پښتو ادب · شاعران
علي ګل پيوند
د علي ګل پيوند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
په ( کلیمه ) خو نا پا کان خپل ایمانونه مینځي
مـــا تـــــه پــــــــــه وخت د ځنکدن یوه ټپه ووایه
علی ګل پیوند د ۱۳۲۷هــ، ل کال د کب د میاشتی په ویشتمه د کونړ ولایت د پشد په کلی
کی زیږیدلی دې. لومړنې زده کړي یې د پشد د کلې په ښونځي او نورې زده کړي ی
ې په ابن سینا او کابل دار لمعلمین کی سر ته رسولې دي.
په ۱۳۵۱ هـ،ل کال کی یې د کابل پوهنتون د ادبیاتو او بشري علومو له پوهنځې نه د لیسانس دیپلوم تر لاسه کړي دي. په ۱۳۵۶ کال کی یې د ښوونکو د روزنې په اکاډمي کي د فوق لیسانس پورې زده کړې بشپړې کړي.
پیوند، د روښان په عالې دارلمعلمین کی د استاد، دانیس او د ثور انقلاب د ورځپاڼو د مسوول مدیر او د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د معین په توګه دندې سر ته رسولې دي.
پیوند د ۱۳۵۹ هـ،ل کال له پیله تر ۱۳۶۷هـ،ل کال پورې له کاره ګوښه او د پلچرخي په جیل کی بندي وو.له جیل نه تر راوتو وروسته دالبیرونې د نشراتې موسسې د رییس په توګه و ګمارل شو او اوس په جرمنې کې د پردیسي ژوند تیروي. (( زړه ډمه )) د پیوند د شعرونه هغه مجموعه ده چې د ۱۳۵۸ هـ،ل کال په باي کې چاپ خو له خبریدو د مخه د (( تورجلات)) د لښکریانو په لاس بنده او ورکه شوه. (( سیلۍ)) او (( باولۍ)) یی د شعرونو همدا مجموعې دې چي په ۱۳۶۸ هـ،ل کال په کابل کی چاپ او خپری شوې وي اودایې دویم چاپ دي. پیوند نوري د شعرونو مجموعې هم لري چی چاپ ته تیارې دي.
شعرونه
39 خپاره شوي شعرونه
بسۍ ( ۱ )بشپړ شعر ولولئ
بسۍ ( ۱ )
علي ګل پيوند
نری لا ر زموږ له کوره
د شنو شوو ( ۲ ) په ځنګل کې
د پستو وښو له پا سه
ا ن ، تر سینده رسیدله.
تر وږمې وه !
یو څو سیوري را پسې شو
زموږ له کوره تر ګودره
جام د پرخې یې رامات کړ
نور یې پریښودم چې ځمه.
۱۳۵۷ / ۱/ ۱۲
۱ بسۍ- شبهه - توره بلا
۲ شوې : یوډول ونې دې وسمن لرګې لرې
بې پتيبشپړ شعر ولولئ
بې پتي
علي ګل پيوند
نیما یي شګو کې ډوبه
سپوره شوې
باد رباب پې غږولو .
یوه پنچره د سینې پا تې
په شګنه لاره د ښته
د کوم پلې مسا پره.
مات د شګې ګل یې خوا کې
پته نه وه چیرې تللو.
۱۳۵۸/ ۱۲/ ۱۱
داغلی تندیبشپړ شعر ولولئ
داغلی تندی
علي ګل پيوند
چې په تندي مــــې ســــــره داغـــــــونـــــه ښــــکاري
دامـــــــې دمــــینـــــــې ګنــــاهــــــونــــــه ښــــــکاري
پیغـــو ر دمینـــــــې داشنـــــــا کــــــوڅـــــــــه کـــــــې
ماته خواږه خواږه خیـــــــــالــــــونــــــه ښــــــــــکاري
تاوې درځمـــه ګـــــــرانــــــــــــې کلـــــــــه راځــــــــې؟
هرڅه ته ګـــــــورمــــــــه ګلــــــــــونـــــــه ښـــــــــکاري
ستا دقیامت ورځوته شپـــــې ډیــــــــری شــــــــــوی
شیبــــــــــې شیبــــــې راتـــه کلونــــــــه ښــــــــــکاري
دستــورو ډک آسمـــــــــانــــــــه پــــریـــــوزه پــــــــــې
دمینې لاره کــې غــــــــمـــــــــــونــــــــه ښــــــــــکاري
کابل ، ۸ / ۴ / ۱۳۶۱
درنه کیسه ( ۱ )بشپړ شعر ولولئ
درنه کیسه ( ۱ )
علي ګل پيوند
خوب مې نه وړي
یوه کیسه خو راته و وی
یوه کیسه د مینه وړو
د چا ورکو ورکو خلکو
د سر تورو ببر سرو.
ددرانه ا سویلي شاته
راولاړ شو تو پا نو نه
تا به ویلې رانړیږې
داروا په تل کې غرونه
په ډډن آوازیې ووې :
(( زموږ د وینو که د مینو ؟)) ( ۲)
یوه خپه چو په چوپتیا شوه
پنډې شونډې لري برې
د لمر څرکه پورې ویښ وو
نه مو کړې سره خبرې
۱۳ ۶۳ / ۳/ ۳
۱ ـــــ دڅرخي پله زندان ـــــ دوهم بلاک دریم پوړ
۲ ــــــ کوټه کلۍ کې راسره یو بندی و چې نوم یې دوست محمد او ( موچي ) و . ده ویل دمیدان یم خو لوګر کې اوسم . تالا شي کې یې زما له کوره یو زوړ سرپوښ ټو پک پیدا کړ .
ده څوک نه لرل یوه ښځه او دولس کلن زوی یې و . دلومړي ځل لپاره یې ښځه بای وازی ته راغلې وه. یو جوړه جامې اویو دمخ دستمال ورته سر سري دسان په یوه کڅوړه کې راوړه .
بیک یې هم ورکړ . ماته یې وویل لیک راته ولوله . لیکلي یې و : ( عم مه کوه زه ځان او ستا بچې ساتلې شم ) ددی خبری په اوریدو غکی ونیو . په رنګۍ توره ږیره یې داوښکو څپی راغلې . نه پو هیږم چې دادغیرت او که دغسې اوښکې وی . خو خبری یې ونه شوای کولای . په ګنګړو کې یې راته وویل ورته ولیکه کالي راورسیده . مازیګر ، ماښام اوشپه شوه خبری یې نه کولی . ماهم پې ډیر وخت غږ نه کاوه . نیمه شپه مې ورته وویل دوست کاکا یوه کیسه خوراته وکړه! یو دروند سوړ ا سویلې یې وکیښ په ځاې کې تاوشه او په درانه غږ یې وویل . (( د څه شې کیسه زموږ د وینو که د مینو؟)) دې خبرې په ما هم درنه ا غیزه وکړه او زما د شعر مضمون شه.
۲ دوست کاکا خبره
درویبشپړ شعر ولولئ
دروی
علي ګل پيوند
د اوږدو لارو د ستړو ستړو رازه
راته خوږداروایې نغمې اوازه
آ، ته نه وې چي په توره څاکې شین شوې
هره پاڼه دې کړه ژبه
هره ( پو ) دې کړه خبره
د خدایې په سر بلا وې .
آ ته نه وې د شپونکې سره خیبر کې
هندو کش کې په بابا کي په سپین غر کې
نو وروستې سندره پو کړه
زموږ د لوړ پامیر له سره
چې په سره کفن کې پاڅي
د شاعر د زړه خبره
داوږدو لارو دستړو رازه( ۱)
راته خوږ داروایې نغمي اوازه
( ۱ ) د فرعون په هکله یوه افسانه ده چې وایې.
فرعون ښکرونه لرل، هر ګلابې ( سلمان ) چې به یې یرو خریلو هغه به یې واژه چې حال ونه وایې . یوه ګلابې ترې ځان په لوړو او وعدو ازادکړ چي دژوند تر پایه به حال نه وایې. خو با لا خره یې زړه تنګ شو، یو شړڅآ ( کوهې ) ته یې سر ښکته کړ او په زوره یې نارې کړې (( دفرعون په سر کې ښکردي )) هلته یو نل راشین شو هغه هم دا نارې ړهلي (( د فرعون په سرکې ښکر دي ، د فرعون په سر کې ښکردي. ))
ګیلهبشپړ شعر ولولئ
ګیله
علي ګل پيوند
چې دنیشې په تیندکونو کې مې یـــــــار سیــــــزي
نوخامخا په مې کوڅه کې داغـیـــــــــار سیـــــــــزي
چې داروا پرښتې نه ښکلوې توره شپـــــــــه کـــــــې
په ترخو شونډو کې مې کله ګناهــکار سیــــــــــزي
یا دترخه لوګي لړونو کې خیالــــونــــــــه سیـــــــزي
یاران دکهف ( ۱ ) مې دچا په مخ کـې لار سیـــــــزي
ما داغزن ما ښام تیارو ته مشـالونـــــــه ایښـــــــــي
هوسۍ داوښکو به مې کله ترند څــار سیــــــــــــزي
۱۳۶۷
---------------------------------------------------
۱ـــــ دسورت کهف کیسې ته اشاره ده . چې څوکسه دظالم پاچا دلاسه غره ته تښتیدلي و او په یو غار کې یې کلونه کلونه پټ وه ،تور پاچا پخوا له منځه تللې وه خودوی خبر نه و.
غوټه ونهبشپړ شعر ولولئ
غوټه ونه
علي ګل پيوند
زما نیکه کیسه کوله
ویل دالو یه ونه ګوری
چې ترې لاندی شنه ویاله ځي
دا سپیرې ډبری وینې
د درنو ناستو وستل دی
دجرګه ګو مر کو ځاې دی
په پیړو پیړو کلونه.
که به چا زموږ په سیمه
که به چا زموږ په خاوره
که به چا زموږ په لره
که به چا زموږ په بره
دتیري لاس اوږدو لو
یا به یې شرم جوړولو
وو تاو ده به وستلونه
زما یاد دي بچي دلته
ددی غوټی ونی لاندی
دغه ځمګه زوښیدله
سره ټول وو او لسو نه
چې څه تړه دلته وشې
(( هو)) پې وشي د سپين ږیرو
د خدای زور د خلکو زور شي
سا او وینې شې دنرو.
کاشکې دې کیسې کولې
څه یې ویلې له پخوا نه
چې په (( ګڼه )) کې یادیږي
دویاړونو له انسانه.
د پیړې ګالیلهبشپړ شعر ولولئ
د پیړې ګالیله
علي ګل پيوند
ما په خپلو ستر ګو ولید
هم هغه و
ببر سر ګریوان څیر لې
لاس او پښو کې زنځیرونه
څوپا ګانو پې خندلې
ویلې دا !
دا لیونې دی
پریږدې پریږدې چې ګونډه شي
په درنو درنو ورنونو.
خوده !
ده د ځمکې غوږ کې (( هو )) کړه
درته نه مې ویلې ګرانۍ
و دې نه لیده څه و شو
ځه ! ته ځه ! لنډوه لارې
(( که زه وم وم که نه وم نه وم ))
۱۳ ۶۵ / ۱۱ / ۲۰
دماشومتوب یادبشپړ شعر ولولئ
دماشومتوب یاد
علي ګل پيوند
موری !
داسی ملک به وي چې
هلته ورځ وي ؟
ټوله ورځ
دغه شپه هم ورځ !
پکی ډار او تیاره نه وي
پکی برګې سترګې نه وي
دپیشپړانګ دبلا ګانو
موری ولی ؟
دا بلا !
دماشومانو په څیر نه وي ؟
بل په هره څیره کیږي .
موربه ویلی !
بس سبا به درته وویم
خوسبانه سباکیږي .
۱۳۵۳