د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمدنور

د محمدنور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

د شاعر پېژندنه او ادبي اثار

دپښتوژبې ولسې شاعر محمدنور پیژندګلو

محمدنور دافغانستان دلغمان دسیمې مشهور ولسي شاعر تیر شوی دي .دلغمان اوننګرهار دسیمو زیاترو پښتنو سندرغاړو دده شعرونه زمزمه کړي دي . محمد نور دمحمد میر زوی او دطالب لمسی دی چې په ۱۲۵۳ زیږدیز کال دلغمان ولایت داوزبین په سیمه کې زیږیدلی دی اوبیا لا وړوکی ماشوم و چې کورنۍ یې دلغمان ولایت دالیشنګ ولسوالۍ دغازي اباد کلي ته راغلّه او دوی هماغلته میشته شول.

وروسته دده کورنۍ او دی دغازی اباد دکلي نه دلغمان مرکز دمهترلام ښارته وکوچیدل او هلته دستر ستانه او روحانی سلطان غازی بابا دمزار تر څنګ دسلطان غازي بابا په بانډه کې میشته شول. 

محمد نور دافغانستان دواکمن امیر شیر علي خان دواکمنۍ په وخت کې ځوان و او بیا د امیر عبدالرحمان خان دواکمنۍ په وخت کې په پوځي خدمت کې شامل شو.ویل کیږي چې ده دمیوند تاریخي جګړې واقعات په خپلو ستر ګو لیدلی وو.

محمد نور یو انپړ شاعر و او لیک او لوست یې نه و زده ، نوموړی په ۱۳۳۹ لیږدیز /شمسی کال په خپلې بانډې کې وفات شوی دی او دلغمان دمهترلام ښارته څیرمه خاوروته سپارل شوی دی .

اروادې ښاده وي !

سرچینه: په افغان اتلان کې د شاعر شعري ټولګه

شعرونه

7 خپاره شوي شعرونه

نه دولت شو حاصلبشپړ شعر ولولئ

نه دولت شو حاصل

محمدنور

نــــه دولـــت شـــــو حـــــاصل نه رضـــا شو خدا      ددنــــیا پــــه ســـواد کې شوم پاتې ګدا

دنیـــــا داردولتمـــــند پــــه دنـــــیالــري عزت         پــــه غریـــبو وریـږي مخشر کې رحمت

 

چـــــې پــنــځــه وخـته لمونځ کړي په جمع اداء

بېــــلمـــازې ده بلا خدای دی مــکړه بېلـمازې         له بې لمازه هردم بد بوي خېژي د پیاز

لـــــــه مــــرګـــــي ویـــــــره وکه چې راشي په تا

کند کچکول که ترڅنک ته دې ځان که ملنک          هردم ساته ناموس له غمازه په څنګ

درحـــــمـــت یـــــو ذره پـــه تـــا وشــــــي صـــــدا

کـــــه دیـــــــدار درب غـــواړې تهــکه شب خېزه         دواړه سترګې له بدو هردم کړه پرهېز

کـــــه دیــــــدار درب غـــــــــواړې ته ځان که مدا

څه مخلوق په دنیا نه لري ګور وکفن      څوک یې نه وی اګاه شي بې غسله دفن

ژوند وړی نوم پې دوی کېدی کوه ندام

محمد نوره هردم ثنا وایه د رب            هم غفورورحیم دی یو نوم یې غضب

 

تمام عمر یې تېر شو په خوب وخندا

دنیابشپړ شعر ولولئ

دنیا

محمدنور

تیـــر شــــــــو تېــــریــــږي دوران ددنیا       پـــــــاتـــــــې بـــه نـه شي شاهان د دنیا

تېر شـــو تېـــریـــــــږي که پې پوهیږي        واخـــــله مشعل په تورتم کې ویریږي

 

نـــشې تـــشـــنـــه پـــــه بیـــــابان د دنیا

هـــــــر څوک به وړي له دنیا نه دوه نام         یابــه وي نـــیـــک یا به دی وی بد نام

نیک نوم به وړي ثــــــنا خـــوان د دنیا

پـروت دی صاحب مبارک په هډه کې        پېریې دی پـروت صورت په پرده کې

تېــــر شــو سیدو پهـــــــلوان د دنیـــــا

زه محمد نور جګرخوان کړم خپل شعر      مــــا دهـــر چـا لاس کې ورکه شمشېر

 

نــــــــه شـــــــــو په کار شاګردان ددینا

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدنور

بــــيـــګــــاه مي ستا په غـــــــم کي يار ډير ژړلـــي دي

د غـــــم څپـــــيړ ي   مي پـــــه  مخ  با ندي  خــولي دي

 پــــــــــه لاره تيـــــــر شـوم ګنــــهګار شوم               ګــــــــــــډ پـــــــــــه ګـــــــــلزار شـــــــومـــــه 

باغوان مي سترګي ړندوي چـي تا ګلو ته کتلي دي

***

اوربل دي جوړ پــــه پسرلـي کــه نــــــأ                 ښـــــه  دي  ډولــــــــــــــي کـــــه  نـــــــــأ

دالول  زلفي دي  چا  په  مخ  او بـــــــــــد لـــــــي دي

***

عمر مي ټول په غـــــــم کــــــي تيــر شـــو            ښـــــا  دي  مـــــــــــــي هيــــــــــر  شـــو

نن خوشالي ده چي جانان راته خــــــــنــــــــدلی دي 

***

لکه توتي په اورستي درتـــه کــړيـــږمــــه        چــــــي نورانې مخ ته دي ګورم نه مړيږمه                      

ستا قدمونه مي په سر بـــــــــانـــــــدي منـلــي دي 

***

زړه مي د يار غمو پارکه پسي رنځــــــــــــوريمه        روغ خوبه نه شمه يارنو په زړه ناسور يمه

 طبيب  مي کله  دزړګي  پردي ګـــــــــــــنډ لي  دي

***

په دي نيمګړي دنــــــــــــيا څـــــــه لــــري باور        تــــوښــــه دي واخله چي په مخ لري سفر

ځان خودي ژاړه محمد نوره ټول يارن دي تلي دي

پيرمې جيلانيبشپړ شعر ولولئ

پيرمې جيلاني

محمدنور

پيرمې جيـــــــــــــلانـــــــــــــي  دی پــــروت دی په بغداد 

غـــــــــــوث مــــــــــدنـــــــــــي دی  رب  پـــــــې کــړی  داد 

 

د سيند تر غاړه يو ګوډی وه    پــــــــرتـه په کې بوډۍ وه 

ځـــــــــار دې شــــــــمه پــــــــــيره ور دې کــــــــــه مـــــــراد 

***

پــــــــــــيره لــــــــرې  زور       خــــــولــــــه کې دې  دی اور 

ډير به  فاسقــــــــان تـــــه تــــــــه کـــــړې  بيا په ملامات  

***

پـــــــــــيره  راکـــــــه  لاس         مــــــا تــــــه پــــه اخـــلاص 

مـــــــا بـــــــــه پــــــــــرې مــــامـور کړې که ته وکوې  داد

***

بيـــــــــــړه يې راوړه پورته         بوډۍ ويوړه خپل کورته

مســـت ډول وســــــــــــــورنی  شو جـــــوړ شــــوخـــراباد

***

تـــــــه يـــــــې زمـــــونږ  پير        پـــــــه هـــر چـــايـې زهير 

ډېـــــــــــر دې محمــــــــــد نــــور کـــــــړي دي صفــــــــات

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

محمدنور

 

جام دساقي په الس کي ورکــــــــــه زمــــــــا يــاره

ماله شربت د ميــــــــو راوړه لــــــــــــــــه بـــــــازاره

***

شراب دي راکړه ما پي ځان کړ خپل بي هـــــوشه

په هيڅ شي خبر نه وم ځکه ګر ځمه خـــامـــو شـه

د غــــــــــم پــــــــيالي دي راتــــــه ونيـــــوي د واره

***

ستا دشرابو په دوستي کي مي رنګ زيــــړ شــو

ارمانمي دادي دځواني دور مـــــــــي تيـــــــر شـو

هستي نيستي راته حاصل شــــــــوه لــــه ديـد اره

***

ستاد دشرابو په دوستي کي شوم بي هـــــوشــــه

ارواح مي تاپسي ده تــــــــلي يـــــــم خـــامــــوشـه

ځــــــــان پــــــــر هيـــــز ګـــــار که دعاشقوله ازاره

***

ښارونــــــــه ډيــــــــــــــــر دي پيښور ښار ګلستانه

ښکته لندن دي منــځ کي پروت دي هندوستانه

پيـــــــدا بــــــــه نکړي کابل جان غوندي بل ښاره

***

جام د شـــــــرابــــــــو رالــــــــه راکه په مستۍ کي

ترو تازه شوم دخوبـــــــــانـــــــو پـــــه دوستي کي

چنګ اوباب راته غـــــــــږيـــــــــږي تـــــــــر سهاره

*** 

ستا دشرابو په مستۍ کي رنـــــــــګ تــــــور شو

خايږ وجـــــــــانــــــانـــــــه دزړګي زورمي زور شو

له خـــــــــمارو سترګـــو دي زار شمـــــــــه زر واره

***

زه محمد نور په طــــــــريقــــــه کـــــي د څشتي يم

دکلمي له بــــــــــرکتــــــــــــــــه پـــــــه مستـــــۍ يم

له قدمونونه دي ځــــــــــارشــــــــم بــــــــــــزرګواره

چاربيتهبشپړ شعر ولولئ

چاربيته

محمدنور

چاربيتهبخت مې کــــوټه شوخدايه سرمې لګيږي  پکې

غمازان نـــــــاست دي  پکې  رباب  غږېږي  پکي

سنګ پــــــــــارس  دوړی  يو نرخ خر څيږي  پکي

د غــــــرېــــبۍلـــــــه لاسه  عقـــل مــې تـــللي  دی

پـــــه چــــــا راځـــــــي غريبـــــــۍ عقل يې کمېږي

هــــــــوش يــــــــې لـــه لاړ شـــي چټـــي غـــږيـــږي

پــــــــه خپـــــــــله  ګټــــه وفـــايـــده کــله پــوهېږي

مـــــــونـــــــځ او اودس لپــــاره تـــندروهــــلي دي

بخت مې کوټه  شو خــــــــدايـــــــه ورته حيران يم

ګناه مې  ډېـــــــــره کــــــــــــړي  او پښــــــمان يـــــم

نفس  و شيطان  د لاسه ډيـــــــــر ســـــرګـــردان يم

د دنــــــــيا ټــــول  بــــــرکـــــــت  جبرايل  وړي  دي

بخت مې کــــــــــوټــــــه شــوخدايه پسي ګرځېږم

پـــــه ســــم ســــــــــرک تېـــــــر ېــږم په کې  پرزېږم

دد نيا  يې  کارونو  پــــــــــسي ګــــــــــــرځېــــــــږم

بخت مې د پښو شل شوی چېرته دې غـــــلي دي

زه محمد نور يم غلام، د هغه  پــــاچــــا نــو لکي

خلک احتياط د پاره د هغه دربـــــــارتـــــه ورځي

توره يې په لاس دی خلکه کفار يې ايل کړه غازي

ماد بابا کرامت خوب کې لــــــــــيــــدلـــــــــی دی

دلبربشپړ شعر ولولئ

دلبر

محمدنور

 

دلـــــــــبر مــــــــې مــــــــــــرور دی  نـــــــــــه  راځــــــــــي  

دانــــــــــــور خـــــــــــواږه  يــــــــاران مــــې پـــــسې ځې  

 ***

يـــــــاران  مـــې شوروان      زه لا نــــاست يـــمه حيران  

دربــــــــــار کــــــې  يـــــــې  بـــنــــــدي  يــــم  نـــه راځـــي

***

څوک خوري پــــــلو حــلوا      زه لا  نــاســــت يمه بېنوا

قسمت مــــــــې شـــــــــو جـــــــــواري  شـــــو تل سوزي

***

څوک لري کمخواب اطلس      پــــه دنيــــا کوي هوس

دوستـــــــــان  دخـــــــــــــدای پـــراتـــه  دي  پــه پـــوزي

 ***

په کفارو ګــډ شو شور             په هر ځاي کې بل  واور

امــــــــــام بـــــــــــه ورتــــــــــــه و وځــــــــي لــــه ســوري

***

زه مـــحمـــد نــور ګدايم          پــــه درکــي  دي شيدايم

ويـــــــــــر يـــــــــږم  شيـــــــطانـــــان نـــــــه کـــړي بــازي