د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

غزل

زړګـــیه اوښـــکه د لــیمـــو شـــوې دادي څــه وکــول
تــیـــر د قـــاتـــلو پـــه کــو څـو شــوې دادي څـه وکول
 
دلــته د ښــکـــلــو میــــنه ســر غواړي د عشق په بدل
راغـلي مـــیـــن په داســي غلو شوې دادی څه وکول
 
دلتــه خــو لاری د جــنـــون وې د هـــوس خـــونــه وې
تـــاو دجــــــنـــون پـــه زنځــیروشـوې دادي څه وکول
 
قـــــــدم چـــــې خــــــوشــې دلته اخلې په اغزیو لګي
تـــــه یـــــی پـــه خـیال د پسرلو شوې دادې څه وکول
 
تـــه خــو پښتون وې سر ټیټي دې چاته هم نه وه زده
بـــــــــې  شرمه دلته په سجدو شوې دادې څه وکول .
د شاعر نور شعرونه ←