د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد محمدنور شعرونه

پيرمې جيلاني

پيرمې جيـــــــــــــلانـــــــــــــي  دی پــــروت دی په بغداد 

غـــــــــــوث مــــــــــدنـــــــــــي دی  رب  پـــــــې کــړی  داد 

 

د سيند تر غاړه يو ګوډی وه    پــــــــرتـه په کې بوډۍ وه 

ځـــــــــار دې شــــــــمه پــــــــــيره ور دې کــــــــــه مـــــــراد 

***

پــــــــــــيره لــــــــرې  زور       خــــــولــــــه کې دې  دی اور 

ډير به  فاسقــــــــان تـــــه تــــــــه کـــــړې  بيا په ملامات  

***

پـــــــــــيره  راکـــــــه  لاس         مــــــا تــــــه پــــه اخـــلاص 

مـــــــا بـــــــــه پــــــــــرې مــــامـور کړې که ته وکوې  داد

***

بيـــــــــــړه يې راوړه پورته         بوډۍ ويوړه خپل کورته

مســـت ډول وســــــــــــــورنی  شو جـــــوړ شــــوخـــراباد

***

تـــــــه يـــــــې زمـــــونږ  پير        پـــــــه هـــر چـــايـې زهير 

ډېـــــــــــر دې محمــــــــــد نــــور کـــــــړي دي صفــــــــات

د شاعر نور شعرونه ←