د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ښاغلي علم ګل سحر شعرونه

د لمر ژۍ

يو ستوری دښکلا و ،دسپوږمۍ له څنګه تیر شو
ســـــــپرلی رانه خفه شو ، دغوټۍ له څنګه تير شــو
زما ســتومانه ژوند ،چې يې په سيوري کې ديره و
يـــــــــو وهم دمرګي ، دبوړبوکۍ له څنګه تیر شــو
له سترګو يې رانجه وړل ،له لاسو څخه نکريزي
يوديو و، چې دښکلې ښاپيرۍ له څنګه تــــير شو
زما زخمي احساس خو لاس تر زنې ورته ناست و
یو سيوری و،په شپه کې دنجلۍ لــه څنګه تير شو
زمــــــــــا وږي نظـــر دې آننګو کـــې ځای ونه موند
دښار مـــــــــاشوم سوالګر و،دډوډۍ له څنګه تير شو
زمــــــــــا ســاده کلام يـــــې په ســــندرو بدل کــــــړی
له شونډو يې رنګ واخيست ،دخولګۍ له څنګه تير شو
له شــــــپو څخه راکډه شوو،له شپو سره مو شپې شوې
زکوږ ستړی ســـحر دلمـــر دژۍ له څنګــــه تيـــــــر شـــــو
د شاعر نور شعرونه ←