د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

علم ګل سحر

د علم ګل سحر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

23 خپاره شوي شعرونه

مینه نه مريبشپړ شعر ولولئ

مینه نه مري

علم ګل سحر

 دیوه شعر ته ورته لیک په ځواب کې چې لیکلي یې و(په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟)

ولې نه 

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
           * * *
لا ډیرې سترګې دي له مینې ډکې
لا مینه ژوند کوي زموږ په زړو کې
ګیلاس لا نیم پاتې دی
لا انسانیت ژوندی دی
انسان دمینې نوم دی
لا زړونه شته چې کرکه نه پیژني
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
* * *
تا دبې موره وري په سترګو کې لیدلي کله ؟
تا کومه ورځ ګل ته اوبه ورکړې؟
دبلبل اوښکې دې لیدلې کله؟
باران وهلې توتکۍ ته دې پناه ورکړې؟
کتار دزاڼو دې لیدلی کله؟
دونې څانګې دې لمس کړې کله؟
دکوم بوډا لاس دې نیولی کله؟
تا له سوالګر سره خواله کړي دي؟
تا ددښمن سترګو ته سم کتلې؟
مینه هغلته هم شته
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
* * *
اغزي دې ورک شي ،
 اغزي ډیر بدرنګ دي
 چاته یې مه ورکوه
چیرې یوګل پیدا کړه
په موسکو شونډو یې ډالۍ کړه چاته
مینه له مینې پیدا شوې هروخت
که نور نفرت کړي موږ به مینه کوو
زړه به هیندارې غوندې پاک ساتو تل
کینې به نه ورپریږدو
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
مینه هیڅکله نه مري 
ازاديبشپړ شعر ولولئ

ازادي

علم ګل سحر

 موږ په خوله باندې ستایلې ازادي ده

بس له هرڅه راته ښکلې ازادي ده
 
موږ په وینو ازادي ده تل اخیستې 
موږ په خوشي شي بایللې ازادي ده
 
یو دوه درې کسه مین په ازادي یو
دلته نور وایي چې ولې ازادي ده
 
موږ د خپلې ازادي آتل تکفیر کړ
نه په ځان مو لورولې ازادي ده
 
زموږ برخه بې علمي ، لوږه اوتنده
موږه نوروته ګټلې ازادي ده
 
موږ به څه دازادي په قدر پوه شو 
موږه کله لا لیدلې ازادي ده
 
۲۰ / ۵ / ۱۳۸۷
غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

علم ګل سحر

نظر مې شي ستومانه بېرته ستا رخسار ته راشي
بې کوره مسافر دى، نااشنا ديار ته راشي
په سترګو کې ځاى نه لري، په زلفو کې دې ورک شي
يو ستړى کليوال، تياره ماښام بازار ته راشي
د ژوند لوبه بايلي، خو په ګډا ځي د مرګ خولې ته
تش والوزي هوا ته، مرغۍ بېرته مار ته راشي
يتيم چې په ژړا شي، ميره بيا څپېړه ورکړي
ماشوم که څوک خپه کړي، په ژړا به پلار ته راشي
هندارې ټولې ماتې کړي، څو کاڼي دلته پرېږدي
يو څو لېونيان ووزي، يو څو بېرته ښار ته راشي
په کور کې څراغ نه لري، چې کښېني يې رڼا ته
چې توره شپه خوره شي، سحر ځکه يار ته راشي