پښتو ادب · شاعران
علم ګل سحر
د علم ګل سحر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
23 خپاره شوي شعرونه
يو غمی د سيند په تل کېبشپړ شعر ولولئ
يو غمی د سيند په تل کې
علم ګل سحر
يو غمی د سيند په تل کې رانه ورک شو
نه پوهيږم په څه چل کې رانه ورک شو
اننګو کې دې زما د کتو فصل
ټوکيدلی و،په ګل کې رانه ورک شو
يو شين خال به مې نمانځه هميش په زړه کې
ستا خواره واره اوربل کې رانه ورک شو
د شانې خوله کې زما ارمان نيمګړی
د هغې د زلفو ول کې رانه ورک شو
د نيرون* په هوسونو کې لاهو شو
خوږ کابل مې په کابل کې رانه ورک شو
681382
پکتيا،زرمت-اسلامخيل
دمینې پتهبشپړ شعر ولولئ
دمینې پته
علم ګل سحر
اوس مې هنر د هیرولو زده دی
اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته
اوس که په مخه باندې راغلې چیرته
درته به ښه وګورم
سترګې به ستا سترګو کې ډوبې کړمه
له ښکلو سترګو به دې وپوښتم ،
د مینې پته
که مې ونه موندله
زړه ته به ووایم داهغه نه ده،
هیره یې کړه
ژر به دې هیره کړمه
او نور به شپې ستا په یاد نه روڼوم
اوس مې هنر دهیرولو زده دی
اوس د احساس په خوښه نه ځم چیرته !!!
۳۰/ ۱۰ / ۱۳۸۷
وزیر اکبر خان مینه
لمر ټلویزیون
قربانيبشپړ شعر ولولئ
قرباني
علم ګل سحر
ما مې له زړه سره دسترګو اختیار تاته درکړ
بیا مې دچا په لوري ونه کتل
شونډو مې ستا دنامه ذکر کاوو
ما وې دې ښار کې بس یوازې ته یې
د چا مې نه اوریدل
داوریدلو حس مې تا وړی وو
ما دارمان ګلونه .
ټول ستا په لار وشیندل
تا مې دزړه پر سر چاړه تیره کړه
ما یې پروا ونه کړه
ځکه هغه مې اول ستا ګڼلو
ارمان مې تاته قرباني کړ داسې
لکه سیر لی چې په اختر حلال کړي
خو چې صراط پله نه تیره شوې ته
بیا دې را و نه کتل
زه شوم لمبوته پاتې
تورو تیارو ته پاتې
داور له کومي نه فریاد کومه
غواړم دا ستا له سترګو وپوښتم دا
که شونډې نه وي سترګې ووایي دا :
قرباني دې ته ، مینه دې ته وا یـــــــــــــي !!!
۲۵/ ۹/ ۱۳۸۴
کابل - درشاد کره کتنې غونډه
د لمر ژۍبشپړ شعر ولولئ
د لمر ژۍ
علم ګل سحر
دخندا فصلبشپړ شعر ولولئ
دخندا فصل
علم ګل سحر
ښکلي راشي زموږ زړونه یوسي ولاړ شي
بس له سترګو مو خوبونه یوسي ولاړ شي
مودې وشوې له کوم خوانه را الوتي
ارمانونه مو بادونه یوسي ولاړ شـــي
دخندا فصل له شونډو زموږ لو کړي
ستا له زلفو نه ګلونه یوسي ولاړ شي
له غرض نه ډک لاسونه را اوږده شي
زموږ له منځه باورونه یوسي ولاړ شي
ساندې راوړي په بدل کې دخوښیو
بس سندرې غزلونه یوسي ولاړ شي
له کوم خوا به داسې څوک را پیدا نه شي؟
چې مرمۍ او ټوپکونه یوسي ولاړ شي
خبیثه ارواوې ګرځي په وطن کې
زموږ له شپونه سحرونه یوسي ولاړ شي
دسحر وږمې په سرو غوټیو راشي
ستا له شونډو نه خوندونه یوسي ولاړ شي
2/5/1379
زرمت – اسلام خیل
خو ته مې ونه لیدېبشپړ شعر ولولئ
خو ته مې ونه لیدې
علم ګل سحر
ستا مستانه خندا مې غوږ ته راغله
ښه ورته غوږ شوم ،
ماته بل ډول وه
ستا دپښو ښکالو مې هم واوریده
زما په لوري را روانه شولې
بیا دې زما لاس پخپل لاس کې ونیو
ظالمې ډیر دې ټینګ کړ
زه مې دلاس په درد ونه پوهیدم
څه خو دې ووې ،
ما هیڅ وانه وریدل
بیرته روانه شولې،
ولاړې رانه
ما سترګې و موښلې
خو ته مې ونه لیدې !!!
۹/ ۳/ ۱۳۸۵
وزیر اکبرخانه مینه
ازادي راډیو
د خپلواکي څلي تهبشپړ شعر ولولئ
د خپلواکي څلي ته
علم ګل سحر
ته یې زموږ د عظمتونو څلی
د سرشیندنو غیرتونو څلی
زه په تا ویاړم په تا فخر کوم
ته یې زموږه د ویاړونو څلی
* * *
ته د نیکونو د غیرت نښه یې
د افغانانو د عزت نښه یې
څومره په برم او په عظمت ولاړیې
ته مو د واک ته دحریت نښه یې
* * *
ته چې اباد شوې ، زموږ د ویاړ څلی شوې
له هغې ورځې موږ هم ودریدو
لکه چې ته مو وروستنی هدف وې
بس موږ خپل لوی مقصد ته ورسیدو
* * *
ګوره خپه نه شې یوازې نه یې
دا موږ چې ګورې ، موږه ټول څلی یو
دا دومره وخت که دې لیدلي نه یو
موږ پر مخ نه ، موږ په شا تللي یو
* * *
چې ته آباد شوې زموږ د ویاړ لپاره
موږ له پخوا څخه نور هم مغرور شوو
پخوا خو ښه و، ګوزاره مو کیده
اوس چې مغرور شوو، لانور هم مجبور شوو
* * *
نوره نړۍ ولاړه پخپله مخه
ځانته ته یې خپله یوه دنیا جوړه کړه
خو موږه تا غوندې ولاړ پاتې شوو
موږه تیاره، نورو رڼا جوړه کړه
* * *
موږ چې تا ووینو نور هم مغرورشو
فکر کوو موږ آتلان یو رښتیا
اته اتیا کاله بس له تا راګرځو
موږه سکه وایو چې رښتیا روان یو
* * *
هریو غاصب راشي زموږ وطن ته
زموږ سرونو څخه جوړ کړي څلي
کلي ښارونه مو ویجاړ کړي راته
سیلاب وي موږ ورسره یوسي خلي
* * *
خپله مدعا چې سرته ورسوي
د خپل وطن په لوري دوی روان شي
موږ وایو دادی بل قدرت مو مات کړ
اوس به مو بیرته وران وطن آباد شي
* * *
بس یو دوه،دری څلي نور هم آباد کړو
وطن مو هغسې ړنګ بنګ پاتې شي
غاصب په روغو پښو ووځي رانه
راته میراث یې یو بل جنګ پاتې شي
۱۳ / ۱۰ / ۱۳۸۷
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
علم ګل سحر
څومره ډېر مې خپل جانان راباندې ګران دی
لکه ځان لکه ایمان رابــــــاندې ګــــران دی
لکه خپلــه خـــــــــــوږه ژبــــه راتـــه ګرانه
لکه ګران افغانســتان رابـــاندې ګـــران دی
زه یـــــــــــــو تــږی لاروی یمـــه دمـــینې
درڼـــو اوبــو په شـــــــان راباندې ګران دی
ماشومــتوب دی،هوســـېږم یې ځــــلا ته
لکه ســتوری داسمان رابـاندې ګــران دی
دوی حـیران دي چې په تا ولې مـــین یم
داخو ځکه چې انسان رابــاندې ګــران دی
۲۴ /۴ /۱۳۸۳ څارندوی مېنه، کابل
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
علم ګل سحر
لږ مې ځان په یاد وي او جانان وي ډیر
خلک په همدې راته حیران وي ډیر
کله زړه ته واچوم قلفونه ډیر
کله وایم پریږده کې خوبان وي ډیر
کله یار خپه کړمه هیڅ ور نه شم
بیرته هغه سات زما ارمان وي ډیر
ستړې دژوندون نورې هم ډیرې دي
زړه مې له ولس سره ستومان وي ډیر
بل ځای به پښتون یو ځای ونه وینې
دوی دخپل قاتل ترشا روان وي ډیر
موږه په هرګام کې کار له زور اخلو
ځکه دوستان لږ وي دښمنان وي ډیر
کله چې بدبخت کومه ټولنه شي
خلک یې وي چوپ او رهبران وي ډیر
کله مې زړه وایي وطن پریږده ځه
کله ترځان هم راباندې ګران وي ډیر
موږ چې سره کینو نور خبرې کړي
لږپکې رښتیا وی نور ګومان وي ډیر
مینه کې هرڅوک رښتیا درواغ وایي
زه وایم سحر به پکې وران وي ډیر
۱۴/ ۴/ ۱۳۸۹
کابل- خیرخانه مینه
یم کمزوری له تا لیرې ځم انسانهبشپړ شعر ولولئ
یم کمزوری له تا لیرې ځم انسانه
علم ګل سحر
اوس مې زړه دچا لپاره نه درزېږي