د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علم ګل سحر شعرونه

مینه نه مري

 دیوه شعر ته ورته لیک په ځواب کې چې لیکلي یې و(په دې دنیا کې دمینې وړ څوک پاتې دي؟)

ولې نه 

لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
           * * *
لا ډیرې سترګې دي له مینې ډکې
لا مینه ژوند کوي زموږ په زړو کې
ګیلاس لا نیم پاتې دی
لا انسانیت ژوندی دی
انسان دمینې نوم دی
لا زړونه شته چې کرکه نه پیژني
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
* * *
تا دبې موره وري په سترګو کې لیدلي کله ؟
تا کومه ورځ ګل ته اوبه ورکړې؟
دبلبل اوښکې دې لیدلې کله؟
باران وهلې توتکۍ ته دې پناه ورکړې؟
کتار دزاڼو دې لیدلی کله؟
دونې څانګې دې لمس کړې کله؟
دکوم بوډا لاس دې نیولی کله؟
تا له سوالګر سره خواله کړي دي؟
تا ددښمن سترګو ته سم کتلې؟
مینه هغلته هم شته
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
* * *
اغزي دې ورک شي ،
 اغزي ډیر بدرنګ دي
 چاته یې مه ورکوه
چیرې یوګل پیدا کړه
په موسکو شونډو یې ډالۍ کړه چاته
مینه له مینې پیدا شوې هروخت
که نور نفرت کړي موږ به مینه کوو
زړه به هیندارې غوندې پاک ساتو تل
کینې به نه ورپریږدو
لا ډیر کسان شته چې دمینې وړدي
لا خو ډیر څه شته چې موږ مینه ورکړو
مینه ژوندۍ ده لاهم
مینه هیڅکله نه مري 
مینه هیڅکله نه مري 
د شاعر نور شعرونه ←