د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد محمدنور شعرونه

نه دولت شو حاصل

نــــه دولـــت شـــــو حـــــاصل نه رضـــا شو خدا      ددنــــیا پــــه ســـواد کې شوم پاتې ګدا

دنیـــــا داردولتمـــــند پــــه دنـــــیالــري عزت         پــــه غریـــبو وریـږي مخشر کې رحمت

 

چـــــې پــنــځــه وخـته لمونځ کړي په جمع اداء

بېــــلمـــازې ده بلا خدای دی مــکړه بېلـمازې         له بې لمازه هردم بد بوي خېژي د پیاز

لـــــــه مــــرګـــــي ویـــــــره وکه چې راشي په تا

کند کچکول که ترڅنک ته دې ځان که ملنک          هردم ساته ناموس له غمازه په څنګ

درحـــــمـــت یـــــو ذره پـــه تـــا وشــــــي صـــــدا

کـــــه دیـــــــدار درب غـــواړې تهــکه شب خېزه         دواړه سترګې له بدو هردم کړه پرهېز

کـــــه دیــــــدار درب غـــــــــواړې ته ځان که مدا

څه مخلوق په دنیا نه لري ګور وکفن      څوک یې نه وی اګاه شي بې غسله دفن

ژوند وړی نوم پې دوی کېدی کوه ندام

محمد نوره هردم ثنا وایه د رب            هم غفورورحیم دی یو نوم یې غضب

 

تمام عمر یې تېر شو په خوب وخندا

د شاعر نور شعرونه ←