پښتو ادب · شاعران
صديق کاوون توفاني
د صديق کاوون توفاني پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
له شعري ټولګې سره مل متن
دوطن بوی
له بیدیا نه راجګیــــــــــــږې دچمن بوی
دګـــــــل مخـــــــــــو پسرلیو، دبدن بوی
ما دسوې زړه کړکۍ کړه ورته خلا صه
چـــــاپـــــه زلفو کې راوړی دوطن بوی
شعرونه
36 خپاره شوي شعرونه
لمر پـه ګریوانه کيبشپړ شعر ولولئ
لمر پـه ګریوانه کي
صديق کاوون توفاني
د خدای په ژبهبشپړ شعر ولولئ
د خدای په ژبه
صديق کاوون توفاني
جانانه پا څېږه ډیوه بله که
د زړه روښانه مملکت مې تروږ میو ونیو
ستر ګې مې نه غړېږي ، لار نه وینم
هوا درنده ده دلته،
سا نه اخلم.
کړکۍ مۍ پرانیزه د باغ په لوري.
* * *
جانانه پا څیږه ډ یوه بله که
زه د ابلیس په ژبه نه پو هیږم
ماته د خداي په ژبه و غږیږه
نور له دیدنه د شیطان ستړي یم
لږ راته مخ د پر ښتو وښیه
لږ مې نظر په رڼا ولمبوه،
لږ مې د لمر په څڼو وزنګوه
لږ راته حورې د شغلو وښیه.
پدې درنده هوا کې ،
یوازي کرکه ووري ،
کرکه خاندي،
کر که نا څي ،
او د خوږې مینې تنکي ګلونه
دو چو شونډو په سپیرو د ښتو کې و سو زېدل.
یوازې کرکه ده چې نا څې د ابلیس په ژبه،
زه د ابلیس په ژبه نه پو هیږم،
ما ته،
د خدای ،
په ژبه،
و غږیږه
کابل غبرګولی ۱۳۷۱
ښکاربشپړ شعر ولولئ
ښکار
صديق کاوون توفاني
کلونه وشول، پسرلی نه راځي،
ځمکه بوره پاتې ده،
شړ شم چا ونه کرل.
زموږ د کلي بزګران،
لیندۍ په لاس،
ښکار،
د کوترو کوي.
زه به د ګلو، زېړي،زېړي، غونچې،
د آشنا،
زلفوته،
له کومه،
راوړم.
کابل
کب ۱۳۶۹
ګزمهبشپړ شعر ولولئ
ګزمه
صديق کاوون توفاني
د بـــاد ګــــزمــــه ده د بــاران ګـــزمــــه ده
زموږ پــه کلی د تــوفـــــان ګـــــــزمــــــه ده
بــــیــا مـــې د زړه پــــــه دي تالا جــونګړه
د غـــــم ګـــزمـــه ده د خپـــــګان ګـــزمه ده
نــــه د ګل بــوی،نــــه د بــــلبـــل سنــــــدره
پــــــه بـــــاغ او راغ کــــــې د حزان ګزمه ده
تـــر څــــــــو بـــــه ژاړي د اغـــیــــارو ســتـــم
زړګـــــیــه،تـــــم شــــه،د جــــانــان ګـزمه ده
پـــــــه ګلــو اوری د سکـــــروټـــــو ږلــــــــۍ
د خـــــــدای حـــــرم کــــې د شیطان ګزمه ده
ژاړي پــــه ســــــــرو سترګو نیمزالې غوټۍ
پــــــه چــــمـــــن ګـــډه د تــــــالان ګـــزمــه ده
نـــــه مـــیکده اونــه کعــــــبــه پــــاتــې شوه
کلــــــه د "شېـــــخ" کله د "خان" ګزمه ده
آلمان ۱۹ /۵ /۱۹۹۶
کالیزهبشپړ شعر ولولئ
کالیزه
صديق کاوون توفاني
په هغه توره اوتبجنه شپه کې ،
چې تازموږ له کلي کډه وکړه
ما دې دتلو لاره ، په اښکو با ندې ووینځله .
او ستا دپله خاورې مې ،
په خپلو ستګو باندې ومو ښلې .
* * *
په هغه توره او تبجنه شپه کې ،
چې تا زموږ له کلي کډه وکړه ،
یوه ترخه او رژوونکې سیلۍ
پوله په پوله او کوڅه په کوڅه وګرځیده ،
اودخندا کلان یې ورژول .
له هغې شپې نه بیا تراوسه پورې ،
زموږ دکلي دبامونو په سر ،
څوک کشمالي نه کر ي ،
او دویالې په غاړه ،
ویلني نه ټو کیږی ،
او دګودر دشنې جلګې له پاسه ،
له سرو منګیو نه یوازې څو کودي پاتې دي .
* * *
له هغې تورې او تبجنې شپې نه ،
چې پکې تا له کلي کډه وکړه
دادی کلونه تیر شول
اودزمان دکتاب ډیرې پاڼې واوښتلې ،
نه بیا دکلي دبامونو په سر ،
چا کشمالي وکرل
نه دویالو په غاړه ،
ویلیني وټوکیدل
او نه ګودر بیا په منګیو ، پټ شو .
* * *
په هغه توره او تبجنه ښپه کې ،
چې ته له کلي لاړې
خندا له کلي لاړه .
ګلان له کلي لاړل
او اوس دکلي په آسمان کې ستوری نه ځلیږي ،
سپوږمۍ دوریځو تور ټیکری اغوستی
آسمان له ځمکې مرور ، ځمکه له ستورو ځنې ،
وږمه له باغه بیګانه ،
ګل ،
له بلبله ،
پردی .
هره شیبه اوهره ورځ ده دماتم کالیزه ،
دغم کالیزه ،
دستم ،
کالیزه .
کابل ۱۵ / ۴ ۱۳۶۶
دکابل غمیزهبشپړ شعر ولولئ
دکابل غمیزه
صديق کاوون توفاني
جنګ دی ،جنګدی ، په څپیلي کال جنک دی
بیا په ښکلي ، نـــازولي کابــــــــل جنــــــــــګ دی
دود یې خیژي له ســــــوري ســــــوري ګــــــــوګله
بیا په سوي ، نړیـــــدلـــــــي کابـــــــل جـــنګ دی
* * *
کابـــل نــــه دی ، کــــــربــــــلا ده ، کابــل نه دی
دوحشت خړه بیـدیــــــــا ده ، کابــــــــل نــــــــه دی
هره خواته پکې چـــــــــیغــــــې دي ، ماتـــم دی
مروره تــــرې خــــــــنـــــــــدا ده ، کابــــــل نــــــه ده
* * *
کابــــــــــل ژاړي ، نـــــازولـــــــی کابـــــــل ژاړي
دښــــمنـــــانــــــــو ، زورولــــــــی کابـــــــــل ژاړي
چې مدام به یې خوله ډکــــــــه لـــــــه خـــــنــــــــداوه
اوس غمـــونـــــــو دردولــــــــــی ، کابـــــــــل ژاړي
* * *
بـــــیـــــا ژړاده دکابـــــــــل هــــــــره کـــــــوڅــــــه کـــې
واویلا ده دکابــــــل هـــــــــــره کــــــــــوڅـــــه کــــــــــې
یـــــــزیــــــدانــــو هـــــره خـــــــوا تـــــــورې ایــــستلي
کربـــــــــلا ده دکابــــــــل هـــــــــره کــــــــوڅــــه کــــــــــې
* * *
پــــــــه کابـــــــل بلا پـــــــریــــــوتـــــــــې ، وطنـــــــوالو
پــــــــــه هــــــر کـــــــور ژړا پـــــریوتې ، وطــــنــــــوالو
هـــــــره خـــــوا دوینـــــــــو بــــــوی دمـــــــــرګ اواز دی
پـــــــــه وطــــــــن وبـــــا پریوتــــــــــې ، وطـــــــــنــــــــوالو
* * *
کابـــــــل ســـــــــــو زي سرې لمبـــــــې دي کابل سوزي
کـــــــــور پـــــــــه کور باندې جګړ ې دي ، کابل سوزي
سپــــــیــــن دیــــــوان ورته دخیر په غونډۍ ناست دي
دســـــــــکروټــــــــــو ســـــــــلســـــــلې دي ، کابل سوزي
* * *
کابل وران شو ، دنیـــــــــکونو وطــــــــــــــــــن وران شــــو
دافغـــــــــان دغیــــــــــرتونــــــــــــــو وطـــــــــــــن وران شـــــــو
هنــــــــــــــــدو کشه ! ولې نه چوې ، ولـــې نــــــــه مـــــــرې
چـــــــــــــــې کابــــل ، داننــګونو وطـــــــــــــن وران شــــــــــو
* * *
شنې لوخـــــړې پـــــــــــــورته کیږي ، کابل ســــوزي
دپغمان اښـــــــــــکې بـــــهیـــــــږي ، کابل ســــوزي
آسمایي په چــــیغو چــــیغو داســـــــــــې وایـــــــــــــي
کابل سوزي . ایرې کیـــــــــږي ، کابــــل ســـــوزي
* * *
په کابل کې اوس نه پــــــوهـــــــــــه نه هنــــــــر شـــــــته
نه کتاب شتــــه ، نه قلم شــــتــــه ، نه اثرشــــــــــتــــــه
هســــــې شــــپــــــه دجـــــــهــــــالـــــــت ده را خـــــتـــــــــلې
چــــــــــې نــــــه ســتـــوري پکې ښکاري اونه لمر شته
* * *
یـــــــــه زخـــــمــــي زخـــــمـــــي کابـــــله درنـــــه جـــارشم
دافغان دپــــــــــــــګړې ګلــــــــه درنـــــه جــــــــــــــار شــــــــم
دوحـــــــشـــــــت پــــــــــــه اورکــــې سوزې ایرې کیږې
دود دې پورتــــــه له ګــــــــوګله درنـــــــه جـــــــارشــــــــــم
* * *
څـــــومــــــره خـــــوار څـــــومـــــره بـــې وسه شوې کابله
چـــــې ازار له ، له هره خـــــــــســـــه شــــــوې ، کابـــــــله
دماتـــم په ورځ دې هیڅــــــــوک پـــــــکار نـــــــه شـــــــول
تــــــــــر خـــــــــو پـــــیښــــــو تــــــــه بــــــې کــــسه شوې کابله
کاوون توفاني
د ونو ماتمبشپړ شعر ولولئ
د ونو ماتم
صديق کاوون توفاني
شپه راخـــتلــــــــــــــې ده، سبا نشته
تیاره رابــــــــره ره، رڼــــــــا نشــــــته
خمـــــونه تش دي میکدې ویجاړې
شرنګ د پیالو نشته، غوغا نشته
بـــــلبـــــــــلان ځـي ونو ماتم نیولی
د ګل په شــــونډو کې خندا نشته
مجنون د تورې شپی په دښته کې ورک
شغله د حسن د لـــــیــــــــــلا نشته
نه د تاک لور، نه یې بربنډه نـــڅا
هــــــم یې لـــذت هم یې ګنا نشته
د زاهد عمر لـــــه درواغو نه ډک
یوه شـــــیبــــه پکې رښتیا نشته
دنیا له ښکلــــــو ښاپېرو ډکه ده
خواږه کاته مې د آشــــــنا نشته
کلی هغه دی کوڅې هغه دي خو
د لیونو پکې غــــو غــــــا نشته
ساقي ! ما ښام شو ډیوې ولګوه
ستوري پر ېوتي دي ځلا نشته
آلمان/ مارچ ۱۹۹۷
دزړه غاټولبشپړ شعر ولولئ
دزړه غاټول
صديق کاوون توفاني
نــــــــن دې جــــــانـــــان د خـــــوږو کتلو تـــــــاب نــــــــه لرم
د مستــــــــو ستـــــــــرګــــــــو اِ شـــارو ته دې ځواب نه لرم
مــــــــا دې د ستــــــر ګو په " یاسین " باندې ایمان راوړی
څـــــــــوک راتــــــــه وایــــــي چــــــې کافر یمه کتاب نه لرم
مــــــا د خـــــــو ږې ګنـــــــاه مــوجــونو ته ځان وغور ځاوه
نــــــــــــــور لـــــــــه ګــــــــدا آسمـــــــانــه تمه د ثواب نه لرم
ستـــــــــا د تــــــــودې غېږې حــــــــرم تــــــه مې پناه راوړې
تمـــــــامـــــــه شپه در ســــــره پـــــــایمــــه شتـــاب نــــه لرم
یــــــوازې تـــــا تـــــه مــــــې مغــــــروره ککــــــــرۍ ټیټیږي
ستــــــــا لـــــه خــــــوږې مینــــــې نـــــه پرته انتخاب نه لرم
د زړه غـــــــاټــــــول مــــــې درتـــــــه راووړ، یـــاره ویې منه
دوچــــــــو شــــــاړو لاروی یمــــــه، ګــــــــلاب نــــــه لـــــرم
مـــــــــا د څپــــو پـــــه وَزَرونــــــو کـــــې وطــــــــن کړی دی
چَلــــــې نــــه نــــــه ډارېـــــږم، وېـــــره له سېـــلاب نـــــه لرم
دسکروټو ښاربشپړ شعر ولولئ
دسکروټو ښار
صديق کاوون توفاني
نن یې بیا خونړې خال په رخسار کیښود
په جلوه کې یې ښایست په ګلزار کیښود
عشقه،وړ یې په رښتیا دسلطنت شه
دزړه تخت مې دسکروټو په ښار کیښود
له جنته دې در تیر شومه زاهده
نن مې سرپه دروازه کې دیار کیښود
په تندې مې دسجدې داغونه نشته
میکده کې مې زنځیر او زنار پریښود
زه دخپلو سادګیو قربانې شوم
چې مې لاس په کوتڼۍکې دمار کیښود
پرون راغله اوریې بل راته په زړه که
نن یې ګل راته په سوې مزار کیښود
ددې وخت ناخوالې وګوره کاوونه
په ساړه ژمې یې نوم دبهار کیښود
دسبا کوڅه کېبشپړ شعر ولولئ
دسبا کوڅه کې
صديق کاوون توفاني
کـوکـه دمـجـنـون شـوم،دلـیـلا کـوڅـې تـه لاړمه
څاڅکې وم،دریاب شوم،داشنا کوڅې ته لاړمه
اوښـکـه شـومـه وڅـڅـیـدم سـتـرګـو دبلبل ځینې
پـرخـه دبـهـار شـوم ، دبـیـدیـا کـوڅـې تــه لاړمــه
ګـل رانـه مـخ پـټ کـړ ، خـو اغـزیــو راتـه وخـنـدل
عـقـلـه! ورتـه ځـیـرشـه ، دادچـا کـوڅـې تـه لاړمه
تـاوه شـوه لـه زړه نـه مـې لـمـبـه داورنـې نـظر
دود دسـپـیـلـنې شـوم ،دښـکـلا کـوڅې ته لاړمه
وځـلـیـده سـتـورې مـې پـرون دمـسـتـقبـل په مخ
راغـلـم لـ-ه پــرونــه ، دســبـــا کــوڅــې تــه لاړمــه
ووتـم دبــاغـه ، خـو غــنــچــه دیــار دزلـفــو شـوم
مات مې کړ زنځیر، داستغنا کوڅـــې تـــه لاړمه