د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو شعرونه

افغان اتلان · ادب او کلتور

پښتو شعرونه

د پښتو شاعرانو نړۍ ته ښه راغلاست

299 شاعران4249 شعرونه
ارواښاد غني خان شعرونه

دعا

سترکو دجانان کښي زماښکلي جهانونه دي

وادخله دنيا زه وږي ستاد دنيــــــــــا نـــــــه يم

ګوره دفقير کچکول کښي تاج دسکندري دپروت

زه يــــــــم دسخيــــــــــانــــــــــو د شو مانو ګدا نه يم     

زه ئي په غرور درنه د ميني په نوم غواړمه

زه ملنګ بي نيازه ستا دوير واويلا نه يم

يود سپوږمئ څاڅکی درنه ټيک له ديار غواړم

زه يــــــــــــــم دخـــــــوبــــــونــــو د لا لونو ګدا نه يم

هغه مستي غواړم چه ئی مرګ نشي وژلي

زه د دغمو نو د بيګا او ســــــــبا نــــــــه يم

اوتشــــــــــه دنيــــــــا ګئ که د بخښي نواي اميره

ستـــــــــا شــوه ستا دنيا زه وږي ستا ددنيا نه يم

د شاعر نور شعرونه ←