پښتو ادب · شاعران
ملنک جان
د ملنک جان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د اوراښاد ملنگ جان ژوند لیک
ملنګ جان پر١٢٩٣لمريز كال د ننګرهار دبهسودو په چميار كلي كي وزيږيد٠
پلار يي ملك عبدالشكور نومېد٠چي په دري كلنۍكي تري يتيم پاتي شو٠اوپوله پټي يي هم دناوړو دودونواوتربګنيو له کبله له لاسه ورکړ٠
.اصلي نوم يي محمدآمين وه وروسته آمين جان اوپه پاىکي هم ملنګ جان شو
په پنځلس كلنۍ كې دخواري مزدورۍ لپاره له خپلي كورنۍ سره دكامۍ ولسوالي دار بنګ کلي ته كډه وکړه٠
اوهلته يې دشعر ژبه ويانده شوه اوملنګ جان په نامه يې په خوږو نغمو پيل وکړ٠
شپږ مياشتې وروسته له کامې څخه بيرته خپل پلرني کلي ته راستون شو٠
بيا يې دجلا ل اباد په امنيه اوکونړ په لويه ولسوالي کې خپله دوه نيم کلنه سرتيري سرته ورسوله بياپه خپل کلي کې په مزدورۍ اوکرګرۍ بوخت شو٠دشلموپه سرکې يې لومړۍ ترانه په اتحاد مشرقي ننګرهار داهغه مهال وچې شعرونه اونغمې ېې نوري دسندرغاړوخولوته رسيدلی وې اودپوره نوم خاوندشوی وه٠
پر١٣٢٤کال د سردارمحمد داود له خواوبامل شواوپر١٣٢٩کال ورته دسردارشاه محمود دصدرعظم له خو ادکال شپږسوه افغانۍمستري معاش و ټاکل شو٠
پر١٣٣٢کال يې کابل ته راغوښت او په کابل راديوکې دپښتو موسيقۍ منتظم وټاکل شو٠
ده اوڅلورتنوشاګردانو ته دقبايلو په رياست کې ځای ورکړشو او دژوند ترپايه يې همدا دنده پر مخ يوړه
چي په ترڅ کې يې ورسره دپښتونستان ديوساعته پروګرام لپاره هم سندري جوړولې٠
د١٣٣٤کال په ورستۍ نيمايې کې د ځينو ستونزو له کبله وزګارکړشو او دا چې پښتو ټولنې دافتخاري غړي په تګه منلی و نو خپل پوره معاش يې ورکاوه پر١٣٢٨ کال ورته سردار محمد داود صدرا عظم د ليک لوست لپاره يو ښونکی و ګوماره او له هغه څخه يې په شپږو ورځو کې دومره څه زده کړل٠
چې نور يې خپل شعرونه پخپله ليکلای او لوستلای شول دمخه له قران شريف پرته کومه زده کړه یې نه وه کړې او هر شعر په يې خپل سندرغاړي شاګرد ته په يادو ورزده کاوه٠
له بده دمرغه مرګ دغه خوږ ژبی اولسي شاعر نور پر پښتني او افغاني ټولنې ونه لوراوه اود ١٣٣٦کال لړم پرلسمه چې کله له کابله ننګرهار ته له خپل ېې کورنۍ سره ته٠د( لته بند ) په کږلېچونو کې پرې ګاډی واوښت اوله خپل يوازيني درې کلن زوي دواجان سره دمرګ ګورنډي ته وغورځېد جنازه يې ننګرهار ته ولېږدول شوه اود چميار کلي په پلرنۍ هديره کې په ډيردرناوي خاورو ته وسپارل شوپر مړينه يې ډيرې اوښکې توي ېې شوي او ويرنې وويل شوې٠
افغانستان رادېو يو ځانګری پروګرام خپور کړ او په هغه کې د سردارمحمد داود پيغام او پښتو او دري خوا خوږۍ او وېرنې وړاندې شو٠
چې وروسته هغه ديوه غونډ په بڼه چاپ او خپور شو پر افغاني ټوليزو رسنيو سر بېره پرې د پښتونستان اخبارونو هم خپرونې وکړې او دپاچاخان په کډون ډېرو پښتونستاني مشرانو د خواخوږۍ پيغامونه راوا ستول پر هغه ډير ليک باندې چې پر ١٣٣٩کال دپښتو ټولنې له خوا دارواښاد ملنګ جان پر ارام ځای ولګول شو داسې کښل شوي دي٠
دفقيرملنګ جان دغومردبخت بس دي
چي آزاد دي،په آزادوطن کي ګوروي
شعرونه
37 خپاره شوي شعرونه
تر کومه؟بشپړ شعر ولولئ
تر کومه؟
ملنک جان
بې بازخواست او بې پرسان به يم
تر کومه؟
سر سرتور څيری ګرېوان به يم تر کومه؟
په نارو مې ستونی وچ شو څوک يې
نآوري
د کاڼه بادار دهقان به يم تر کومه؟
زما مخ د بل څپېړې به تر څو
وي؟
په سلګو او په جان جان به يم تر کومه؟
د وطن خدمت دپاره وزګار نه شوم
خدمتګار د هر يو خان به يم تر کومه؟
په کرلو او رېبلو يې پوهيږم
نالايق د دسترخوان به يم تر کومه؟
په قيامت کې به د ډېرو ګرېوان
نيسم
خوف نه ګونګ زه "ملنګ جان" به يم تر کومه؟
څه لرمه چې دبشپړ شعر ولولئ
څه لرمه چې د
ملنک جان
څه لرمه چې د
خدای...
څه لرمه چې د
خدای په نوم يې ورکړم
چې طبيت د خان صاحب پرې برابر کړم
په زر درېزره
جريمه قانع نه دی
مناسب وي چې يو چرګ ورميسر کړم
زما وږي نس ته
نه ګوري خان غواړي
يه يارانو سلا راکړئ څه هنر کړم
په سلام او په
ځار ځار نه پخلا کيږي
سل ګيز نشته چې له جئبه يې بهر کړم
نن سبا به يې
تر لښتو لاندې مړ شم
اوس بايد چې کور او کلی پرې خبر کړم
زه چې خدای
کړم د هر چا ګزار ته نښه
څه ګيله به د غريب او زورور کړم
نن به زه " ملنګ جان " صبر نه کار واخلم
خپل فرياد به پاک الله ته په محشر کړم
وتړه ملا په صداقت پښتونهبشپړ شعر ولولئ
وتړه ملا په صداقت پښتونه
ملنک جان
وتړه ملا په صداقت پښتونه
وتړه ملا په صداقت پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت
پښتونه
له خپل وطن نه گلستان جوړ
کړه
شه نارينه پښتونستان جوړه
کړه
وتړه ملا د زړه په مينه
باندې
مه کړه سرفه پخپله وينه
باندې
د غلامۍ شرمنده ژوند دې
ورک شي
خو د پردي په ډوډۍ شخوند
دې ورک شي
د آزادی عشق هېرنه کړې
گوره
د بل پېسو ته زړه ښه نه
کړې وروره
د بې ننگی نوم به دې خور
پاتې شي
ستا کړوسو ته به پېغور
پاتې شي
په فرېبونو مه غولېږه د
چا
نه په جلب کې وځغلېږه د
چا
چې سر ټيټ نه کړې په رشوت
باندې
په ساختگی مينه ، محبت
باندې
دغه دې وخت دی د همت
پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت
پښتونه
د درنو تورو پرې باران
جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ
کړه
پښتانه ښه ښکاري له ننگه
سره
په هر مېدان د تورې شرنگه
سره
د تاريخونو داستانونه
گورئ
هم د نيکونو لوړ کارونه
گورئ
نيکونو وينې پرې ښندلې
وروره
د آزادۍ کيسې يې گټلې
وروره
خرڅ يې نه کړې په پيسو
پښتونه
بيا به خجل گرځې تر څو
پښتونه
حقوق دې مه پرېږده بل چا
له وروره
هېره دې نه شي پښتونواله
وروره
چې خپل لوړ نوم چېرې بدل
نه کړې
ځان د دنيا مخکې خجل نه
کړې
واخله شمشېر د شجاعت
پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت
پښتونه
د وينو رود په سپين مېدان
جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ
کړه
هندو برما ، ېهود آزاد
شول واړه
د آزادۍ په نعمت ښادشول
واړه
نن د افسوس په اور
سوزېږمه زه
نا اميدی راشي ژړېږمه زه
پښتونه وروره لږ همت وکړه
ته
ځای د غېرت دی نن غېرت
وکړه ته
قوم د سيالانو سره سيال
کړه وروره
ځان په وطن باندې لېوال
کړه وروره
پښتونستان جوړ کړه پښتون
اوسېږه
وطن لېلا ته ئې مجنون
اوسېږه
روښان د نیا ته کړه ځراغ
د تورې
د دښمن زړه کې کېږده داغ
د تورې
دښمن ته وښېه عبرت پښتونه
ځانته پېدا کړه لېاقت
پښتونه
د تورې برېښ دې په جهان
جوړ کړه
شه نارېنه پښتونستان جوړ
کړه
په حال دې پوه شي سرحدونه
زمونږ
ټول پښتانه باننگ قومونه
زمونږ
نن درست جهان دا انتظار
لري
چې پښتانه څومره وقار لري
داسې يادگار په دنيا
پريږدی وروڼو
نښه د خپلې تورې کېږدې
وروڼو
څو د نيکوښه نوم تازه شي
زمونږ
دنيا کې گډه آوازه شي
زمونږ
د لېلا قدر د مجنون سره
وي
د آزادۍ قدر پښتون سره وي
چې آزادي په څو آنې خرڅوي
لکه چې کور کې پښتنې
خرڅوي
تاسره ښايي ډېر غيرت
پښتونه
ځان ته پېدا کړه لياقت
پښتونه
نوی تاريخ نوی نښان جوړ
کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ
کړه
ټول پښتانه سره ېو وروڼه
يو مونږ
ټول د ېوې ونې ښاخونه ېو
مونږ
غوښه او نوک څوک بېلولی
نشي
زوی د پښتون څوک غولولی
نشي
نه به شي کاڼي چېرته خام
په اوبو
نه به پښتون کړي څوک غلام
په دوکو
مونږه په ټينگه دا اقرار
کوؤ
د زړه په مينه دا گفتار
کوؤ
ېوځای دې وي ژوندون او
ژواک د پښتون
آزاد دې وي اسلامي خاک د
پښتون
قايم دې وي پښتونستان د
پښتون
خدايه خراب کړې دښمنان د
پښتون
د خپلواکۍ جوړ کړه شربت
پښتونه
سځان ته پېدا کړه لياقت
پښتونه
پرې سوی زړه د ملنگ جان
جوړ کړه
شه نارينه پښتونستان جوړ
کړه
ورځ مې شوهبشپړ شعر ولولئ
ورځ مې شوه
ملنک جان
ورځ مې شوه
ورځ مې شوه په انتظار شپه
په سودا
ورځ کې هغه ژړوي مې شپه
کې دا
لږ خو وخت د کرارۍ زما
معلوم کړه
دا خو نه کيږي چې تل تر
تل ژړا
ستا په خوښه که ژړيږم
باری خير دی
مګر نه د رقيبانو په سلا
ستا په ور کې چې غماز تور
مخ ښکاره شي
لکه څوک چې په مسجد ويني
ترسا
ستا په سر باندې ما کور
ور کلی پرېښود
د مجنون په شانې ګرځم په
صحرا
ستا په سر باندې ما ټول
اقربا پرېښول
يه کمبخته مآوره ته د
اقربا
ياره زه ملنګ جان ستا
مينې احتياج کړم
کنې ما کله احتياج کاوه د
چا
يارګرم نه دیبشپړ شعر ولولئ
يارګرم نه دی
ملنک جان
ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه
دی
پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی
ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل
حبيب ته
که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی
د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه
ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی
هر عاشق د معشوقو د در غلام وي
که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی
لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ
تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی
يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی
"ملنګ جانه"
چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی
ځوانۍ سرهبشپړ شعر ولولئ
ځوانۍ سره
ملنک جان
ځوانۍ سره
شهرت.....
ځوانۍ سره
شهرت د ننګ او نام مزه کوي
ټټر په لار د قوم په وينو رنګ مزه کوي
يا ژوند د
خپلواکۍ ښه دی يا مرګ د شرافت
ميدان کې د سرباز د توري شرنګ مزه کوي
که ژوند ابدي
غواړئ د خپل قوم په مخ کې مړه شئ
بيرغ د شهيدانو رنګارنګ مزه کوي
ځوانان ښايي
په توره چې د ننګ توره په ملا کي
د پېغلو په سينو لاچي لونګ مزه کوي
چې واک يې د
پردو وي که قبا يې وي د زرو
د هغه نه زوړ کند د يو ملنګ مزه کوي
د ځان غوښې کړه ويلې قوم ويښ کړه ملنګ جانه
دا ستا
غوښې وريتې لکه پتنګ مزه کوي
خاوره يې د سرو دهبشپړ شعر ولولئ
خاوره يې د سرو ده
ملنک جان
خاوره يې د سرو ده
خاوره يې د سرو ده هر يو
کاڼی يې مرجان دی
زه چې پرې مين يم دا
هغه پښتونستان دی
دې کې اپريدي اوسي
دې کې اورکزي اوسي
دې کې دي خليل مومند
دې کې يوسفزي اوسي
دې کې مموزي اوسي ،
ددې خوړل ډېر ګران دی
زه چې پرې مين يم دا
هغه پښتونستان دی
دا د خوشحال خان ګلشن
دا د ميرويس خان ګلشن
دا د در يا خان ګلشن
دا د ايميل خان ګلشن
باسي ترېنه زاغ زغن،
ماليار يې باچا خان د
زه چې پرې مين يم دا هغه
پښتونستان دی
دې کې ښه زلميان اوسي
دې کې شنه زمريان اوسي
دې کې ښه خانان اوسي
دې کې نوابان اوسي
دې کې صمد خان اوسي، غليم
ترې په لړزان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه
پښتونستان دی
خدای دې باجوړي لري
خدای دې چترالي لري
تل دې وي وزير مسيد
خدای خو دې ساپي لري
خدای دې اڅکزي لري، زړګی
مې پرې روښان دی
زه چې پرې مين يم دا هغه
پښتونستان دی