د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

شپه

تـــا سو پر کمڅيو باندې تيره کړه
مــوږه شپه اغزيو باندی تېره کړه
 
داد ژونــد مروړلي او تر خه کيسه
ټوله مــو سپر غيو باندې تيره کړه
 
يوه شـېبه رودل به وه د شپوله تي
داشپــه مو پيړيو باندې تیره کړه
 
تــا خو پــه سرور، ما د نشو ډولۍ
تــــــورو ترږ مــيو باندې تېره کړه
 
ډيـــروســــتمګرو مو دوخت تـوره
څــــو ځــــلې مريو باندې تیره کړه.
 

کا بل   

د شاعر نور شعرونه ←