افغان اتلان · ادب او کلتور
پښتو شعرونه
د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست
299 شاعران4249 شعرونه
يارګرم نه دی
ما پخپله ځان سېځلی يار ګرم نه
دی
پخپل لاس مې زړه بايللی يار ګرم نه دی
ما چې زړه پخپل لاس ورکه خپل
حبيب ته
که يې ساتلی که يې داغلی يار ګرم نه دی
د عاشق زړه د معشوق د لاس مڼه
ده
که يې بوی کړی که خوړلی يار ګرم نه دی
هر عاشق د معشوقو د در غلام وي
که يې شړلی که يې بللی يار ګرم نه دی
لکه مار هسې په ما يې ګذار وکړ
تا پخپله مار ساتلی يار ګرم نه دی
يار ګرم نه دی يار ګرم نه دی
"ملنګ جانه"
چې تا نه وو پېژندلی يار ګرم نه دی