پښتو ادب · شاعران
غني خان
د غني خان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
د شاعر پېژندنه او ادبي اثار
د پښتو ژبی د غه دغور ځنګونو د شاعر خان عبدالغنی خان پلار دپښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان دی اوموري در ځړو دخانانو ديار محمد خان لوروه چه له با چا خان سره ي په ع کال واده شوی و١٩١٢
دد غو دوو خا خنيلو له پښته په١٩١٤ کال د شمال مغربی سر حدی صوبی دهشنغر داتمان زو په کلی کښی د پښتو ژبی دغه نو ميالی اوننګيالی شاعر وزيږ يد پلار پری د عبدالغنی نوم کښيښود عبدالغنی دمورو پلار لومړنی اولا د اودوی ډيرنيازبينو استاد بينوا اودموروپلار ډير نازوالی و په غاړه به ې دسروزرودرته اوږئ وه او په ښی غوږ به لي دسروزرو والئ وه په سربه ي تيله داره دپونډونوډله ټوپئ او په ټوپئ کښی به يی يوه زر ينه جوغه ټومبا وه چه دجوغی نه چار چا پيره به دوه دری د نظرمات تاويزونه تاو شوی وو مګر د غه نيازبين توب ډير پا يښتی نه و ځکه ننګيا لی پلاري هغه مهال دوطن او خلکو دخلا صون لپاره دانګر يزانو پر ضد مبارزه پيل کړی وه او په خپل کور کښی أرام نه و ناست له بله پلوه د عنی مورهم دده به پځه کلنی له د نيا ستر ګی پټی کړې اونازو لی غنی د مورله تودی غيږی محروم شو دغنی دمورد مرګ واقعه دپښتنو لوی ملی مشر دغنی پلار با چا خان داسی کښلی ده دجنګ په وجه په دنيا کښی سخته و با راغله په جنګ کښی دومره کسان نه وو مړشوی لکه په دی وبا کښی چه مړه شول په هندوستان کښی هم دی وبا ډير خلک ووژل پښتا نه هم ډير پکښی مړه شول داداسی عجيبه وباوه اکثر به ي ځوانان جينکئ او هلکان وهل اومړه کول او چه يوکورته يو ځل ننو ته بيا به ي يو هم نه پر يښود په دی مرض دټولو نه اول زه پر يو تی وم خو هسی خدای جوړکړم زموروسته غنی چه دپځو کالوو نارو غه شوغني ډير ښکلي وه دموری ورسره ډيره مينه به يې ورته ژړل مابه منع کوله او دصبر تلقين به مي ورته کولو خو د هغي زړه به نه صبر يدو يوه ورځ د غني رنځوری سخته شوه موری ورته د کټ سر ته ناسته وه دده سري په غيږکښي ايښي و ما د ماښام لمونځ کړي و په مصلي ناست وم دعامي کولي غني ته مي کتل چه به هو شه پروت دي چه ناڅاپه موري پاڅيده دزوي سري د خپل ورانه نه په بالښت کښيږدي اودزوي له کټ چاپيره و ګرځيده او سرته يې ودريده اولاسونهيې په دعا پورته کړل او په ژړاي وويل چه اي خدايه د ده مرض په ما کښيږدي اودي ماشوم ته شفاورکړي دخداي يوه عجيبه حکمت و په سباله دانا جوړه شوه د دي مرض ورځ په ورځ زياتيدو اودغني مرض به ورځ په ورځ کميدو غني جوړشو او موري ځونيمرګه شوه ماشومان يي راته پاتي شو دغه وخت غني دپنذو کالو ولي ددريو کالو او خوري ديو کال وه
دمور تر مړيني وروسته د عبدالغني خان روزنه دده دا نا د پاچا خان د مور په غاړه وه مګر دهغي هم دژوند ډيري ورځي نه وي پاتي په داسي وخت کښي چه باچا خان د ډيره غازي خان په جيل کښي قيدو موري هم وفات شوه او دغني دغي پالونکي او مهرباني هم له دنيا سترګي پټي کړي غني بي سر پرسته پاتي شو لنډه داچه پر غني دماشومتوب په دوروکښي دژوند دناوړو چپي راغلي مګر ورو ورو د دغه حالات مخ په ښه کيدو شول ځکه کله چه غني د مدرسي شو او ښوونځيو ته لاړ د ده په شخصې ژوند کښي هم تبديلي راغله
شعرونه
27 خپاره شوي شعرونه
د عشق نوربشپړ شعر ولولئ
د عشق نور
غني خان
د أسمان دســــــــوري لانــــــــــدي
اود ستور د مشغولا کــــــــــــښي
د يخ سيند په غاړه نــــــــاست وو
دوه ياران مشغول ســــــلا کښي
د سپوږمـــــي زړه شو خوشحاله
په خـــــنــداي لاس کړ پــــــــوري
د عشق نوري هر خوا خور کـــــړ
په بلبل کښي په لالا کښـــــــــي
خوشحالي وزري وکــــــــــــړي
چه دزړه دباغ سيــــــــــل وکړي
او دا دواړه ياران ښـــکل کړي
د سرو ستورو مشغولا کښي
سوالبشپړ شعر ولولئ
سوال
غني خان
خدايه وکړم د غنچي ســــــــــــــره خــــــــــندا
که د خوار غريب بلبل ســــــــــــره ګـــــــريان
خدايه وګورم د خپل يـــــــــار ښکلي مخ ته
که د خپل سوي زړګي شـــــــــم تــــــماشان
خدايه وويريږم ستادلــــوي دوزخـــــــــــه
يا که تمه کړم شروع د حـــــــــــــور غلمان
ته مي پو ه کړه ته مي پوه کړه نه پوهيږم
چه زه تا کړمه خوشـــــــحاله او که ځان
پلوشهبشپړ شعر ولولئ
پلوشه
غني خان
چه پخواني وو څه وزيران
وي به ئي ږيري لوي مچان
ته راشه ګوره دا دخداي شان
چه نيم لغړ دي او نيم ګنجيان
پلوشهبشپړ شعر ولولئ
پلوشه
غني خان
د جهان خبـــــــــــري ګوره بيل به نکړي سپين له توره
اي غني ګيله تري مه کړه شوه ړنـــــــده دنيا شبکوره
په کار ديبشپړ شعر ولولئ
په کار دي
غني خان
لوي دي زړګي لري چه اسري لوئــــي لــــــري
چه څوک هاتيان ساتي درد اي ز لـــــوي لري
مــــــــــه ژاړه مه ژاړه دا بــــــــه هم تيره شي
هر څوک که ګل شو کوي ګوتي به سري لري
ورو وروبشپړ شعر ولولئ
ورو ورو
غني خان
ورو رو ظالمه دا چـــــــغي نــــــــــــاوري
ورو رو پري پښي ږده دانه دي خـاوري
د اخو ستـــــــــــي دي دا خو ځواني دي
سپيني دي کـــــــوکــــي لـکه دو اودي
ر باعيبشپړ شعر ولولئ
ر باعي
غني خان
که تش په عقل وي په لياقت دي
نه په نصيب وي نه په قسمت دي
شيطان به نن ؤ لوي لـــــه جبر يله
غني به هم لايق د ولايــــــــت دي
دنياګيبشپړ شعر ولولئ
دنياګي
غني خان
دنيا ګئ څه ده غم او غوغا څه ده ســــــــــــــوي داور سوز او سودا ده
ليوني وائی يـــــــــاره خـــــره داده چا جوړکړي ځان له ښه مشغولا ده
دعابشپړ شعر ولولئ
دعا
غني خان
سترکو دجانان کښي زماښکلي جهانونه دي
وادخله دنيا زه وږي ستاد دنيــــــــــا نـــــــه يم
ګوره دفقير کچکول کښي تاج دسکندري دپروت
زه يــــــــم دسخيــــــــــانــــــــــو د شو مانو ګدا نه يم
زه ئي په غرور درنه د ميني په نوم غواړمه
زه ملنګ بي نيازه ستا دوير واويلا نه يم
يود سپوږمئ څاڅکی درنه ټيک له ديار غواړم
زه يــــــــــــــم دخـــــــوبــــــونــــو د لا لونو ګدا نه يم
هغه مستي غواړم چه ئی مرګ نشي وژلي
زه د دغمو نو د بيګا او ســــــــبا نــــــــه يم
اوتشــــــــــه دنيــــــــا ګئ که د بخښي نواي اميره
ستـــــــــا شــوه ستا دنيا زه وږي ستا ددنيا نه يم
منمبشپړ شعر ولولئ
منم
غني خان
ولاړومه په اور کښې ماوی اور زمـــــــا قسمت
لمبې دقسمت نه وې لمــــــــــبی زمــــــــــا دمئت
نه بخت او نه کمال منم نه تــــــــوره نه جــــــــلال
یو ستا دسترګو خیال منم او ستا شونډوست
نه ګل نه دلربا نه حســــــــــــن نــــــــــــــه بهــــار
یو ستا دخندا راج منم بی تاج بی سلطـــنت
نه چل او نه تدبیر منم نه غقل نه تقـــــــدیـــر
یو زیړ دسپرلې ګل منم ضامن دیار دپت