افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
غزل
تا ویل راځم جانانه مـــا دې انــــتــــظار کــــــړی دی
ستا د راتلو مې تر سهاره پورې څــــــار کــــــړی دی
ولې رانغلې دروغــــجنــــــه دچـــــــمـــــــن دنــــــنـــــه
څومره مې سور دزړه په وینو لالــــه زارکـــــړی دی
پکې خرڅیږي دجانان خـواږه ، خـــــواږه یــــــــادونه
جوړ مې دننه په ګـــــوګل کې دا بـــــازار کـــــړی دی
داستا په څیر بــې وفانه یــــــم زمــــا خـــــوږه یــــــاره
مادرقیب له قصده تاته نـــن سینـــــګار کــــــړی دی
ستا دراتلو دانتظار یوه سلګـــــۍ پاتـــــــــــې یـــــــم
بیا په دروغجنووعدو ماچې اعتبــــار کـــــــړی دی
ستا دارمان ډولۍ خو ګوره چې پـــــه کـــاڼـــــو ولي
ساده « نغمې » تا په رقیب ګومــان دیار کــــړی دی
۱۸ / ۶ / ۲۰۰۲
امریکا