پښتو ادب · شاعران
اسحاق ننګيال
د اسحاق ننګيال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
اسحاق ننګیال په ۱۳۳۵ لیږدیز لمریز کال کې د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د بسرام په کلي کې زیږېدلی دی.. د پلار نوم یې محمد یوسف دی .لومړی یې د لغمان ولایت په روښان لیسه کې زده کړې تر سر کــــړې.لـه ۱۳۵۳ څخه تر ۱۳۵۵ کال پوری په کابل کی د پولیسو په اکاډمۍ کې په زده کړو بوخت و، او لــه فراغت وروسته دهمدغې اکاډمې تدریسی غړی شو. ژورنا لیستیک کار یې د څارندوي مجله کی پیل کړ او ډیر کلونه ییورته په پیام ورځپاڼه کی دوام ورکړ. دلتـــه یی هم د پوځی خبریال دنده ترسره کـړه او هم یی زیاته موده په مستقیم ډول د دی ورځپاڼی د ادبي پاڼې د خپریدو مسولیت تر غاړې وو. ننګیال د یوی لنډی مودی لــــپاره د افغانستان د لیکوالو ټولنی د ژوندون مجلی د مسوول مدیریت دنده هم تر سره کړه د یوی لنډي مودی لپاره د اطلاعاتو او کــــلتــور وزارت د شعر او ادب د اداری مسوول وو. په کابل کی د تنطیمی اداری له سقوط نه وروسته وروسته پیښور ته لاړ او هلتــــه یـی د افغانستان لپاره د بی بی سی رادیو د تعلیمی خپرونو په پروژه کی کارپیل کړ، چی د ژوند تر پایه پوری په همدغه اداره کی په خدمت بوخت و. اسحاق ننګیال، له ۱۳۵۰ لیږدیز لمریز کال راهیسې په شاعرۍ پیل کړی دی.. په خپل ادبی ژوند کی یی یو شمیر جایـزی ګټلی دی.؛ښه به وی چې دلته ئې اثار هم معرفي شي. اسحاق ننګیال د ۱۳۷۷ لمریز کال د ثور دمیاشتی په اتمه د ۱۹۹۸ میلادی کال د اپریل په ۲۸ د سه شنبې په ورځ د ۴۲ کالو په عمر د زړه د دریدو له امله د پیښور په خیبر روغتون کې له نړۍ سترګې پټې کړې او د لغمان د الینګار په بسرام کې په خپله پلرنۍ هدیره کی خاورته و سپارل شو.
انالله وانا الیه راجعون
شعرونه
35 خپاره شوي شعرونه
د هيلو بڼبشپړ شعر ولولئ
د هيلو بڼ
اسحاق ننګيال
زما مينهبشپړ شعر ولولئ
زما مينه
اسحاق ننګيال
زما هوډبشپړ شعر ولولئ
زما هوډ
اسحاق ننګيال
د وينولاربشپړ شعر ولولئ
د وينولار
اسحاق ننګيال
زلمې حسنبشپړ شعر ولولئ
زلمې حسن
اسحاق ننګيال
سپينکې مخبشپړ شعر ولولئ
سپينکې مخ
اسحاق ننګيال
ښکاري تهبشپړ شعر ولولئ
ښکاري ته
اسحاق ننګيال
پام کوه ماشې ته ګوتې مه وروړه کابل۱/۳/۱۳۶۵
ګناهبشپړ شعر ولولئ
ګناه
اسحاق ننګيال
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اسحاق ننګيال
شپهبشپړ شعر ولولئ
شپه
اسحاق ننګيال
کا بل