افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
د ونو ماتم
شپه راخـــتلــــــــــــــې ده، سبا نشته
تیاره رابــــــــره ره، رڼــــــــا نشــــــته
خمـــــونه تش دي میکدې ویجاړې
شرنګ د پیالو نشته، غوغا نشته
بـــــلبـــــــــلان ځـي ونو ماتم نیولی
د ګل په شــــونډو کې خندا نشته
مجنون د تورې شپی په دښته کې ورک
شغله د حسن د لـــــیــــــــــلا نشته
نه د تاک لور، نه یې بربنډه نـــڅا
هــــــم یې لـــذت هم یې ګنا نشته
د زاهد عمر لـــــه درواغو نه ډک
یوه شـــــیبــــه پکې رښتیا نشته
دنیا له ښکلــــــو ښاپېرو ډکه ده
خواږه کاته مې د آشــــــنا نشته
کلی هغه دی کوڅې هغه دي خو
د لیونو پکې غــــو غــــــا نشته
ساقي ! ما ښام شو ډیوې ولګوه
ستوري پر ېوتي دي ځلا نشته
آلمان/ مارچ ۱۹۹۷