افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
لمر پـه ګریوانه کي
تـــــه چـــــي لــــوني له سرو سترګو مر غلري
ښــــــکــــیــلوي مي دزړه ښار،دغم لښکري
دشــــــــرقــــــــي شــاړي غاټول یم باد راوړي
ګـــــــرځــــــومــــــــه ځــــان کي کاړي او کمري
هـــــر ورځ راځــــنـــــي چـــــــوري مسلمان زړه
مــــغــــربـــــــۍ په خوله پستۍ په زړه کافري
د کــــعـــبـــــي پـــــه هـــیـــلـــه لاړه ترکستان ته
شـــیــــخ لا اوس هــــــم لــــټـــوي کندي کپري
زه د جـــــګـــــــــو آســــمــــاني څوکو ګربت وم
چــــــــامـــــــــي پـــــــري دالــــوتــو کړلي وزري
مـــــاوطـــــــــن پـــــــه اور کـــي کړی سمندر یم
راتــــــــه مـــــــه کـــــــوه ســـــــړي ســـــړي خبري
چـــــــي لـــــــه عـشـــقـــه مي رابولي عافیت ته
رانـــــــه غــــــواړي د مــــاتـــــم په ورځ سندري
ګوری زلفي دي خوری کړی، شپه خوره شوه
لـــمــــــر دی پــــــټ کــــه ګریوانه کي زوروري
۲۰۰۵/۲/۱۰/۱۱