افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
ګیله
چې دنیشې په تیندکونو کې مې یـــــــار سیــــــزي
نوخامخا په مې کوڅه کې داغـیـــــــــار سیـــــــــزي
چې داروا پرښتې نه ښکلوې توره شپـــــــــه کـــــــې
په ترخو شونډو کې مې کله ګناهــکار سیــــــــــزي
یا دترخه لوګي لړونو کې خیالــــونــــــــه سیـــــــزي
یاران دکهف ( ۱ ) مې دچا په مخ کـې لار سیـــــــزي
ما داغزن ما ښام تیارو ته مشـالونـــــــه ایښـــــــــي
هوسۍ داوښکو به مې کله ترند څــار سیــــــــــــزي
۱۳۶۷
---------------------------------------------------
۱ـــــ دسورت کهف کیسې ته اشاره ده . چې څوکسه دظالم پاچا دلاسه غره ته تښتیدلي و او په یو غار کې یې کلونه کلونه پټ وه ،تور پاچا پخوا له منځه تللې وه خودوی خبر نه و.