـــلـــتـــانــــه پــــه مـــیــرو ګرځمه
تـــــه مــــې دیـــدنونه پـــــه ګودر غواړې
راشه په کـــوڅو کې جــــوړې چیغې دي
څـــــه د لیـــــونو دحال خـــبـــــر غــــواړې
مــــا ســاده تـــه ګوره چــې یې شمــــارمه
څـــومــــره مـــې داغونه په ځیګر غواړې
هـــغه داسمان دســــحــر ستـــــوری شـــو
خــوار زړګیــه ! څرنــــګـــه دلبر غواړې
ځــي یه د" نغـــمــــې" دجـــنــــازې ســــره
څومره پښتانــه چــــې پـــه خیبر غواړې
جرمني
۲۰۰۲ / ۹ / ۲۸
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
څڅیــدلې مــــــې ســـــرې ویــــنــې لـــه ګوګله
بل وطــن تــه چې زه تــلـــمـــه لـــــه کـــــابـــــلـــه
پــــه پـــردو ، پــــردو کـــوڅـــو کې پرته کیږي
دباروتو بــوی مــې دریــــغــــه لــــه کــــا کلــــه
زه دخپــل کلي بې قدرو کـــــړم پـــــردیـــســـــه
ای زړګــــیــــه ! ګـــیــلې مـــه کـــــوه لــه بــلــــه
چې مې توی کړلې پرې اوښکې زه ترې راغلم
بــــاده راوړه تــــــه وږمـــــې لــــــه هـــغـــه ګــلــه
دیادونو ډیوې بـــلې نــــیمــــه شـــــپــــه کــــــړم
خپل قسمـــت تــــه مـــــې زه ژاړمــــــه پــــخـپله
دسندرو په ځای ســـانـــــدې راتـــــه بـــــولـــــې
چا ټپي کړې د" نــــغــــمـــــــې" دزړه بــلــــبــــله؟
نوی ډیلی - هند
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
میرمن ښاپېرۍ نغمه
څنګه په کو څو کـــــې دې نــــن غـلــــي دي
دلته لیوني چې پــښې نــــــیـــــولــــــي دي
زه به کوم ستــم دزمــــانـــــې یــــاد کــــــړم
هر وخت مو ددار په سر زنــــــګلـــــي دي
ته ولې له ما داســـــې پـــــه څنګ ګرځې
ستا ټول تومتونـــــه مـــــا منـــــلـــــي دي
هیڅ درغیدو نه دی چې پــاتـــــې شـــــي
څوک چې دې په زړه باندې ویشتلي دي
زړه مې ورته خــــور دغــــم ټـــغـــر کـــړلـو
دغه میلمانه څـــومره ښـــــاغــــلـــــي دي
لما نځي یې" نغمه "اوس په سندرو چې
دا خونو دا ستا دخولې ښکنــځــــلي دي
جرمني
۲۰۰۲ / ۸ / ۸